څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د قفقاز د سيمې لنډه جغرافيه
.
د قفقاز ښکلی او غرنۍ سیمه د اسیا په شمال لویدیځه څنډه کې د اروپا او اسیا براعظمونو ترمنځ پرته ده. دغه سیمه د نړۍ د متمدنو سیمو له جملې څخه ګڼل کېږي. د لرغون پېژندونکو د څېړنو له مخې په دې سیمه کې پنځه زره کاله مخکې د میلاد څخه خلکو پرمختللی او متمدن ژوند درلود. د قفقاز سیمه د ښه جغرافیايي موقعیت او ښېرازې او آبادۍ له امله د تاریخ په اوږدو کې د بهرنیو اشغالګرو له خوا تر دوامدارو برید لاندې وه او تر اوسه پورې دغه پروسه دوام لري.
د قفقاز سیمه په مجموعې ډول ۴۰۰ زره کیلومتره مربع مساحت لري اونږدې ۲۲ میلیونه خلک په دې ځای کې ژوند کوي ددې سیمې ختیځ لور ته د کسپین سمندرګۍ او ترکیه، شمال لور ته یې روسیه او سویل خواته ایران پروت دی.
دغه سیمه د کسپین سمندرګۍ او تور سمندرګۍ په منځ کې پرته ده دواړه سمندرګي ددې سیمې اقلیمي، اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت نور هم زیات کړي د لوی قفقاز غرونه چې ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالي لري، قفقاز په دوو برخو وېشلي شمالي او سویلي قفقاز اوس مهال په سویلي قفقاز کې درې هېوادونه ( ګرجستان، ارمنستان او آذربایجان) موقعیت لري او په شمالي قفقاز کې د روسیې فدراتیف جمهوریت پورې محدود لاندې کورواکه جمهوریتونه پراته دي :
۱ـ د داغستان کورواکه جمهوریت
۲ـ د چیچن – اینګوش کورواکه جمهوریت
۳ـ د شمالي اوسیتیا کورواکه جمهوریت
۴ـ د کارباردا – بالکار کورواکه جمهوریت
۵ـ د قارچای – چرکس کورواکه جمهوریت
۶ـ د آدیګه کورواکه جمهوريت
د یادونې وړ ده، چې د آذربایجان په جمهوریت کې هم یوه کورواکه جمهوریت ( د تخجوان کورواکه جمهوریت) او یو کورواکه ولایت ( د نه ګور نه یا قره باغ کورواکه جمهوریت) او د ګرجستان جمهوریت په چوکاټ کې د آبخازستان کورواکه جمهوریت، د آجارستان کورواکه جمهوریت او د سویلي اوسیتیا کورواکه ولایت شامل دي. د يوې مقالې په چوکاټ کې ددې لويې سيمې د جغرافيايي جوړښت تشريح کول له امکان نه لرى خبره ده . خو زه کوښښ کوم، چې د قفقاز سيمې د جغرافيايي خصوصياتو په اړه په لنډه توگه څېړنه وکړم او په لنډو الفاظو او جملو کې د قفقاز د سيمې د جغرافيايي جوړښت په اړه به معلومات وړاندې کړم.
د قفقاز غرونه : د قفقاز غرونه د قفقاز يوې سيمې او يا د قفقاز يو هيواد پورې اړه نلري، بلکې دغه غرونه د قفقاز په مختلفو سيمو او د قفقاز د سيمې په مختلفو هيوادونو کې پروت دى . د قفقاز مهم غرونه په لاندې ډول دي :
١- د لوى قفقاز غرونه .
٢- د کوچني قفقاز غرونه .
٣- د شمالي قفقاز غرونه .
ددې غرونو نه پرته د قفقاز نور غرونه د بزيب ، کودورى، کار تلى، شاه داغ، تالش ، مور و داغ، لنگه بيز ، ختيځ سيوان ، زنگه زور ، وار دنيس، مسختى، جاواختى ، تريالتى، الاداش، سونژا او سامور غرونو څخه عبارت دي . په دې برخه کې د قفقاز سيمې د دريو لويو غرونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کيږي :
١- د لوى قفقاز غرونه :
د لوى قفقاز غرونه د ((تامان)) له جزيرې څخه پيل کيږي او په آذربايجان کې تر ((آبشوران)) جزيرې پورې دوام لري . د لوى قفقاز غرونه نژدې ١٢٥٠ کيلومتره اوږدوالى لرى . دغه غرونه د ٤٠٠٠ نه تر ٥٠٠٠ مترو پورې لوړوالى لري .د لوى قفقاز د غرونو لوړې څوکې په لاندې ډول دي : دُمباى – اولگن ٤٠٤٦ متره ، شخارا ٥٠٦٨ متره ، ديختائو ٥٠٢٣ متره ، کازبک ٥٠٣٣ متره، بتولتسما ٤٤٩٣ متره او بازار دوزو ٤٤٦٦ متره لوړوالى لري . د لوى قفقاز غرونه د شمالي او سويلي قفقاز ترمنځ د يو لوى ديوال په څير پروت دى . ددې غرونو د ٢٠٠٠ مترو په سيمو کې د جنوري په مياشت کې د تودوخې درجه د سانتي گيراد منفي اتو درجو ته رسيږي او د اکتوبر په مياشت کې د سانتي گراد مثبت ديارلسو درجو ته رسيږي (١) .
٢- د کوچني قفقاز غرونه :
د کوچني قفقاز غرونه د قفقاز په سويلي برخو کې د تور سمندرگي او ارس سيند ترمنځ پروت دى. اوږدوالى يې د شمال لويديځ نه د سويل ختيځ په لور ٦٠٠ کيلومتره ده . د کوچني قفقاز غرونه د ارمنستان چو دښتو په واسطه احاطه شوي دي . د کوچني قفقاز د غرونو لوړه څوکه ((مور و داغ)) نوميږي ، چې ٣٧٢٤ متره لوړوالى لري . د کوچنۍ قفقاز د غرونو شمال ختيځ او لويديځ لمنو په ځنگلونو او جگې سيمې په شنو وښو باندې پټي دي (٢) .
د قفقاز سيندونه :
د لوى قفقاز او کوچني قفقاز د غرونو نه ډير سيندونه د قفقاز سويلي او شمالي لورته بهيږى ، د قفقاز مهم سيندونه له کُر (کورا) ، ارس ، ترَترَ، ايونى، اينگورى، کودورى ، تيرک، سامور ، کوما او کوبان سيندونو څخه عبارت دي . د قفقاز ټول سيندونه د سيمې د اقتصادي پرمختگونو په برخه کې ډير ښه او مثبت رول لوبوي . په دې برخه کې د کُر (کورا) سيند په اړه معلومات وړاندي کيږي :
د کورا (کُر) سيند :
د کورا سيند د قفقاز سيمې له مشهورو سيندونو څخه عبارت دي ، چې د تاريخ په اوږدو کې په مختلفو نومونو باندې ياد شوي دي . ((د لرغوني يونان، لاتينى، عربي، ايراني، ترکي، ارمني او گرجي منابعو کې دا سيند د کور ، کورا، الکور په نومونو باندې ياد شوي دي . ددې سيند اوږد والى ١٣٦٣ کيلومترو ته رسيږي . په ځينو منابعو کې ددې سيند اوږدوالى ١٥١٥ کيلومتره اټکل شوى دى . ددې سيند د اوبو مساحت ١٨٨ زره کيلومتر مربع دى . ددې سيند زياتره برخه په آذربايجان کې بهيږي. د کورا سيند (٩٠٠) کيلومتره برخه د آذربايجان په خاوره کې بهيږي . د کورا سيند د ترکيې د قارص له غرونو څخه سرچينه نيسي د لويديځ لوري نه د ختيځ پر لور حرکت کوي او ((بورژومى)) تنگى درى څخه تيريږى او تبليسى ښار ته رسيږى . د تبليسى د ښار نه وروسته ځينې نور سيندونه لکه ايورى (گابيرى) ، قانيخ (آلازان) او گنجه ورسره يو ځاى کيږي . د کورا سيند د آذربايجان په خاوره کې د ((مينگه جئوير)) په کوچنې سمندرگې کې گډيږي . د کورا سيند د ((مينگه چئوير)) له کوچني سمندرگي څخه خارجيږي او د کسپين سمندرگي په لور خپل حرکت ته دوام ورکوي او د قفقاز بل لوى سيند (ارس) سره يوځاى کيږي او په پاى کې د کسپين په سمندرگي کې گډيږي)) (٣) .
((د کورا سيند پخوا د بيړۍ چلولو لپاره ښه مساعد و ، مگر په وروستيو وختونو کې ددې سيند د پاسه د ډيرو بندونو د جوړيدو په وجه د بيړۍ چلولو لپاره مساعد نه دى . د کورا سيند کله چې د قفقاز له غرونو څخه تيريږي د ((دوه چى)) او ((لنکران)) زراعتي ځمکو ته اوبه ورکوي . د کورا سيند د آذربايجان په جمهوريت کې د ((کور)) په نوم ياديږي . کله چې د ((کور)) سيند د ((ارس)) له سيند سره يو ځاى کيږي بيا هم په همدې نوم (کور) په نوم ياديږي، ځکه چې د کور سيند له ارس څخه لوى دى))(٤) .
د کورا سيند په سواحلو کې ځينې لرغونې سيمې دي له چې ٥٤٠٠ کاله د ميلاد نه مخکې د تمدن نښې نښانې په کې ليدل کيږي او لرغونې آثار په دې سيمه کې پيدا شوي دي . په دې ځاى کې اوس د بريښنا بند جوړيږي . لرغون پوهان وايي: که دغه بند جوړ شي د سيند په سواحلو کې لرغونې سيمې به د اوبو لاندې شي .
((د کورا د سيند له اوبو څخه په عمومي ډول د زراعتي ځمکو په خړوبولو گټه اخلي. همدارنگه ددې سيند د پاسه د بريښنا د توليد څو مهم بندونه لکه د ((چيتاخوى)) ، ((ماوراء قفقاز)) ، ((مينگه جئوير)) او ((وار وارا)) د بريښنا د توليد بندونه جوړ شوي دي . په دې سيند کې راز راز کبان لکه ((اوزون برون)) ، ((بلوگا)) او ((سوف)) پيدا کيږي (٥) .
سره له دې چې د کورا د سيند د پاسه ډير بندونه جوړ شوي دي ، مگر اوسمهال د نورو بندونو د جوړيدو لپاره هم ښه امکانات لري . ددې لوى او اوږد سيند په مختلفو برخو کې د نورو بندونو په جوړيدو سره ددې سيند شاوخوا زراعتي ځمکو ته ښې اوبه برابريږى او د هر بند په جوړيدو سره د بريښنا په توليد کې زياتوالى راځي . همدارنگه ددې بندونو په جوړيدو سره د کبانو د روزنې لپاره ښه زمينه برابريږي .
د قفقاز د سيمې سمندرگۍ او ډنډونه :
د قفقاز سيمه د دوو مهمو سمندرگيو په منځ کې پروته ده . يوې خواته يې کسپين سمندرگي او بلې خواته يې تور سمندرگي پروت دى . د قفقاز د سيمې ډير سيندونه نوموړو سمندرگيو سره يو ځاى کيږي . په دې کتاب کې د دغو دوو مهمو سمندرگيو په اړه به جلا جلا څېړنه ترسره شي .
د قفقاز په سيمه کې لوى او کوچني طبيعي او مصنوعي ډنډونه ډير دي . د قفقاز زياتره ډنډونه کوچني مگر ډير ښکلي دي . د جاواختي په لوړو سيمو کې ډير ډنډونه شته ، چې د ټولونه لوى د ((تاباتسقوري)) ، ((ماداتاپا))، ((ساگاهو)) ، ((خوزاپيني)) او ((خالخالي)) ډنډونه دي . دغه ډنډونه له باران او ځمکې لاندې اوبو څخه تغذيه کيږي . د ((کلي)) په لوړو اورغور ځونگو سيمو کې ډير ډنډونه شته ، چې د ټولونه لوى ډنډ د ((کلي)) ډنډ دى . د دغه ډنډ ځينې ځايونه ٧٠ متره ژوروالي لري، له نوموړي ډنډ څخه د ((کيساني)) سيند سرچينه اخلي .
د قفقاز لوى ډنډ د سيوان ډنډ دى ، چې د ارمنستان د پلازمينې ايريوان ښار په ٦٠ کيلومترى کې د غرونو په منځ کې پروت دى . ددې لوى ډنډ په اړه په جلا سرليک کې په مفصله توگه به څيړنه ترسره شي .
د ګرجستان په لویدیځه برخه کې په ډېره اندازه کوچنۍ ډنډونه شته. د لوی قفقاز په ځينو برخو کې په ځانګړې توګه په لویدیځه برخه کې ډېر شمېر هغه ډونډونه دي، چې د یخچالونو څخه اوبه اخلي. په آبخازستان په یوه تنګه دره کې یو حیرانوونکي او د پاملرنې وړ ډنډ د «ریتسا» په نوم شته، چې هره ورځ ددې ډنډ د سیل لپاره د نړۍ ډېر توریستان ورځي. د تور سمندرګۍ په سواحلو کې د «پالناسومي» ډنډ د یادونې وړ دی چې د پوکي بندر تر څنګ موقعیت لري.
د ګرجستان په ختیځه برخه کې د «دوشتي» په ښارګوټي کې د «بازالتي» ډنډ موقعیت لري د تبلیسي په ښار کې یو کوچنۍ ډنډ چې د «لیسي» په نوم یادېږي شته. د روستاوی ښار ته نږدې د «جانداري» ډنډ موقعیت لري.
سویلي برخه کې د «کومیسي» ډنډ دی په ګرجستان کې یو شمېر مصنوعي ډنډونه هم شته، چې ځینې یې د طبیعي ډنډونو نه هم لوی دی د تبلیسي د سامګوري په دښته کې د تبلیسي د ګرجستان په سویلي لوړو ځمکو کې د «تسالګر» د تقیبولي ښارګوټي ته نږدې «شائوري» او د تیانیتي ښارګوټي نږدې د «سیوني» ډنډونه موقعیت لري.
د قفقاز د ډنډونو په اړه عمومي او لنډ معلومات وړاندې شو . په دې برخه کې لا زم بولم، چې د سيوان ډنډ په اړه به په تفصيل سره معلومات وړاندې کړم :
د سيوان (گؤيچه) ډنډ
د سوان ډنډ د ارمنستان جمهوريت ډير مهم ډنډ دى ، چې ددې هيواد په اقتصادي نظام، اوبو لگولو سيستم او د بريښنا په توليد کې مهم رول لرې . همدارنگه دا ډنډ د توريزم په برخه کې لومړۍ مقام لري . په دې مقاله کې ددې ډنډ د پيژندنې او نورې ځانگړتياوې په اړه څيړنه کيږي .
((د سوان ډنډ له لويو ډنډونو څخه شميرل کيږى . دا ډنډ د ارمنستان په جمهوريت کې موقعيت لرى . د هغه مساحت ١٢٠٠ کيلومتر مربع دى . منځنۍ ژوروالي يې ٢٨٠٥ متره دى او ډيره ژوره برخه يې ٨٣ مترو ته رسيږي . د سيوان ډنډ د سمندر له سطحي څخه ١٩١٦ متره پورته د غرونو په مينځ کې پروت دى . ددې ډنډ په شمال لويديځ کې د پمبک غرونه، په شمال ختيځ کې د شاه داغ غرونه، په سويل کې د وار دنيس غرونه او په لويديځ کې د گيگام غرونه موقعيت لرى .
د سيوان ډنډ په دوو برخو باندې ويشل شوى دى : لوى سيوان چې په سويل ختيځه برخه کې پروت دى او نژدې ٣٥ متره ژوروالى لري . کوچنۍ سيوان چې په شمال لويديځه برخه کې پروت دى او نژدې ٨٣ متره ژور والى لري . له سيوان ډنډ سره نژدې ٣٦ سيندونه يو ځاى کيږي . د سيوان د ډنډ څخه يو سيند چې د ((راز دان)) په نوم ياديږي خارجيږي .
د سيوان ډنډ د اوبو د حرارت درجه په جون ، جولاى او اگست مياشتو کې د ١٧-١٩ سانتى گريد درجو او د فبروري په مياشت کې ١،٥- ١،٨ سانتي گريد درجو ته رسيږى . ددې ډنډ په يو ليتر اوبو کې ٧١٦ ملي گرامه معدني مواد گډ دي .
د ((راز دان)) پر سيند او د سيوان ډنډ په ډېرو برخو کې د برښنا د توليد لپاره بندونه جوړ شوي دى، د سيوان ډنډ د اوبو د زياتوالي لپاره د ((آرپاچاى)) سيند د ٤٨ کيلومترو تونل پواسطه د دغه ډنډ سره يو ځاى کيږى . دا تونل په ١٩٨٠م کال جوړ شوى دى . د سيوان ډنډ په سواحلو کې توريستيکى ځايونه او پارکونه جوړ شوي دي )) (٧) .
د سمندرگيو ډنډونو په اوبو کې د مالگې ترکيب ډېر وي ، خو د سوان ډنډ په اوبو کې د مالگى په ځاى د نورو معدني موادو ترکيب ډېر دى .ددې ډنډ په اوبو کې د معدني موادو شتون ددغو اوبو ارزښت نور هم زياتوي . دا په نړۍ کې يوازنۍ ډنډ دى، چې په ډېره لوړه سطحه کې موقعيت لري او خوږې اوبه لري .
د سوان ډند د ارمنستان د پلازمينې ايريوان په ٦٠ کيلومترى کې شمال لوېديځ لورته پروت ده. دا ډنډ د ارمنستان د ((گفارکونيک)) په ولايت کې موقعيت لري . دا په قفقاز کې يوازى ډنډ دى، چې خوږې اوبه لري او د ١٩١٦ مترو په اندازه د سمندر له سطحې څخه په لوړه برخه کې د غرونو په مينځ کې پروت ده (٨) .
((د سوان ډنډ د حيواناتو د روزنې له پلوه هم ډېر ارزښت لري . د ((قزل آلا)) په نوم نامتو کب په دى ډنډ کې ژوند کوي . دا کب ډېر خوندور دى او په نړۍ کې ډېر مينه وال لري . همدارنگه په دې ډنډ کې نورکبان لکه ((سپين کبان))، ((کقاک)) او کار مراخايت )) هم ژوند کوي )) (٩) .
څرنگه چې مخکې وويل شول د سوان ډنډ د ارمنستان د ((گفار کونيک)) په ولايت کې موقعيت لرى . د سوال ښارگوټى او د سوان ډنډ ددى ولايت لويه برخه تشکيلوي . په دې ځاى کې لازم بولم چې د ((گفار کونيک)) ولايت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم : ((گفار کونيک د ارمنستان جمهوريت يو ولايت دى چې ددې هيواد ختيځ لورته پروت دى .دا ولايت ((٥٣٤٨)) کيلومتر مربع مساحت لري او مرکز يې د ((گاوار)) ښار دى . نوموړى ولايت څلور نور ښارگوټي لرى، چې عبارت دي له : سوان ، واردنيس، مارتونى او چمبرک څخه . د سوان ډنډ په سواحلو کې د اوسپنى او برنزو دورې نخښى نښانې ليدلي کيږى او همدارنگه ددې ډنډ په سواحلو کې لرغوني ښار گوټي ليدل کيږى )) (١٠) .
د سوان ډنډ د ارمنستان په لوېديځه برخه کې پروت دى او د سيمې په اقتصادي سيستم کې مهم رول لري . دا ډنډ په نړۍ کې يوازى ډنډ دى، چې په لوړه سطح واقع شوى دى او خوږې اوبه لري))(١١).
د قفقاز سيمې ژبې :
قفقاز هغه سيمه ده ، چې د قفقاز د لويو غرونو په شمالي او سويلي برخو او د تور او کسپين سمندرگي په مينځ کې پرته ده . ددې سيمې وگړۍ چې په کومو ژبو خبرې کوي ، دغو ژبو ته قفقازي ژبې وايي . په دغه کوچنۍ سيمه کې خلک په مختلفو ژبو خبرې کوي . په دې کوچنۍ سيمه کې نژدې په پنځوسو ژبو باندې خلک خبرې کوي ، چې له دې نه ٤٠ ژبې د قفقازي ژبې له کورنۍ سره اړيکې لرى . د قفقازي ژبو ويونکي وگړي نژدى شپږ ميليونو ته رسيږى .
د قفقازي څلويښتو ژبو له جملي څخه يوازې د ولس ژبې ليک دود لري او نورې ژبې تر اوسه پورى کوم ليک نلري او يوازې د ډېرو کوچنيو سيمو خلک ورباندې خبرې کوي . کومې ژبې چې ليک دود نلري د هغو ژبو ويونکي د سلوتنو او زرو تنو په منځ دي ، په ځينو ځايونو کې ديوه کلي خلک په يوه ژبه خبري کوي . په دې برخه کې د هغو ژبو په اړه معلومات وړاندى کيږي چې ليک دود لري .
د قفقازى ژبو په سر کې گرجستاني ژبه ده ، چې له نورو قفقازى ژبو نه ډېر ويونکي لرى او يوازۍ ژبه ده چې ډير بډايى ادبي ميرات لري . د قفقازي ژبې نور ښاخونه د قفقاز ختيځې او لويديځې ژبو څخه عبارت دي .
د قفقاز له لوېديځو ژبو څخه يو هم آبخازي ژبه ده ، چې نژدې يو لک آبخازي وگړې په دې باندې خبري کوي . د آبخازيا پلازمينه د سوخومي ښار دى . آبخازيا د گرجستان يو کورواکه جمهوريت دى او د گرجستان په شمال لوېديځه څنډه د تور سمندرگي په ساحل کې پروت دى . د قفقاز په شمالي برخه کې د فدراتبيفې روسيې پورى مربوط د آديگه کورواکه جمهوريت موقعيت لري، پلامېنه يې مايکوب دى . ددې سيمې نژدې يو لک وگړي په آديجيايى ژبه باندې خبرې کوي . د قفقاز په لويديځه برخه کې د فدراتيفې روسيې پورې مربوط د قره چاى چرکس (پا زمينه چرکسک) او کاباردين- بالکار پلازمينه چيک) موقعيت لري . ددې جمهوريتونو نژدى (٣٥٠٠٠٠) وگړي په کار بار دينى ژبه باندې خبرې کوى . د قفقاز په ختيځه برخه کې د روسيې فدراتيف پورې مربوط د چيچن- اينگوش کورواکه جمهوريت پروت دى . په چيچن کې (٧٥٠٠٠٠) وگړي په چيچني ژبه او په اينگوش کې (١٨٠٠٠٠) وگړي په اينگوشي ژبه خبرې کوي . د قفقاز په لوېديځه برخه کې په فدراتيفې روسيي پورې مربوط د داغستان کورواکه جمهوريت چې پلازمېنه يې (ماخاچ قلعه) دى موقعيت لري . د داغستان اوسېدونکى په دريشو قفقازي ژبو باندې خبري کوي . د دغو ژبو له جملې څخه پنځه ژبې ليک دود لرى . د داغستان په لوېديځه برخه کې (٥٠٠٠٠٠) په آورى ژبه خبرې کوي . د داغستان په شمال ختيځه برخه کې (٣٥٠٠٠٠) وگړئ په لزگي ژبه خبرې کوى . په دار قينى ژبه باندې (٢٨٠٠٠٠)، په لکي ژبه باندې (١٠٠٠٠٠) او په تاباسارى ژبه باندي (٧٥٠٠٠) وگړي خبرې کوي (١٢) .
څرنگه چې مخکې وويل شول، د قفقاز په سيمه کې درې مستقل هيوادونه ، چې د ملگرو ملتونو په سازمان کې فعال غړيتوب لرى موجود دي . په پورته د قفقاز سيمې د جغرافيايي خصوصياتو په اړه په عمومى ډول معلومات وړاندې شول ، په دې برخه کې لا زم بولم چې د قفقاز د مستقلو هيوادونو د جغرافيايي خصوصياتو په اړه هم لنډ معلومات وړاندې کړم :
گرجستان: گرجستان د قفقاز په سيمه د تورې بحيرې پر څنډه ، د ترکيې او روسيې ترمنځ د ختيځ طول البلد د ٤٢-٤٦ درجو او د شمالي عرض البلد ٤٠-٤٤ درجو ترمنځ موقعيت لري. مساحت يې ٧٦٩٠٠ کيلومتر مربع دى . شمال خواته يې روسيه ، سوېل خواته يې ترکيه او ارمنستان، لوېديځ خواته يې تورسمندرگى پروت دى . مهم غرونه يې د کوچني قفقاز او لوى قفقاز غرونه دي ، چې لوړه څوکه يې البرز نوميږى او ٥٦٣٢ متره لوړوالى لري .
د گرجستان ډېر لوى سيند (کورا) وروسته له دې چې د آذربايجان له جمهوريت څخه تېر شي ، د کسپين سمندرگي کې توئيږي . د گرجستان په لويديځه خوا کې تور سمندرگى موقعيت لري . گرجستان له همدې لارې ، د تور سمندرگي په شاوخوا کې له پرتو اروپايي هيوادونو او ترکيې سره اړيکې لري. له تور سمندرگي سره د گاونډيتوب له امله د گرجستان شمالي او شمال لوېديځې سيمې ځنگلي دي . د گرجستان په سوېل لوېديځه څنډه کې د باتومي بندر د دغه هيواد د تېلو او نورو صادراتي مالونو لپاره گټوره لاره بلل کيږي .
په عمومي ډول د سمندر له سطحې څخه د گرجستان ډېره ټيټه سيمه د تور سمندرگي سواحل صفر متره او تر ټولو جگه سيمه ((گوره کزبيک)) ، چې ٥٠٤٨ متره لوړوالي لري .
د گرجستان پلازمينه د تبليسې ښار دى . د ١٩٩٨ز کال د سر شميرنې له مخې د تبليسې وگړي ١٣٤٢٠٠٠ تنه اټکل شوي وو . د ١٩٩٩ز کال د سر شمېرنې له مخې د گرجستان ټول وگړي ٥٠٦٦٤٩٩ تنو ته رسيږى . گرجستان دا داري وېش له پلوه په ٥٣ ولايتونو ، ٩ ښارونو او دوه کورواکه جمهوريتونو باندې وېشل شوى دى (١٣) .
آذربايجان: د آذربايجان هيواد د قفقاز په حوزه کې د قفقاز د غرونو په سويلې لمنو کې د کسپين سمندرگي په لويديځه غاړه کې پروت . د آذربايجان شمال لورته د روسيې فدراتيف جمهوريت، ختيځ لورته يې د کسپين سمندرگى، سويلې لورته يې ايران او لويديځ لورته يې ارمنستان او گرجستان پراته دى .
ددې هيواد په شمالي او لويديځ خوا کې د لوى قفقاز غرونه موقعيت لرى ، چې لوړه څوکه يې د بازار دوزو په نوم ياديږي او ٤٤٦٦ متره لوړوالى لري . د کورا او مغان دښتې د شمال لوېديځ لورته د جنوب ختيځ پر لور پرتې دي ، د کورا سيند کله چې له گرجستان څخه د آذربايجان خاورې ته دا خليږى له نوموړي دښتو څخه تيريږي او بيا د ارس سيند سره يو ځاى کيږي او په پاى کې د کسپين سمندرگي سره گډيږي . د آذربايجان غرنۍ برخې د ځنگلونو پواسطه پټې شوې دي . تيل، گاز، مس، اوسپنه او المونيم د آذربايجان د مهمو طبيعى زيرمو له جملې څخه دي . پنبه، غله باب او چاى د مهمو زراعتى محصولا تو له جملې څخه دي (١٤) .
د آذربايجان پلازمينه د باکو ښار او بندر دى ، دغه ښار او بندر د ((آب شوران)) په جزيره کې پروت دى . د کسپين په سمندرگي کې د باکو بندر له مهمو نړيوالو بندرونو څخه شمېرل کيږي . د آذربايجان د ټول مساحت ٦٠ سلنه يې غرونه تشکيلوي . د لوي قفقاز غرونه ، د کوچني قفقاز غرونه، د طالش غرونه د آذربايجان له مهمو غرونو څخه شمېرل کيږي . آذربايجان د سمندر له سطحى څخه نژدې ٦٥٧ متره لوړوالى لري (١٥) .
ارمنستان : د ارمنستان جمهوريت د قفقاز د هيوادونو په ډله کې ، د آسيا په جنوب لوېديځه برخه کې ، د شمالي عرض البلد د ٣٨-٤١ درجو او د ختيځ طول البلد د ٤٢-٤٦ درجو ترمنځ موقعيت لري .
ارمنستان ٢٩٨٠٠ کيلومتر مربع مساحت لري . وچه برخه يې ٢٨٤٠٠ کيلومتر مربع ، او د اوبو برخه يې ١٤٠٠ کيلومتر مربع ده . د ارمنستان شمال خواته گرجستان ، سوېل خواته ترکيه، ايران او آذربايجان او لوېديځ خواته يې هم ترکيه پرته ده .
د ارمنستان مهم غرونه د کمکي قفقاز غرونه دي ، چې لوړه څوکه يې الاگز ٤١١٠ متره او اراگانس ٤٠٩٥ متره لوړوالي لري . ټول ارمنستان د کمکي قفقاز په غرونو کې پروت هيواد دى، چې د سمندر له سطحې څخه لوړ موقعيت لري . له همدې کبله د دغه هيواد اقليم غرني دي . دوبي يې تاوده او ژمي يې ساړه او واورين دي .
د ارمنستان پلازمينه ايريوان دى . د ١٩٩٩ز کال د سر شميرنې له مخې د ايريوان وگړۍ ٣٤٠٩٢٣٤ تنه اټکل شوي وو . ارمنستان د اداري ويش له پلوه په لسو ولايتونو او يوه ښار ويشل شوي دى . د ارمنستان خلک سپين آريايى نژاد دي . د نوموړي هيواد په سلو کې ٩٣ تنه ارمني ، ٣ تنه روسي او ٢ تنه کردان دي . (١٦)
منابع او ماخذونه
١- بهران امير احمديان، جغرافيه قفقاز، دفتر مطالعات سياسي و بين المللى، تهران ، ١٣٧٦هـ ش (ص ١٦) .
٢- ډاکتر بهرام امير احمديان، جغرافيه کامل قفقاز، سازمان جغرافيايى نيرو هاى مسلح، تهران، ١٣٨١ هـ ش ، (ص ٣٧) .
٣- بهرام امير احمديان ، جغرافياى قفقاز، دفتر مطالعات سياسى و بين المللى ، تهران ١٣٧٦ هـ ش ، (ص ٢٩) .
٤- ويکى پديا ، دانشنامه آزاد .
٥- بهرام امير احمديان، جغرافياى قفقاز، تهران، ١٣٧٦ هـ ش (ص ٣٠) .
٦- پورتنې اثر ٢٤١ مخ .
٧- بهرام امير احمديان، جغرافياى قفقاز، دفتر مطالعات سياسى و بين المللى، تهران، ١٣٧٦ هـ ش ، (ص ٢٨) .
٨- http://Fa.wikipedia.org/wiki/
١٠- http://Fa.wikipedia.org/wiki/
١٢- کنست کاتسنر، زبانهاى جهان، مترجم: رضا هيرمندى ، تهران ، ١٣٧٦ هـ ش ،
(صفحه ٢٨) .
١٣- احسان الله آرين زى، د نړۍ هينداره ، آسيا، د ساپي د پښتو خېړنو او پراختيا مرکز، پيښور، ١٣٨٢ هـ ش ، (٥٣٣ مخ) .
١٤- مهندس عباس جعفرى ، گيتاشناسى نوين کشور ها ، تهران ، ١٣٨٤ صفحه ٦٥ .
١٥- ډاکتر بهرام امير احمديان، جغرافياى کامل قفقاز ، تهران، ١٣٨١ هـ ش ، (ص ١١٠) .
١٦- احسان الله آرين زى ، د نړۍ هينداره ، آسيا ، د سپاي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز، پيښور ، ١٣٨٢ هـ ل (٤٠-٤١ مخونه) .