څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
باچا خان
گانگرس او په پښتو نخوا کې ملي سياسي
Bacha Khan
Congress and nationalist Politics in
NWFP
ددې کتاب ليکوال ښاغلى جمعه خان صوفي دى . دا کتاب په ٢٠٠٥ ز کال کې د (( Vanguard Books )) دوين گارد کتاب چاپولو موسسي لخوا په لاهور کې په (٤١٢ ) مخونو کې په انگريزي ژبه چاپ شوى دى .
په دې کتاب کې د هند او پښتو نخوا د سياسي حالاتو په اړه او په دې سياسي حالاتو کې د باچا خان او خدايي خدمتگارو د رول په اړه څيړنه تر سره شوې ده. د نورو جالبو او مهمو سياسي موضوعاتو په څنگ کې د (( ماونټ بيټن )) د سياسي فعاليتونو په اړه چې د هند او پاکستان د ويش په برخه کې يې فعال رول درلود نوي معلومات وړاندې شوي دي . ددې کتاب مهم سر ليکونه په لاندې ډول دي : (( يو نوى پيل ، کانگريسي کيدل ، د مسلمانانو غبرگون ، ډاکتر خان صاحب او د گانکرس وزارت ، د واک بنسټ او احتجاج ،
د کر پس ماموريت ، (( هند پريږدى )) تحريک ، د کانگرس وزارتونه ، (( وويل )) او د هغه ابتکار ، ماونټ بيټن او ويش ، ريفرندم ، قبايلې سيمې او دواک انتقال ، افغانستان او هند کې دواک انتقال ، باچا خان او د هغه تصوير .