خوشحال خان او يو څو نور فرهنگيالي خټک

          دا کتاب د سرمحقق عبدالله بختانى لخوا تاليف او په ١٣٨٠ هـ ل کال کې په بلجيم کې د افغانانو د تفاهم ، مرستې او پيوستون ټولنې لخوا په ٤٧٢ مخونو کې چاپ شوي دى . د کتاب په پيل کې د خپرندويې ټولنې يادښت دى . په دې برخه کې د نوموړي يادښت يو څو کرښي وړاندې کوم :

          په دې اثر کې نه يوازې د افغان ملت د يو ستر لارښود ، شاعر مفکر او عالم حضرت خوشال بابا رحمت الله عليه د فکر و خيال ، کار او مبارزې په باب گټور او هر اړخيز معلومات راټول شوي ، بلکې د بابا د کورنۍ او د خټکو د قبيلې د نورو شاعرانو او ليکوالو په باب هم خورا گټور معلومات وړاندې شوي دي .

 وروسته د موضوعاتو فهرست او بيا د ليکوال لخوا د کتاب سريزه وړاندى شوي ده او بيا د کتاب موضوعات پيل کيږي .

          په دى کتاب کې د خوشحال خان خټک او يو شمير نورو خټکو ليکوالو او شاعرانو د ژوند ليکونو او د هغوي د شعرونو په اړه معلومات وړاندى شوي دي .