خواجه عبدالله انصارى او دده مناجاتونه
دا کتاب په ١٣٥٥ هـ ل کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پښتو د پرمختيا او پياوړتيا آمريت لخوا په دولتي مطبعه کې چاپ شو . دا کتاب درې برخې لرى لومړۍ برخه يي د خواجه عبدالله انصاري ژوند پيښى نوميږي ، چې د سرمحقق عبدالله بختانى لخوا ليکل شوي دى . د کتاب دغه لومړى برخه ٤٦ مخونه لري چې په هغه کې د خواجه عبدالله انصاري د ژوند ، زده کړي او علمي فعاليتونو په اړه مفصل علمي معلومات وړاندي شوي دي .
د کتاب دويمه برخه د خواجه عبدالله انصاري کتاب ښود او د کتاب دريمه برخه يې د خواجه عبدالله انصارى نغوتى او نمانځنى نوميږي . دويمه او دريمه برخه د استاد محقق حبيب الله رفيع لخوا ژباړل شوي دي .
د کتاب په پيل کې د پوهاند ډاکتر عبدالرحيم نوين لخوا د کتاب په اړه يو يادښت وړاندې شوي دى او بيا پر کتاب باندې پوهاند عبدالحى حبيبى سريزه ليکلي ده . د حبيبى صاحب د سريزى نه وروسته د استاد حبيب الله رفيع لخوا هم يوه سريزه ليکل شوي ده . بيا وروسته د کتاب لومړى برخه پيل کيږي .
ددې کتاب د محتوياتو په اړه د پوهاند عبدالحى حبيبي د سريزې په يوه برخه کې داسي معلومات وړاندې شوي دى : ((دا د خوښۍ ځاى دي، چې سږ کال د هرات د پير د زرم تلين په مناسبت ښاغلى رفيع دده ځينې مناجاتونه او ويناوې په خوږه مسجعه پښتو ترجمه کړې ، ښاغلى خدمتگار ئې پيژندنه وکښله او د کلتور او اطلاعاتو د وزارت په توجه چاپ شوې .
اميد لرم ، چې لوستونکى به د دغه برکته څخه مستفيد شي، او د لوى انصارى د لوړ روحانيت په مرسته به زمونږ افغان ملت ښاد شي . د ښاغلى رفيع دغه ترجمه په داسي ډول ده، چې د انصاري د دري ژبې سجع او ټول او د فنى نثر خوږتياوې هم پکښې خوندي وې ، او دده فکر هم په ښه ډول ځينې وځليږي .
زه ښاغلى مترجم او خپروونکو ته ددې ښه کار مبارکې وايم او د ښاغلى خدمتگار دغه ادبي خدمت ستايم )) .