زمونږ وطن د جرگو وطن

          ((زمونږ وطن د جرگو وطن)) د هغه کتاب نوم دى ، چې په ١٩٨٥ز کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز لخوا چاپ شوي دى . ددې کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى .

           په دې کتاب کې د لرغوني افغانستان نه تر معاصرې دورې پورې د جرگو په اړه علمي معلومات وړاندې شوي دي . د کتاب په يوه برخه کې په لرغوني آريانا کې د جرگو د جوړيدو په اړه داسي معلومات وړاندې شوي دى : ((د آريايانو د تمدن له انکشاف او د بلخ د تاريخي ښار له جوړيدو سره اجتماعي ژوند هم زيات انکشاف وموند . په هغه وخت کې دوه ډوله جرگي موجودې وې . لومړى (د کلي جرگه) يا (محلى جرگه) چې د (سبها) په نامه ياديدله. دا جرگه به په کلي او محل کې وخت په وخت جوړيدله . ټولو کليوالو نارينه وو او که ښځو به پکې گډون کاوه . او د خپلو ورپيښو شوو مسالو په باره کې به يې پريکړې کولي . دا دود تراوسه پورې زمونږ په کليو بانډو کې ژوندي دي . بله لويۀ اولسي جرگه هم وه ، چې د سيماتهى په نامه ياديدله . د قومونو او قبيلو مشرانو ، مخورو او پوهانو به کې برخه اخيستله )) .