د ملي ادب او ژورناليزم خادم

          ((د ملي ادب او ژورناليزم خادم)) هغه کتاب دى ، چې په ١٣٦٨ هـ ل کال کې د افغانستان د ژورناليستانو د اتحاديي لخوا په دولتي مطبعه کې چاپ شوي دى . ددې کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى . په دې کتاب کې د استاد خادم د ژوند او ژورناليستي خدمتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې شوي دي . کتاب د ليکوال په سريزې سره پيل کيږي ، بيا وروسته د کتاب اصلى متن دى ، چې ٨١ مخونه لرى ، د سريزې په يوه برخه کې د استاد خادم صاحب د ژورناليستي خدمتونو په اړه داسي لېکل شوي دى : ((استاد قيام الدين خادم زمونږ د هيواد مشهور پوه ليکوال، شاعر، ژورناليست او اجتماعي شخصيت و . هغه د خپل ژوند په مختلفو دورو کې د زيري ، اتحاد مشرقي او افغان ولس د جريدو ، د کابل مجلې او د طلوع افغان ، اصلاح او هيواد د ورځپاڼو مسئول مدير پاته شوى او زمونږ د لرغوني ، تاريخي هيواد له مجلو ، جريدو ، ورځپاڼو او راډيو سره يې پرله پسې قلمي همکاري کړې ده )) .

          نوموړي کتاب د دوهم ځل لپاره په ١٣٨٨ هـ ل کال کې د افغانستان د قلم ټولنې او گويته انستيتوت لخوا د حاجى محمد حسن حسام په اهتمام چاپ شو .

          درېيم ځل لپاره په ١٣٨٧ هـ ل کال کې د استاد خادم صاحب د کورنۍ لخوا د استاد خادم د مړينې د ٢٩ تلين په مناسبت چاپ شو .