د ملنگ جان خوږې نغمې

          د ملنگ جان خوږې نغمې ياد ملنگ جان شعري کليات په لومړي ځل د ١٣٣٥ هـ ل کال د زمري په مياشت د پښتو ټولنې د ادبياتو څانگې لخوا د څېړنپوه عبدالله بختاني خدمتگار په زيار او اهتمام د کابل په عمومي مطبعه کې په ١٨٦ مخونو کې چاپ شو .

          د کتاب په پيل کې د پښتو ټولنې د تاريخ او ادبياتو د لوى مدير ښاغلي محمد حسن ضمير صافى لخوا يو تقريظ وړاندې شوى دى . د نوموړى تقريظ په يوه برخه کې داسي ليکل شوى دى ((ملنگ جان په پښتو او پښتنو مين ، يو حساس او دردمند زلمى او تر هر څه ډير د علم او عمل طرفدار دى ، له گوندۍ او ځان ځانۍ سره سخته دښمني لري ، له هر شعر او هرې نغمې نه يي د يووالي او اتفاق غږ پورته کيږي .

          پښتو ټولنه چې د پښتني کلتور او ثقافت د ژوندي ساتلو يواځنۍ مسئوله موسسه ده او د ملي ژبې ژوند له کول ، علمي کول او خپرول خپل لومړى کار بولي ، نو معقول او په ځاى ورته ښکاره شوه، چې د ملنگ جان خوږې نغمې کتاب خپور کړى . د پښتو ټولنې د تاريخ او ادبياتو څانگه له ښاغلي عبدالله بختاني څخه چې ددې کتاب په ټولولو او ليکلو کې يې ډير زيار ايستلي دى مننه کوي )) .

             د تقريظ نه وروسته د ((ملنگ جان وپيژنئ)) تر عنوان لاندې د ملنگ جان ژوند ليک د کتاب د ټولوونکى په قلم وړاندي شوى دى .

 

          په ١٣٤٨ هـ ل کال کې د ملنگ جان خوږې نغمې د دوهم ځل لپاره بيا د پښتو ټولنې لخوا د ملنگ جان د نورو شعرونو په زياتولو سره چاپ شو . د دوهم چاپ په پيل کې د پښتو تولنې د مشر پوهاند صديق الله رښتين لخوا يو تقريظ وړاندې شوى دى . په دې برخه کې د نوموړي تقريظ څو کرښې وړاندې کيږي : (( پښتو ټولنه په افغانستان کې د ادب د پالنې ، روزنې يو مهم مرکز دى ، چې تر اوسه يې پدغه لياره کې ډير مهم گامونه اخيستي دي ، او د پخوانيو او اوسنيو شاعرانو غوره مرغلري يې د ادب مينانو ته وړاندي کړي دي .

          د ملنگ جان د خوږو نغمو شوقيان ډير وو ، او د هيواد د سندرغاړو تنده زياته وه ، نو د دغه کتاب لومړى چاپ په تيرو ديارلسو کالو کې خلاص شو . د ملنگ جان د اشعارو د شوق منو په غوښتنه پښتو تولنې وغوښتل چې دغه خوږې نغمې بيا چاپ کړي . دا ځل ښاغلي بختاني بيا زيار وويست او نور اشعار يې هم ورسره يو ځاى کړل ، ما پخپله د وظيفې او علاقې په نامه ټول کتاب له اول نه تر آخره وکوت او د چاپ له پاره مطبعي ته واستول شو)) .

          بايد ووايو چې د ملنگ جان ((د خوږې نغمې)) د کتاب د لومړي ټوک او بيا ورپسې په دوهم ټوک کې ور زيات شوي شعرونه، يو څه پخپله د ملنگ جان په مرسته ، يو څه د هغه د سندرغاړو شاگردانو له خولو څخه د استاد بختاني په زيار راټول شوي ، ايډيټ شوي او ترتيب شوي دي . د ترتيب په وخت کښې د موسيقۍ د آهنگونو په بنا دغه اولسي سندرې د سندريز فورم ، ( مثلاً چاربيتې، غزل، رباعي او نورم له مخه مشخص او بيل شوي دي . په دې برخو کښې گران لوستونکي او څېړندويان د (زه، ملنگ جان او خوږې نغمې) له کتابه زيات او پراخ معلومات ترلاسه کولى شي .