څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

( خان عبدالغفار خان د استعمار نه پخلاکيدونکى دښمن )

خان عبدالغفار خان سامراجي آشتي نه منين بدوا

 

          ددې کتاب ليکوال ښاغلى عبدالرحمن پهوال دى . دا کتاب په ١٩٨٨ ز کال په کابل کې په بلوڅي ژبه په ٤٢ مخونو کې  ليکل شوى دى او د محمد انور شمسه خيلي په اهتمام چاپ شوى دى . په دې کې د خان عبدالغفار خان او بلوڅو تر مينځ د اړيکو په اړه او د انگريزي استعمار پر ضد د خان عبدالغفار خان د مبارزې په اړه په زړه پورې معلومات وړاندې شوى دى .

          دا کتاب د عبدالرحمن بهوال په سريزې سره پيليږي . او مهم موضوعات يي په لاندې ډول دي : خان عبدالغفار خان د انگريزي استعمار نه پخلاکيدونکى دښمن او د مظلومو خلکو ملاتړ کوونکى ، د بلوڅو مبارزې ته لنډه کتنه ، خان عبدالغفار خان او د بلوڅو آزادى غوښتونکى غورځنگ .

          دا کتاب ډير پخوا چاپ شوى  او اوس دومره نه پيدا کيږي ، په دې اړه زما وړانديز دادى چې دا له سره چاپ شي او پښتو او دري ژبو ته هم وژباړل شي او چاپ شي .