څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

د بابامشالونه

          دا رساله  په ١٣٦٦ هـ ل کال کې دقومونو او قبايلو وزارت  د نشراتو او فر هنگي چارو رياست لخوا په لوړ تيراژ ((٥٠٠٠٠ )) ټوکو د کابل په دولتي مطبعه کې چاپ شوى دى . نوموړې رساله  دسرمحقق عبدالله بختاني خدمتگار
لخوا تر تيب شوې ده .

     په دې رساله  کې دباچاخان دويناووځينې برخې راغلي دي . دا رساله  دخان عبدالغفارخان په دې وينا سره پيل کيږي : ((دقومونو دژوندي کولو او بيدا رولو دپاره داسې کسان په کار دي چې بې غرضه وي ، ديانت دار وي ، ايماندار وي او دخداى دپاره دخپل قام خدمت   ته   تيار وي . چې داسې  کسان په کوم قام کې پيدا شي نود هغوي په کوښښونو هغه قام کې مينه ،محبت ،همدردي ، وروري او عزيزولي پيداشي . هغه قام آبادشي .

          که څه هم دا يوه کوچنۍ رساله ده ، مگر د باچا خان ډيره غوره وينا وې پکې را ټول شوي دي . ددې رسالې  په اړه زما وړانديز دا دى چې له سره بيا چاپ او په دري او انگريزي ژبو وژباړل شي .