شرنگ
((شرنگ )) دسر محقق عبدالله بختانى خدمتگار داشعارو دريمه مجموعه ده .داکتاب په ١٣٤٦ هـ ل کال کې دا طلاعاتو او کلتور وزارت دکتاب چاپولو دموسسې لخوا په دولتي مطبعه په سلو مخونو کې چاپ شوى دى . دکتاب په پيل کې دسريزى پر ځاى دښاغلى م .ننگرهارى لخوا دکتاب په اړه يو تقريظ وړاندى شوى دى .په نوموړى تقريظ کې لومړى دکتاب دکيلوال لنډه پيژ ندنه شوى ده اووروسته دکتاب اودکيلوال دادبى شخصيت په اړه معلومات وړاندى شوى دى .ښاغلى ننگرهارى دخپل تقريظ په يوه برڅه کې داسى ليعلى دى : ((دکتاب چاپولوموسسه ددى خواږه اثر په وړاندى کولو وياړى اوارزو لرى چې ددغسى آثارو په وړاندى کولو دخپلې ژبى اوخپل وسى خدمت وکړى .
مونږ ښاغلى مختانى ته دده دغوره شعرى اوادبى قريحى مبارکى وايو او ستاينه ئي کوو.ددى ځوان اوزلمى شاعرنه چې حق پالنه او وطن پرستى ئي په فکر ، ذوق او نظم ونثرکې له ورايه ځليږى دډپروښکلو اوخوند ورو آثارو اميد کيدى شى او دا زلمى شاعر چې هر څومره ونما ځمل شى ځاى لرى )).
دشرنگ په کتاب کې ((پرڅو؟)) ديو شعر عنوان د ى ،چې داشعر د١٣٣٧ هـ ل کال دميزان په مياشت کې ليکل شوى دى ،چې دلته ئي وړاندى کيږى :
تر څو ؟
د ژونـــدون د اوږو بـارو به يو تر څو ؟
د پښتون د نسامه عــار به يو تر څو ؟
لا تر څو به نه پو هيږ وچــــه پوه نه يو؟
ناپوهـــــــــۍ سره نـــادار بــه يوتر څو؟
لا تر څوبه دنفاق په اور کښــــې سوځو ؟
بيا پـــــــــه تمـه د گلزار به يو تر څو؟
لا تر څوبه په يـــــوه لا ر دوه تنه نه ځو؟
او که ځو نو داړه مار به يو تر څـو؟
لا تر څو به د بل په غـــو ښو پايو ؟
مردار خوار اوبد کردار به يو تر څو ؟
لا تر څو به يار ا شى يا مرتشى يو ؟
ناولتيما کښې گر فتار به يو تر څو ؟
لا تر څو به نيم کاسې وى کاسو لا نـدې
مکر جن او دو په مار به يو تر څــو؟
لا تر څو د خان ،ملک په غلامۍ کښې
ژوندانه ځنې بــــــېزار به يــــــو تر څو؟
لا تر څـــــوبه په کوتـــــک باندې چليږ و ؟
يابه خــــــــره اويا خـــــرکار به يو تر څوه ؟
لا تر څو به مو ابې ځــــو نده زندگى وى ؟
دآغا کور کښې بيگـــــاربــــــه يو تر څو ؟
لا تر څو به لا س تر زئې بـــــل تـــه گور و ؟
د دنيا پــــــــه انتـــــــظار به يو تـــــــــر څو ؟
لا تر څو به لــــــه آســــمانه روزى غو اړو؟
وازه خــــــوله په نس نــــــها بــه يو تر څو ؟
لا تر څو به په تيا ره کښې مو ژونــد ون وى ؟
له رڼـــــــــا ځنې پـــــــــه ډار به يـــو تر څو ؟
لا تر څو به بــــــــې ملـــــکه ،بـــې هــدفه ،
بې وجـــــــدان ه، بې وقار بــــه يو تر څو ؟
لا تر څو بــــه بې احسا سه ،بې شعو ره ،
بې سبـــــــبه ،کلا نکـــــــار بـــه يو تر څو ؟
لا تر څو به ښـــــــو ئيد لى سمــه لا رکښې
در په در او نــــــــا قــــــرار به يـــــو تر څو ؟
لا تــــــــر څــــو د بـــــختا نې زړ ه لو بوو به
پـــــــــه خند ايې لــــــه پر هاربه يو تر څو ؟
ننگرهار بختان کلى – د ١٣٣٧ د ميزان (١٦)