باچا خان په افغانستان کې
(( باچا خان په افغانستان کې )) د هغه کتاب نوم دى ، چې د سيد عثمان سنجش لخوا ليکل شوى دى او په ١٣٨٧ هـ ل کال کې په جرمني کښې
د افغانستان د کلتورې ودې ټولنې لخوا په ١٤٩ مخونو کې په پيښور کې چاپ شوى دى .
د کتاب د فهرست نه وروسته کتاب د خپرندويې ټولنې په يادښت سره پيل کيږي . وروسته ددې کتاب په اړه د رحمت شاه سايل لخوا تقريظ وړاندې شوى دى . د تقريظ نه وروسته د کتاب د ليکوال سريزه ده او بيا د کتاب محتويات پيليږي . د کتاب په پاى کې د باچا خان د عکسونو البوم تر سترگو کيږي . په دې البوم کې د باچا خان ډير تـــــاريـــــخــــــي
عکسونه چاپ شوي دي .
په دې کتاب کې د لومړۍ نړيوالي جگړي نه وروسته د
باچا خان تر وفات پورې افغانستان ته د باچا خان د سفرونو او د هغه د سياسي هلو ځلو په اړه گټور مطالب چاپ شوي دي .
د کتاب لومړۍ مطلب د غازي امان الله خان په وخت کې افغانستان ته د باچا خان د هجرت په اړه دى ، بيا د غازي امان الله خان د مخالفينو پر ضد د باچا خان هلې ځلې بيان شوې دي .
په دې کتاب کې د باچا خان په اړه د خلکو نظر يې او خاطرې هم بيان شوې دي . د باچا خان دوفات نه وروسته په افغانستان کې چې د باچا خان په اړه کومې علمي او فرهنگي کارونه شوي دي د هغو په اړه هم په دې کتاب کې مفصل معلومات وړاندې شوي دي . د مثال په ډول په افغانستان کې د باچا خان ټرست د جوړيدو هلې ځلې . د باچا خان
د تلين غونډه ، په ننگرهار کې د باچا خان د مقبرې د بيا ودانۍ په اړه مطالب وړاندې شوې دي .
څرنگه چې مخکې يادونه وشوه چې د کتاب په پيل کې د خپرندويې ټولنې لخوا يادښت وړاندې شوي . په دې برخه کې ددې يادښت څو کرښي وړاندى کيږي : (( باچا خان د نړۍ او انسانيت هيرو دى او په پښتنو کې د لمر په شان ځلېږي . باچا خان نه يواځې د کوزې پښتنو ، بلکې د برې خوا
د پښتنو په زړونو کې ځانگړى ځاى لري . باچا خان
د افغانستان د ټولو اقشارو او قومونو سره مينه لرله او ټولو ته به يې په يوه سترگه کتل . باچا خان خپل ټول ژوند په ساده توب او خاکسارۍ کې تير کړى . دده هر حرکت او عمل يوه لويه فلسفه ده ، چې پښتانه کولى شي د هغه د افکارونهد خپل ژوند په ټولو اړخونو کې ګټه واخلي )) .
د کتاب په ٨٦ مخ کې د نورو مطالبو په څنگ کې
د باچا خان ځينې تاريخي مکتوبونه هم بيان شوي دي . دا تاريخي ليکونه د نور محمد تره کي ، ببرک کارمل او ډاکټر نجيب الله په نومونو ليکل شوي دي . دلته د هغه ليک يوه برخه وړاندې کوم چې ببرک کارمل ته ليکل شوي دي :
(( . . . . ته خو دې خپل ملک او قوم ته وگوره اباد شو او که برباد شو ، په دنيا کې چې په هر ملک کې انقلاب شوى دى يا کمونيزم راغلى دى هغه ملک آباد شوى دى خومونږ پر ې برباد شو ، انقلاب بدلون ته وايي ، دا انقلاب نه دى او نه کمونيزم دى داد دوو ډلو په مينځ کې جنگ دى . يوې ډلي سره امريکا او بلې ډلې سره روس امداد کوي او د دواړو خواوونه تباه کيږو مونږ ، تاله پکار دي چې ته په دې مسله باندې غور او فکر وکړې او علاج يې وسنجوې او خپلې ډلې او قوم سره مشوره وکړې او دا مسله حل کړې ، چې په دې وطن کې امن راشي هم بۀ ستا د نيک نامۍ سبب شي او هم به د قوم د آبادۍ او ترقۍ لپاره ميدان هوار شي ، که زما خبره دې ونه منله او وخت تير شي بيا به ارمان کوي . . . . ))