څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

پښتو کلي

(څلورم ټوک)

          ((پښتو کلي)) څلورم ټوک د پښتو ژبې درسي کتاب دى . دا کتاب په ١٣٤٥ هـ ل کال کې د پښتو ټولنې لخوا په (١٤٨) مخونو کې چاپ شوى دى . دا کتاب د سرمحقق عبدالله بختاني خدمتگار لخوا ترتيب شوى دى او بيا د پښتو تولنې د يوې کميتي لخوا ورباندى غور او چاپ ته تيار شوو .

          سرمحقق عبدالله بختانى خدمتگار ددې کتاب د ترتيب او چاپ په اړه داسى ليکي : ((د پښتو ټولنې د نوي پروگرام لاندې د نوي نظر ، اصلاح، سمون او لنډيز وظيفه ماته وسپارله شوه . ما د وخت د تقاضا او ضرورت له مخه ، د ژبى د تدريس د نوو ميتودونو په رعايت ، ترممکنه حده پورې ، دغه کار سرته ورساوه او زما کار د ټاکلي کميټې لخوا منظور او دا کتاب بشپړ د پښتو ټولنې لخوا چاپ شو . الحمد لله)) .

          دا کتاب د پوهاند صديق الله رښتين په لنډ تقريظ باندى پيل کيږي . د تقريظ په پيل کې د پښتو کلى گانو لومړئ ، دوهم او دريم ټوکونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي او بيا د پښتو کلي پر څلورم ټوک باندى ليکنه کړي ده چې يوه برخه يې دلته وړاندي کيږى : (( د ١٣٤٥ کال په وروستۍ نيمايى کې د څلورم ټوک په سمون او ليکنه شروع وشوه . ددې ټوک لومړى ترتيب ښاغلي عبدالله بختاني ته وسپارل شو . پس له هغه ورباندې د يوې کميټى له خوا پوره غور وشو او لازم اصلاحات پکې وشول او دا دى ددې کال په حوت کې د چاپ ډگر ته راووت)) .

          بايد ووايو چې دغه کتاب د دوهم چاپ له مهاله پنځلس کاله د مخه د ښاغلي عبدالرءوف بېنوا په قلم ليکل شوى او د مامورينو په پښتو کورسونو کښې تدريس کيده، مگر د وخت په تېريدو بايد د يو ژور نوي نظر، سمون، زياتونو او کمونو نه وروسته بيا چاپ شوى واى ، نو استاد بختاني د پښتو ژبې په تېره بيا د همدې کتاب د تدريس په برخه کښې د خپلو تجربو او د علمي نوي نظر په رڼا کې ، چه نوموړي د ژبې د تدريس په برخه کې له معاصرو پر نسيبو سره د زده کړې ، مطالعې او تجربې څخه ، په بهر کې ترلاسه کړي وو ، دا کار د ظروفو ، شرايطو او امکاناتو په کچه، پخپله وسه، سرته رسولى دى .

          د څلورم ټوک د کميټې د غړو نومونه دا دي :

          پوهاند رشتين د کميټې مشر ، ښاغلى محمد دين ژواک او ښاغلى عبدالرحيم ځدران د کميټې غړي . ددې ټوک او نورو ټوکونو د هر لوست په پاى کې د ښاغلى رښتين له خوا ځينې گرامري لارښوونې او يادونې هم ليکل شوي دي