څېړنوال عبدالرحيم بختانى

د ګرجستان لنډه جغرافيه

د ګرجستان په شمال او شمال ختیځه برخه کې روسیه، په لویدیځه برخه کې یې تور سمندرګۍ او ترکیه، سویل او سویل ختیځه برخه کې ارمنستان او آذربایجان پروت دي . ګرجستان ۷۰۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري او ۵.۴میلیونه وګړي په ګرجستان کې ژوند کوي.

ګرجستان د تورسمندرګي سره اوږد سمندري سرحد لري همدارنګه ګرجستان د لوړو غرونو او لویو سیندونو په درلودلو سره د ښه اقلیم درلودونکي دی. (١)

ګرجستان د قفقاز په مرکزي او لویدیځه برخه کې د شمالي عرض البلد د ۴۱ درجې او ۷دقیقې نه تر ۴۳درجې او ۳۵دقیقې پورې، او د ختیځ طول البلد د ۴۰ درجې او ۴ دقیقې نه تر ۴۶درجې او ۴۲دقیقې پورې موقعیت لري. د ګرجستان ټول سرحدونه ۱۹۶۹.۸کیلومترو ته رسېږي.

ګرجستان په شمالي برخه کې د روسیې فدراتیف جمهوریت سره ۸۰۷.۶کیلومتر ګډه پوله لري دغه ګډه سرحدي پوله د پوځي اوستراتیژیک موقعیت له امله ډېر اهمیت لري په حقیقت کې دغه پوله د روسیې طبیعي پولې په سویلي برخه کې تشکیلوي او دغه طبیعي سرحدي پوله د قفقاز لوړ غرونه دي، چې ددې غرونو په سویلي برخه کې ګرجستان او په شمالي برخه کې د روسیې فدراتیف جمهوریت کورواکه جمهوریتونه موقعیت لري . دغه کورواکه جمهوریتونه په ترتیب سره له ختیځ نه د لویدیځ پر لور د داغستان، چچین، اینګوش، شمالي اوسیتیا، کارباردا، بالکار او قره چای- چرکس د روسیې په سویلي پولو کې موقعیت لري ددې سرحدي سیمې ساتل او امنیت د روسیې لپاره حیاتي اهمیت لري.

دغه سرحدي پوله د تزارې روسیې او شوروي اتحاد پر مهال هم د اهمیت وړ وه او ددې طبیعي سرحداتو د کنټرول او نیولو لپاره بې شمېره جګړې او شخړې شوې دي.

ګرجستان په ختیځه برخه کې د آذربایجان سره ۳۷۴.۴کیلومتره ګډه پوله لري ددې سرحدي پولې په دریو برخو کې د ګرجستان او کسپین سمندرګۍ، ایران او آذربایجان ترمنځ تګ راتګ کېږي. په دې لارو کې د ریل ګاډي او موټر په واسطه تګ راتګ کېږي. همدارنګه ددې لارې نه د باکو – باتومي او باکو – سوپسا د تېلو د انتقال نلونه تېر شوي دي د ګرجستان او ارمنستان ترمنځ ۲۱۶.۷کیلومتره او د ګرجستان او ترکیې ترمنځ ۲۵۶.۱کیلومتره ګډه پوله ده په لویدیځه خوا یې ګرجستان د تور سمندرګي سره ۳۱۵کیلومتره ګډه پوله لري.

غرونه : ګرجستان یو غرنی هېواد دی، چې نېږدې په سلو کې ۸۰برخه یې غرونه او غونډۍ تشکیلوي د ګرجستان په شمال کې د قفقاز لوی غرونه موقعیت لري، دغه غرونه په ګرجي ژبه د «کاوکاسیونی» په نوم یادېږي دغه غرونه هر څومره چې سویل خواته راځي لوړوالې یې کمېږي او په پای کې په غونډیو باندې بدلېږي د قفقاز لوی غرونه تل په واورو باندې پټ وي. د قفقاز د لویو غرونو ډېره لوړه برخه ۴۵۰۰ متره لوړوالی لري په دې ځای کې ځینې نورې لوړې څوکې شته، چې د ټولو نه ډېره مهمه لوړه څوکه یې د شخارا (۵۲۰۱متر) څوکه ده او د جانګي تائو(۵۰۴۹متر)، ګیستولا(۴۸۵۹متر) او قازبک (۵۰۴۷متر) هم لوړې دي.

د ګرجستان په سویلي برخه کې د قفقاز کوچني غرونه موقعیت لري د قفقاز کوچنیو غرونو کې د مسختی دغرونو لړۍ دي، چې په آجاریا کې د تور سمندرګي د سواحلو څخه پيلېږي او د کولخیس په سویلي خوا کې تمامېږي ددې غرونو لوړې څوکې ۳۰۰۰ متر لوړوالی لري ځینې نورې څوکې لکه ( مپیس تسکارو ۲۸۵۰متر ) او ځینې کوتلونه یې ۲۰۰۰ او ۱۵۰۰ متره لوړوالی لري   ٢

د ګرجستان اقليم : د قفقاز غرونه، تورسمندرګي  او د کسپین سمندرګي د ګرجستان په اقلیم کې ډېر ښه او ګټور اثر کړی دی ځکه چې « که څوک ګرجستان ته سفر وکړي او د ګرجستان په مختلفو برخو کې وګرځي کولای شي، چې د کال څلور فصلونه وګوري مثلاپه لوړو غرونو کې واورې او باران، په ټېټو غرونو کې شنې ونې او ځنګلونه، په ټېټو غونډیو کې شنه واښه او ګلونه او د تور سمندرګي په سواحلو کې د خرما د ونو په منځ کې د اوړي په شان ګرمه هوا لري.

د ګرجستان ختیځه برخه د ګرجستان د لویدیځې برخې په نسبت لږ باران او وچ اقلیم لري. د ګرجستان لویدیځه برخه مرطوبه هوا لري په دې برخه کې په ټول کال کې د ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ملي متره پورې باران ورېږي د کولخیس سویلي برخې ډېر باران لري په کال کې ۲۵۰۰  ملي متره باران ورېږي د ګرجستان په شمالي برخو کې هوا دومره رطوبت نه لري د پوتي په سیمو کې ۱۶۵۰متره او د سوخوې شاوخوا کې ۱۴۰۰ ملي متره باران ورېږي.

دګرجستان په لویدیځه برخه کې ملایم او تود ژمی وي ددې برخې په هغو سیمو کې چې د ۶۰۰ او ۷۰۰ مترو پورې لوړوالی لري د ژمی په موسم کې هېڅ وخت د حرارت درجه د صفر څخه ښکته شوې نه ده په دغو سیمو کې په ټول ژمې کې واښه او ونې شنه وي د کولخیس په ډېرو برخو کې د جنورۍ په میاشت کې د حرارت درجه د ۴- ۶ سانتي ګراد او په جولای کې د ۲۲- ۲۳ سانتي ګراد درجو پورې وي د حرارت درجه په پوتي کې د جنورۍ په میاشت کې ۴ـ ۵ سانتي ګراد، په ساکارا کې ۳ سانتي ګراد، د اکتوبر په پوتي کې ۲۳سانتي ګراد او ساکارا کې ۲۴سانتي ګراد درجو پورې وي.

د تور سمندرګي په ختیځو سواحلو کې زیاتره وخت توده هوا اوګرم لمر لري د ډسمبر په میاشت کې کله چې په غرنیو سیمو کې واوره ورېږي په کولخیس کې ونې او بوټې شنې وي.

د بورژومې په دره کې حرارت د کال په پنځه میاشتو کې د سانتي ګراد د لسو درجو په شاوخوا کې او د وړي په موسم کې د ۱۵درجو سانتې ګراد شاوخوا کې وي ددې سیمې په ځینو ځایونو کې په ژمي کې د ۳ نه تر ۷ درجو سانتي ګراد پورې رسېږي. (٣)

د ګرجستان سيندونه : د سورامي، مسختي او آرسیاني د غرونو لړۍ د ګرجستان سیندونه په دوو برخو یعنې د کسپین سمندرګي او  تور سمندرګي باندې تقسیموي د تور سمندرګي د حوزې سیندونه ډېرې اوبه لري. د ګرجستان په لویدیځه برخه کې لوی سیند د «ایوني» سیند دی دغه سیند د قفقاز د لویو غرونو د سلسلې نه د «پاسیمتا» د غره نه سرچینه اخلي د ریوني سیند د پېل نه تر کوتایسي پورې د غرونو په منځ کې په ډېره تندۍ سره د تنګې درې په منځ کې بهېږي ددې سیند د پاسه د «ریوني» او «ګوماتي» په نومونو د برېښنا بندونه جوړ شوي دي ددې بندونو نه وروسته د سیند د تیز والي جریان کمېږي د کوتایسي په سویلي برخه کې د کولخیس په اواره سیمو کې خپل مسیر ته دوام ورکوي د قویریلا، خانیستسقالي، تسخنیس تسقالی، تخوري سیندونه د ریوني سیند مهم مرستیالان دي نوموړي سیندونه د کوچني قفقاز او لوی قفقاز د غرونو نه سرچینه اخلی.

د ګرجستان دوهم لوی سیند د «اینګوري» سیند دی ددې سیند د لویوالي اساسي علت دادی چې دا سیند دقفقاز د لوی یخچال چې په ډېره لوړه څوکه کې موقعیت لري پېلېږي. د اینګوري سیند د سرچینې نه تر کولخیس پورې د جواري په تنګه دره کې په ډېره تندۍ سره بهېږي ددې سیند د پاسه د «اینګوري» د برېښنا بند جوړ شوی دی د جواري د تنګې درې نه وروسته ددې سیند تیزوالي کمېږي.

د ګرجستان نور مهم سیندونه تسخینس تسقالي، کودوری او بزیب سیندونه دي، چې دغه سیندونه هم د لوی قفقاز د یخچالونو څخه سرچینه نیسي د ګرجستان نور سیندونه چې د تور سمندرګۍ په سواحلو کې موقعیت لري د خوبي، تخوري، ګالیذګا او کلاسیوري سیندونه دي.

دغه سیندونه د باران داوبو په واسطه تغذیه کېږي. ددې سیندونو د اوبو زیاتوالي او کموالي د بارانونو پورې اړه لري په ځانګړي ډول د پسرلي او مني په موسمونو کې اوبه یې زیاتېږي.

د باتومي په سویلي برخه کې دچوروخ سیند په تور سمندرګۍ کې ګډېږي ددې سیند د سرچینې ځای د ګرجستان د خاورې نه د باندې په ترکیه کې دي د چوروخ د سیند لوی مرستیال د آجاریستسقالي سیند دی چې د ګرجستان په خاوره کې د آرسیاني د غره نه سرچینه اخلي.

د «سوپسا» او «ناتابني» سیندونه د مسختي د غرونو څخه سرچینه اخلي او بیا د تورسمندرګۍ سره یو ځای کېږي دغه سیندونه د باران په اوبو باندې تغذیه کېږي او بیا د کولخیس په اوارو ځمکو کې بهېږي.

د «کور» یا «کورا» سیند د ګرجستان د هغو سیندونو له جملې څخه دي، چې د ټولو نه ډېر اوږدوالي لري نوموړي سیند په ترکیه کې د آناتولي د غرونو د لوړې څوکې څخه سرچینه اخلي بیا د بورژومي تنګې درې نه ترېږي او د کارتلي دښتو ته داخلېږي د کورا سیند ډېر مرستیالان لري چې په دوو برخو باندې وېشل کېږي لومړی برخه یې د لوی قفقاز د غرونو څخه سرچینه اخلي.

دغه سیندونه د لیاخوي، اراګوي او الازاني د سیندونو څخه عبارت دي دوهمه برخه یې د کوچنۍ قفقاز د غرونو څخه سرچینه اخلي او د دزاماز، تانا، تدزامي، آلګتي او خرامي سیندونو څخه عبارت دي.

د آرسیاني د غرونو څخه وروسته د «کوابلیاني» سیند د کورا د سیند سره یو ځای کېږي دغه سیندونه د کورا د سیند د مهمو مرستیالانو څخه شمېرل کېږي. په پسرلي او د اوړي په پېل کې کله چې واوري ویلي کېږي ددې سیند اوبه زیاتېږي.

د ګرجستان سیندونه ډېر اقتصادي اهمیت لري په سیمه کې د ګرجستان د اوبو برېښنا لومړي ځای لري د ګرجستان د سیندونو د برېښنا ظرفیت په کال کې ۱۸.۲میلیونه کیلوواټه اټکل شوی دی یوازې د ریوني سیند د برېښنا ظرفیت په کال کې ۱.۳ میلیون کیلوواټ اټکل شوی دی په عمومي ډول د ګرجستان د لویدیځي برخې د سیندونو د برېښنا ظرفیت په کال کې ۱۳.۵میلیون کیلوواټ دی.

د ګرجستان په ختیځو برخو کې د کورا، اراګوی، الازاني او خرامي سیندونه د برېښنا د تولید ډېر ظرفیت لري ددغو سیندونو د برېښنا ظرفیت ۴.۷میلیون کیلوواټ دي.

د ګرجستان د سیندونو نه د لرغونې زمانې نه تر اوسه پورې د کورا، الازاني، ریورني، تسخینس تسقالي، قویریلا او ځینې نورو کوچنیو سیندونو د اوبو څخه د کرڼې او اوبو لګولو په سیستمونو کې ښه ګته اخېستل کېږي.

د ګرجستان ډنډونه :  په ګرجستان کې لوی ډنډونه نشته او کوچنی طبیعي او مصنوعي ډنډونه ډېر دي ددې ځای ډنډونه کوچنۍ مګر ډېر ښکلي دي د جاواختي په لوړو سیمو کې ډېر ډنډونه شته، چې د ټولو نه لوی د « تاباتسقوري»، « ماداتاپا»، «ساګامو»، «خوزاپیني» او «خانچالي» ډنډونه دي دغه ډنډونه د باران او ځمکې لاندې اوبو څخه تغذیه کېږي د «کلي» په لوړو اورغورځونکو سیمو کې ډېر ډنډونه شته چې د ټولو نه لوی ډنډ د کلي ډنډ دی ددغه ډنډ ځینې ځایونه ۷۰ متره ژوروالي لري د نوموړي ډنډ څخه د «کیساني» سیند سرچینه اخلي.

د ګرجستان په لویدیځه برخه کې په ډېره اندازه کوچنۍ ډنډونه شته. د لوی قفقاز په برخو کې په ځانګړې توګه په لویدیځه برخه کې ډېر شمېر هغه ډونډونه دي، چې د یخچالونو څخه اوبه اخلي. په آبخازستان په یوه تنګه دره کې یو حیرانوونکي او د پاملرنې وړ ډنډ د «ریتسا» په نوم شته، چې هره ورځ ددې ډنډ د سیل لپاره د نړۍ ډېر توریستان ورځي. د تور سمندرګۍ په سواحلو کې د «پالناسومي» ډنډ د یادونې وړ دی چې د پوکي بندر تر څنګ موقعیت لري.

د ګرجستان په ختیځه برخه کې د «دوشتي» په ښارګوټي کې د «بازالتي» ډنډ موقعیت لري د تبلیسي په ښار کې یو کوچنۍ ډنډ چې د «لیسي» په نوم یادېږي شته. د روستاوی ښار ته نږدې د «جانداري» ډنډ موقعیت لري.

سویلي برخه کې د «کومیسي» ډنډ دی په ګرجستان کې یو شمېر مصنوعي ډنډونه هم شته، چې ځینې یې د طبیعي ډنډونو نه هم لوی دی د تبلیسي د سامګوري په دښته کې د تبلیسي د ګرجستان په سویلي لوړو ځمکو کې د «تسالګر» د تقیبولي ښارګوټي ته نږدې «شائوري» او د تیانیتي ښارګوټي نږدې د «سیوني» ډنډونه موقعیت لري.

د ګرجستان يخچالونه : د قفقاز غرونو په مرکزي برخه د ګرجستان په خاوره کې یو شمېر ډېر یخچالونه موجود دي ددغو یخچالونو موجودیت طبیعي خبره ده، ځکه چې ددغو غرونو لویدیځه برخه یې د بحر سطحي نه ۳۰۰۰ متره او ختیځه برخه یې ۳۴۰۰ متره په لوړه سطحه کې واقع ده د لوی قفقاز سلګونو څوکې ددې نه په لوړه سطحه کې موقعیت لري د ګرجستان ډېر پخچالونه د لوی قفقاز دغرونو په سویلي لمنو کې پراته دي د ګرجستان ډېر یخچالونه لوی لوی دي د اینګوري سیند په حوزه کې ۱۷۰یخچالونه موجود دي، چې د ټولو نه لوی یخچالونه دا دي : « توپیري»، چې ۱۰ کیلومتره اوږدوالي لري، « لکزیري» چې ۱۳.۵کیلومتره اوږدوالي لري او «تساتري» چې ۱۲کیلومتره اوږدوالی لري.

د ګرجستان لوی یخچالونه قازبک او ګیمارای - خوخ یخچالونه دي چې ۱۲۰ کیلومتر مربع مساحت لري هغه یخچالونه چې توریستان یې ډېر ښه پېژنې د «اورتسیوري» او «دو دوراک» یخچالونه دي یو شمېر لوی یخچالونه د ریوني سیند په حوزه کې موقعیت لري دغه یخچالونه د «کیرتیشو»، « زوپخیتو» او «ادنا» یخچالونه دي.

یخچالونه ډېر اقتصادي اهمیت هم لري دغه یخچالونه د ګرجستان لویو سیندونو ته اوبه ورکوي او د اوړي په موسم کې ددغو یخچالونو اوبو د ریوني، اینګوري، ترک او د نورو سیندونو له اوبو سره یو ځای کېږي.

د ګرجستان معدني اوبه :

د قفقاز په سویلي برخو او په ځانګړې توګه په ګرجستان کې د ګرمو او معدني اوبو چینې شته چې نړیوال ارزښت لري د ګرجستان د «تسقالتوبو»، «بورژومي»، «منجي» او «ماتستا» معدني اوبو د یادونې وړ دي چې په سیمه او نړۍ کې ډېر طبیعي ارزښت لري.

د ګرجستان ځنګلونه او بوټي :

د ګرجستان په خاوره کې نږدې ۴۰۰۰ ډول ډول بوټي شنه کېږي په ګرجستان کې د بوټو مهمه زیرمه د ګرجستان ځنګلونه دي، چې د ګرجستان یو پر درې برخه خاوره یې تشکیلوي د ختیځ ګرجستان بوټي د لویدیځ ګرجستان له بوټو سره توپېر لري د ګرجستان د کولخیس او لویدیځې برخې ډېرې ونې او ګڼ ځنګلونه لري د آجارستان، ګوري او آبخازستان په ټېټو غونډیو کې د چایو او ستروسو باغونه دي د لوی قفقاز په سویلي لمنو کې د انګوري سیند په لویدیځه برخه کې د صنوبر او کاج ځنګلونه دي دا ډول ځنګلونه او ونې د آجارستان په لوړو غرونو کې هم لېدل کېږي.

د ګرجستان ختیځه برخه ډېر لږ ځنګلونه لري. ددې سیمې په لوړو برخو کې د بلوطو ځنګلونه لېدل کېږي چې ډېر ګڼ ځنګلونه دي.

د ناجو ونې د ګرجستان د ختیځې برخې له اقلیم سره ښه توافق لري او دا ډول ونې د مسختي غرونو په سویلي لمنو، د بورژومي په تنګه دره، د اروشتي په لوړو برخو، د مانګلیسي په سیمه ، دتوشتي د سیند په درو او د آرګونې سیند په غاړو کې ډېر پیدا کېږي.

څرنګه چې مخکې وویل شول د ګرجستان یو پر درې برخه یې ځنګلونه دي په پخوا زمانو کې د ګرجستان ډېر برخې په ځنګلونو باندې پټې وي مګر اوس مهال د کارتلي داخلي ځنګلونه، د کاختي ځنګلونه او د  کولخیس د ټېټو سیمو ځنګلونه له منځه تللي دي او د ځنګلونو پر ځای کرنیزې ځمکې جوړې شوي دي. (٤)

 

اخځليکونه :

 

١ـ علیرضا شیخ عطار، ریشه های رفتار سیاسی در آسیای مرکزي و قفقاز، تهران، ۱۳۷۳هـ ش، ۱۳۳مخ.

٢ـ داکتر بهران امیر احمدیان، جغرافیاي کامل قفقاز، سازمان جغرافیایی نیروهای مسلح، تهران، ۱۳۸۱هـ ش، ص ۲۲۸.

٣ـ پورتنی ماخذ، ۲۴۱مخ.

٤ـ پورتنی ماخذ، ۲۵۲- ۲۶۰مخونه.