د يونس ديوان
((د يونس ديوان)) په ١٣٥٦ هـ ل کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پښتو د پراختيا او پياوړتيا د آمريت لخوا په ٢٦٨ مخونو په دولتي مطبعه کې چاپ شوي دي .
ددې کتاب قلمې نسخه د افغانستان د جمهورى رياست په کتابتون کى وو، او د سرمحقق عبدالله بختاني لخوا نقل، تصحيح او مقابله شوه او ورباندې اوږده سريزه وليکل شوه .
ددې کتاب په پيل کې د پوهاند ډاکتر عبدالرحيم نوين لخوا لنډ تقريظ وړاندى شوى دى . د تقريظ نه وروسته د کتاب سريزه ده او بيا د کتاب متن پيل کيږي . ددې سريزې په يوه برخه کې د يونس د علمې او ادبي فعاليتونو په اړه داسي معلومات وړاندى شوى دى . ((محمد يونس په پيښور کې علمونه او کتابونه ولوستل . دا چې پرته له پيښور نه دى د علم د تحصيل دپاره يا په بل مطلب بل چيرې هم تللى دى که نه ؟ په دې باره کې پټه خزانه پټه خوله ده او مونږ سره هم څه څرگنده بيلگه نشته، يوازې د شاعر ځينې خپل شعرونه د هغه د مسافرى په باب د حسب و حال په توگه يو څه حال وايي :
په خاطر يې د وصال وطن وريږي
هر چه شپه د جدايۍ پر هيواد که
که تنها د جدايۍ په هيواد يم
چه دې غم راسره مل دي زه پرې ښاد يم
ستا له بى داديه وطن اور شو يونس ته
ښايي که روان شي د يورپ دکن دکــاته
د يونس د علمونو او کتابونو د لوستو په باره کښې بايد دومره ووايو چې يې د ديوان له اشعارونه په عمومي ډول د هغه د علم او فضيلت اندازه لگيږي او څرگنديږي چې په تفسير، حديث، فقه، عربي او فارسي ادبياتو کې د خپلې زمانې په معيار پوره وارد و ، سره ددې هم په وينا کښې يې هيڅ رنگه فضل فروشي او خود نمايي نه وينو)) .