څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

 

حضرت باچا خان

ژوند او فلسفه

          دا تاريخي او سياسي کتاب د ايکنات سوارن له خوا تاليف شوى دى . بيا د عبدالغني خان خټک لخوا په خوږه پښتو ژبه ژباړل شوى . وروسته د شمس العارفين عارف په ښکلي پښتو خط باندې خطاطي شوى ، او د لومړي ځل لپاره په ١٩٩٣ ز کال کې په اسلام آباد کې
 د (( پښتو ادبي سوسائټي )) لخوا په ( ٣٨٦ ) مخونو کې چاپ شوى دى.

          د کتاب په پيل کې د عبدالفتح پښتون ، اقبال حسين افکار او انجينر جان نثار لخوا د کتاب او د هغه  د ژباړې په اړه ليکنې شوي دي . وروسته د ( پس منظر او پيش منظر ) تر سر ليک لاندې د محمد افضل خان لخوا يو تقريظ وړاندې شوى دى . بيا د کتاب اصلي متن پيل کيږي .

          څرنگه چې مخکې وويل شو چې دا يو تاريخي کتاب دى چې د باچا خان د ژوند په مهال کې د پښتنو په سيمو کې د انگريزانو  د ظلمونو او د هغو د اهدافو په اړه مفصل معلومات لرى . همدارنگه د انگريزانو د توطيئو او د سيسو په مقابل کې د باچا خان په مشرۍ  د پښتنو د مبارزې په اړه مستند معلومات وړاندې شوي دي .

          ددې کتاب ځينې مهم سر ليکونه په لاندې ډول دي : ايسټ انډياکمپنۍ او په هندوستان د انگريزانو قبضه ،
د تيراه دوادۍ تباهي،  بهادر او غضب ناک پښتون ، پښتون او د خدايي خدمتگار فلسفه ، دقيصه خوانۍ شهيدان ، مهذب څوک دى ؟ انگريز که پښتون ؟ ، حضرت باچا خان او د بنگال مسلمانان ، دوه گاندهيان ، دوه شخصيتونه ، دوه ملگري يوه فلسفه ، د باچا خان د جدوجهد نتيجه .

          دا کتاب نژدې اوه لس کاله مخکې په اسلام آباد کې چاپ شوى اوس مهال د ټولو اړتيا ورته ډير دى . په دې برخه کې زما وړانديز دادى ، چې دا کتاب د افغانستان د علمي او فرهنگي مرکزونو لخوا له سره چاپ شي . زما بل وړانديز دادى چې دا کتاب په دري او نورو ژبو هم وژباړل شي او چاپ شي .