پښتانه شعراء- څلورم ټوک

          ((پښتانه شعراء – څلورم ټوک)) د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار لخوا ليکل شوي، او په ١٣٥٧ هـ ل کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز لخوا په ٤٢٠ مخونو کې چاپ شوي دي . په دې کتاب کې د ١٢٤ شاعرانو ژوند ليکونه او د شعر نمونې وړاندې شوي دي .

          د کتاب په پيل کې د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو انستيتوت لخوا يو يادښت وړاندې شوى دى . ددې کتاب د چاپ د نيټې نه تر اوسه پورې نژدى (٣٣) کاله کيږي او نوموړى کتاب دومره نه پيدا کيږي، په دې برخه کې زما وړانديز دا دى چې دا کتاب له سره د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز لخوا او ياد کوم بل علمي _ څېړنيز مرکز لخوا چاپ شي .