معاصر اديبان
دغه رساله د سرمحقق عبدالله بختانى خدمتگار لخوا ليکل شوې ده . په دې رساله کې د پښتو ژبې د معاصرو پنځوسو تنو مشهورو او پياوړو ليکوالو او شاعرانو ژوند ليکونه او د شعر نمونى وړاندي شوي ده دغه شاعران دا ښاغلي دي :
محمد گل خان مومند، محمد عثمان پښتون، محمد اعظم ايازى، مولوى صالح محمد کندهارى، محمد عمر بلبل افغان، حاجى ولى محمد مخلص، عبدالهادى داوى، برهان الدين کشککى، امين الله زمريالى، غلام جيلانى جلالى، سيد حسن ((حسن))، سراج الدين سعيد، محمد امين خوگياڼى، عبدالخالق واسعى، پاينده محمد زهير، سيد شمس الدين مجروح، محمد گلاب نورى، عزيز الرحمن سيفى، قيام الدين خادم، عبدالحى حبيبى، گل پاچا الفت، عبدالرحمن پژواک، صديق الله رښتين، عبدالروف بينوا، عبدالخالق اخلاص، غلام رحمان جرار، محمد ارسلان صديقى، محمد ابراهيم ثابت، محمد شاه ارشاد، عبدالشکور رشاد، ملنگ جان، عبدالمنان دردمند، محمد اکبر معتمد، محمد ولى زلمى، محمد موسى شفيق، محمد گلاب ننگرهار، محمد صديق پسرلى، حبيب الله تږى، محمد رحيم الهام، سليمان لايق، محمد ابراهيم عطايى، محمد جان فنا ساپى، سعد الدين شپون، نصرالله حافظ، امان الله سيلاب، عبدالروف قتيل، دوست محمد شينوارى، احسان الله هير او عبدالله بختانى .
نوموړى شاعران د شلمې ميلادي پيړى په دوهمه نيمايى کې ژوند کول .
نوموړې رساله د افغانستان کلنۍ په ((٣٥)) مه گڼه کې چې د ١٣٤٦ او ١٣٤٧ کلونو پورى مربوط وه چاپ شوې ده .
دا رساله د هغې د ليکوال په قلم يوه لنډه سريزه هم لري چې ددې سريزې په يوه برخه کې ددې کتاب د محتوياتو په اړه داسى معلومات وړاندي شوي دي : ((په دغه وخت کې مونږ غواړو چې د پښتو ادب د معاصرې دورې څو تنه مشهور ليکوال او شاعران په لنډه توگه گرانو لوستونکو ته معرفى کړو او د دوي د ژوند او هنر په باره کې څه معلومات وړاندې کړو .
څرنگه چې دا ښاغلي زيات ژوندي دي او که څوک مړه هم دي د دوى ژوندي آثار زمونږ په ژوندانه ښه اثر او مفيده اغيزه لري نو ځکه مونږ دوى (معاصر اديبان) وبلل)) .
ددې رسالې په اړه زما وړانديز دا دى چې دا د ځانله رسالې په بڼه د کومې دولتي او يا غير دولتي علمي او فرهنگي ټولنې يا موسسې لخوا چاپ شي .