کليد افغانى

          ((کليد افغانى)) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پښتو د پرمختيا او پياوړتيا آمريت لخوا په ١٣٥٦ هـ ل کال کې په دولتي مطبعه کې چاپ شوى دى .

          ددې کتاب مقدمه، تعليقات، حواشى او لغتنامه د سرمحقق عبدالله بختاني لخوا ليکل شوى دى . ددې کتاب لومړى برخه چې (١٣٣) مخونه کيږي د کتاب په اړه مقدمه او تعليقات دى . بيا وروسته د کتاب اصلى متن پيل کيږي چې د کتاب اصلى متن ((٤١٨)) مخونه لرى .

          د کتاب په پيل کې د پوهاند ډاکټر عبدالرحيم نوين لخوا يوه يادونه وړاندي شوي . چې په دې يادونه کې د کتاب په اړه داسي معلومات وړاندي کړى دى : ((کليد افغانى د پښتو نثر او نظم د منتخباتو هغه مجموعه ده چې انگليسى ليکوال پادرى هيوز پکې د پښتو ژبى د پخوانيو مشهورو ليکوالو او شاعرانو آثار راغونډ کړى دى .

          انگليسى مؤلف دغه کتاب په ١٨٧٢ عيسوى کال په لاهور کې چاپ کړى دى .

          له دې کبله چې د دغه کتاب متن او د پښتو ژبې په باب د پادري هيوز ليکنې د پښتو ژبې د څيړونکو لپاره اهميت لرى . د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پښتو د پرمختيا او پياوړتيا آمريت هغه مربوطو تعليقاتو، حواشيو او يوې جامعې مقدمې سره يو ځاى چاپ کړى دى .

          څيړندوى عبدالله بختاني خدمتگار چې ددې کتاب مقدمه، تعليقات او حواشي يي ليکلي دي د کتاب په باب يوه په زړه پورې څيړنه کړى ده چې باور دى د پښتو ژبې او ادب په باب د عمومي څيړنو له هدف سره به ښه مرسته وکړاى شي )) .