د قفقاز سيمه

څېړنوال عبدالرحيم بختاني خدمتګار

د قفقاز ښکلی او غرنۍ سیمه د اسیا په شمال لویدیځه څنډه کې د اروپا او اسیا براعظمونو ترمنځ پرته ده. دغه سیمه د نړۍ د متمدنو سیمو له جملې څخه ګڼل کېږي. د لرغون پېژندونکو د څېړنو له مخې په دې سیمه کې پنځه زره کاله مخکې د میلاد څخه خلکو پرمختللی او متمدن ژوند درلود. د قفقاز سیمه د ښه جغرافیايي موقعیت او ښېرازې او آبادۍ له امله د تاریخ په اوږدو کې د بهرنیو اشغالګرو له خوا تر دوامدارو برید لاندې وه او تر اوسه پورې دغه پروسه دوام لري.

د قفقاز سیمه په مجموعې ډول ۴۰۰ زره کیلومتره مربع مساحت لري اونږدې ۲۲ میلیونه خلک په دې ځای کې ژوند کوي ددې سیمې ختیځ لور ته د کسپین سمندرګۍ او ترکیه، شمال لور ته یې روسیه او سویل خواته ایران پروت دی.

دغه سیمه د کسپین سمندرګۍ او تور سمندرګۍ په منځ کې پرته ده دواړه سمندرګي ددې سیمې اقلیمي، اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت نور هم زیات کړي د لوی قفقاز غرونه چې ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالي لري، قفقاز په دوو برخو وېشلي شمالي او سویلي قفقاز اوس مهال په سویلي قفقاز کې درې هېوادونه ( ګرجستان، ارمنستان او آذربایجان) موقعیت لري او په شمالي قفقاز کې د روسیې فدراتیف جمهوریت پورې محدود لاندې کورواکه جمهوریتونه پراته دي :

۱ـ د داغستان کورواکه جمهوریت

۲ـ د چیچن – اینګوش کورواکه جمهوریت

۳ـ د شمالي اوسیتیا کورواکه جمهوریت

۴ـ د کارباردا – بالکار کورواکه جمهوریت

۵ـ د قارچای – چرکس کورواکه جمهوریت

۶ـ د آدیګه کورواکه جمهوریت

د یادونې وړ ده، چې د آذربایجان په جمهوریت کې هم یوه کورواکه جمهوریت ( د تخجوان کورواکه جمهوریت) او یو کورواکه ولایت ( د نه ګور نه یا قره باغ کورواکه جمهوریت) او د ګرجستان جمهوریت په چوکاټ کې د آبخازستان کورواکه جمهوریت، د آجارستان کورواکه جمهوریت او د سویلي اوسیتیا کورواکه ولایت شامل دي.

په دې لیکنه کې به لومړی د شمالي او سویلي قفقاز د هر جمهوریت په اړه ځانګړې څېړنه وشي او هر اړخیز معلومات به وړاندې شي او وروسته بیا د کسپین سمندرګۍ، د تور سمندرګۍ، د سیوان سمندرګۍ  او په قفقاز کې د ځینو غرونو او سیندونو د پېژندنې او اقلیمي او اقتصادي ارزښت په اړه څېړنه ترسره شي.

د سويلي قفقاز جمهوريتونه

څرنګه چې مخکې وویل شول په سویلي قفقاز کې لاندې درې جمهوریتونه شامل دي :

۱ـ د ګرجستان جمهوریت

۲ـ د آذربایجان جمهوریت

۳ـ د ارمنستان جمهوریت

لومړی به د ګرجستان جمهوریت او په دې جمهوریت کې د آبخازستان، آجارستان او سویلي اوسیتیا د کورواکه جمهوریتونو په اړه معلومات وړاندې شي.

 

 

 

۱ـ ګرجستان Georgia :

د ګرجستان رسمي نوم د ګرجستان جمهوریت دی محلي نوم یې ساکارتولو (Sakartvelo) دی د ګرجستان پلازمینه د تفلیس ( تبلیسي) ښار دی چې په ۱۹۹۸ز کال کې ددې ښار وګړي ۱۳۹۸۹۶۸تنه وو.

ګرجستان خپل استقلال د شوروي اتحاد څخه په ۱۹۹۱زکال د اپریل په ۹مه نېټه ترلاسه کړي دي ددې هېواد ملي ورځ د مې د میاشتې ۲۶مه نېټه ده دا هغه ورځ ده چې د ګرجستان خلکو په لومړي ځل خپل استقلال د روسیې نه په ۱۹۱۸زکال کې اعلان کړی و. (۱)

په لاندې ډول د ګرجستان د تاریخ، جغرافیايي، د ګرجستان سره د افغانستان او سیمې د هېوادونو اړیکې، د ګرجستان نړیوالې او سیمه ییزې ستونزې، د ګرجستان اقتصادي او فرهنګي حالت، ادارې وېش او د ګرجستان د سیاسي ګوندونو  په اړوند معلومات وړاندې کېږي :

تاريخ : د ګرجستان د تمدن دوره دوه زره کاله د میلاد نه مخکې اټکل شوی دی کولخیدا لومړنې قومونه وو چې په ګرجستان کې ژوند کولو هغوي شپږ سوه کاله د میلاد نه مخکې د « کولخیس» یا « کولخیده» پادشاهي یې جوړه کړه، چې ددې دورې ښکلا او بډاینه د لرغونۍ یونان د نامتو شاعر هومر په شعرونو کې منعکس شوي دي. څلور سوه کاله د میلاد نه مخکې د ګرجستان په ختیځه برخه کې د «ایبریا» پادشاهي بنسټ کېښودل شو یونانیان او رومیان د کولخیس او ایبریا پر حکومتونو باندې برید وکړل په ۳۳۷زکال کې «میریان» د ایبریا پادشاه عیسوي دین ومنل او دغه دین دخپل هېواد د رسمي دین په توګه ومانه. په ۵۰۶زکال کې د ګرجستان کلیسا د روم د کلیسا څخه جلا شوه دغه جلا شوې کلیسا د تبلیسي په ښار کې وه او ورو ورو دغه ښار د ایبریا د حکومت په پلازمینه بدله شوه. ددې واقعیاتو نه وروسته د ایبریا او کولخیس پادشاهی سره یو ځای شوی او د ایران د ساساني دولت تر کنټرول لاندې راغلي او بیا وروسته د بیزانس امپراتورۍ پر دوی حاکمیت ترلاسه کړ د اوومې میلادي پېړۍ نه تر لسمې میلادي پېړۍ پورې په ګرجستان او د قفقاز په نورو برخو کې د عربانو بریدونه پېل شول او په همدې کلونو کې د اسلام مقدس دین په ګرجستان او قفقاز کې خپور شو د ۱۰۸۹زکال نه تر ۱۱۲۵ز کاله پورې د باګراتید د کورنۍ نه دوهم د اوید تبلیسي د مسلمانانو نه ونیول ملکه تامارا د ۱۱۸۴ز کال نه تر ۱۲۱۳زکاله پورې د ګرجستان ملکه وه او ددغې ملکې د حاکمیت په وخت کې ګرجستان د تمدن او پرمختګ اوج ته ورسید.

په دیارلسمه او څوارلسمه میلادي پېړۍ کې پر ګرجستان باندې د مغلو اوګوډ تیمور پرله پسې بریدونه پېل شول د مغلو او ګوډ تیمور بریدونو نه وروسته په پنځلسمه میلادي پېړۍ کې ګرجستان په کوچنیو برخو باندې ووېشل شو.

د شپاړلسمې میلادي پېړۍ نه تر اتلسمې میلادي پېړۍ پورې ګرجستان کله د ایران او کله د عثماني امپراتورۍ تر کنټرول لاندې و د ایران د صفوي حکومت د زوال نه وروسته عثماني امپراتورۍ پر ګرجستان باندې په مکمله توګه حاکمیت ترلاسه کړل. وروسته د نادر شاه افشار په واسطه د عثماني دولت پوځو نه د ګرجستان څخه ووتل او دهغوي پر ځای د بارګراتید کورنۍ بیا حاکمیت ترلاسه کړو.

دوهم ایراکلي د باګراتید د کورنۍ غښتلی پادشاه د تزارې روسیې سره نژدې اړیکې ټېنګې کړي او په ۱۷۸۳زکال کې د تزارې روسیې امپراتور دوم کاترین سره یو تړون لاسلیک کړ چې ددې تړون په نتیجه کې ګرجستان د روسیې امپراتورۍ یوه برخه وګرځېده ددې تړون نه وروسته د ایران پاچا آقا محمد قاجار په ۱۷۹۵زکال کې پر ګرجستان باندې برید وکړ ددې برید نه وروسته لومړی الکساندر د تزارې روسیې امپراتور د ګرجستان ځینې برخې روسیې پورې وتړلي او په ۱۷۸۷ز کال کې په ټول ګرجستان کې د روسیې حاکمیت ټېنګ شو په ګرجستان کې د تزارې روسیې د حاکمیت پر ضد ګرجي نشنلستي غورځنګونه پېل شول او په ۱۸۹۳ز کال کې د ګرجستان سوسیال دموکرات ګوند جوړ شو.

په ۱۹۱۷زکال کې د اکتوبر د انقلاب نه وروسته ګرجستانیان، آذربایجانیان او ارمنیان د استقلال د ترلاسه کولو په موخه یې یوه کمېټه جوړه کړه. (۲)

ګرجستانیانو د لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته په ۱۹۱۸زکال کې خپله خپلواکي اعلان کړه خو د لینن سره پوځ دغه هېواد ونیوه او په ګرجستان کې یې شوروي ډوله اداره تېنګه کړه په ۱۹۲۲ زکال په مارچ کې په آذربایجان، ارمنستان او ګرجستان کې د ماورأ قفقاز په نوم یو فدراسیون جوړ شو په ۱۹۳۶زکال کې دغه فدراسیون منحل شو او ګرجستان د شوروي سوسیالیستي جمهوریت په نامه ونومول شو د همدې نېټې نه تر ۱۹۹۱زکاله پورې ګرجستان د شوروي اتحاد تر ادارې لاندې اداره کېده.(۳)

د ۱۹۹۱زکال د اپریل په نهمه نېټه ګرجستان د خپل استقلال اعلان وکړ او ګامساخوردیا د ګرجستان جمهوریت د ولسمشر په توګه اعلان شو. د ۱۹۹۱زکال تر پایه پورې ګامساخوردیا په واک کې و د قومې اختلافاتو په نتیجه کې ګامساخوردیا د ګرجستان څخه وشړل شو او دهغه مخالفین د ۱۹۹۲زکال په جنوري کې واک ته ورسېدل او دوی یوه پوځي شورا جوړه کړه دغه شورا د همدې کال په مارچ کې لغوه شوه او د هغه پر ځای د دولتي دندو د سرته رسولو لپاره یو دولتي شورا جوړه شوه دغه دولتي شورا د پخوانۍ شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وروستي وزیر  « ادواردشواردنادزه» څخه هیله وکړه چې د ګرجستان رهبري په غاړه واخلي شورادنادزه د ۱۹۹۲ز کال په انتخاباتو کې د ګرجستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ګرجستان د سویلي اوسیتیا کورواکه جمهوریت چې په ۱۹۹۱زکال کې د خپلواکۍ اعلان کړی و په ۱۹۹۲ز کال کې د پارلمان په جوړېدو باندې پېل وکړ د دوی دغه کړنې د ګرجستان د مرکزي دولت د مخالفت سره مخامخ شو او د ګرجستان د سویلي اوسیتیا پر لور پوځونه مارش کړل له نیکه مرغه دغه اختلافات ژر حل شو او د مشترک المنافع د هېوادونو ۱۵۰۰ تنه وسله وال پوځ ددې امنیت یې ونیول او د ګرجستان پوځونه د ۱۹۹۲زکال په جولای کې د سویلي اوسیتیا څخه ووتل.

د ګرجستان جمهوریت د آبخازستان د کورواکه جمهوریت بیلتون غوښتونکي د ۱۹۹۲زکال په جولای کې دخپلواکۍ اعلان یې وکړ او د ګرجستان مرکزي دولت د امنیت د تأمین لپاره ۳۰۰ وسله وال پوځونه سیمې ته ولېږل. د ګرجستان د پوځونو او د ابخازیا د بیلتون پالو ترمنځ د ۱۹۹۳زکال تر اکتوبر پورې جګړې روانې وي او ددې جګړې په نتیجه کې نږدې دوه زره تنه ووژل شول. د ۱۹۹۳زکال د نومبر په وروستیو ورځو کې د ګرجستان د مرکزي دولت او د ابخازیا د بیلتون پالو ترمنځ خبرې اترې پېل شوې د ۱۹۹۴زکال په پېل کې د ګرجستان او روسیې ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو د همدې کال د اپریل په میاشت کې د ابخازیا د بیلتون پالو او د ګرجستان حکومت تر منځ په مسکو کې د سولې تړون لاسلیک شو.

په ۱۹۹۴ز او ۱۹۹۵ز کلونو کې د ګرجستان اقتصادي وضعه ډېره خرابه شوه د سونګ موادو د نه رسېدو له امله د بریښنا کارخانې ودرېد او یو په بل پسې له کاره نه پاتې شول د تبلیسي په ښار کې برېښنا او اوبه بندې شوې د ۱۹۹۵زکال په اکتوبر د ګرجستان پارلمان د ګرجستان نوی اساسي قانون تصویب کړ او دهمدې کال په نومبر کې «ادوارد شوارد نادزه» د ګرجستان د منتخب ولسمشر په توګه اعلان کړ.

کله چې په ۱۹۹۵زکال کې شوارد نادزه د ولسمشر په توګه اعلان شو د ګرجستان اقتصادي وضعه مخ په ښه کېدو شوه او نړیوال بانک حاضر شو ګرجستان سره مالي مرسته وکړي په ۱۹۹۷زکال په ګرجستان کې د اعدام جزا بنده شوه د ۱۹۹۹زکال په اکتوبر کې د ابخازیا بیلتون پالو د عمومي ریفرنډم  نه وروسته خپله خپلواکي اعلان کړه چې د ګرجستان حکومت د سخت مخالفت سره مخامخ شو په ۱۹۹۹او ۲۰۰۰ز کلونو کې د روسیې او ګرجستان اړیکې خرابې شوې او روسیې ګرجستان په دې تورنه کړه  چې ګرجستان د چچین بیلتون پالو سره مرسته کوي.(۴)

د ۲۰۰۳زکال په نومبر کې د پارلماني انتخاباتو نه وروسته په ګرجستان کې سیاسي حالات خراب شول د ادوارد شوارد نادزه او د هغه د مخالفینو ترمنځ شخړې پېل شوې چې په نتیجه کې ولسمشر شواردنادزه مجبور شو چې خپله استعفا وړاندې کړي د ولسمشر استعفا ومنل شوه او د ګرجستان د پارلمان رئیس نینوبورژانادزه د جمهوري ریاست د سرپرست په توګه اعلان شو د ۲۰۰۴زکال په جنوري کې بیا د جمهوري ریاست لپاره انتخابات ترسره شول په دې انتخاباتو کې میخائیل ساآکاشویلي د ګرجستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو. (۵)

په ۲۰۰۴زکال کې د ګرجستان د ځواکونو او سویلي اوسیتیا د جنګیالو ترمنځ نښته رامنځته شوه د ګرجستان چارواکو غوښتل چې سوداګرۍ چارې منظمې کړي د روسیې او اوسیتیا ترمنځ چې کومه سوداګري کېده ګرجستان دا ناقانونه وبلله او دا ځل هم د تېر په څېر د سیمه ییزو اونړیوالو سپارښتنو او د روسیې او ګرجستان او اوسیتیايي سوله ساتو ځواکونو په ګډو هڅو وضعیت آرام شو. (۶)

د ګرجستان او سویلي اوسیتیا ترمنح بله جګړه د ۲۰۰۸زکال د اکتوبر په اتمه نېټه پېل شوه په دې جګړه کې روسیې د اوسیتیا دخلکو او په اوسیتیا کې د روسیې پوځونو په ملاتړ جګړه کې ګډون وکړ. په دې جګړه کې د روسیې پوځونو څخه پنځه تنه ووژل شول او نږدې دېرش تنه ټپیان شول د ګرجستاني منابعو له مخې په دې جګړه کې نږدې سل تنه ګرجي پوځیان هم وژل شوي دي. (۷)

د یوې اونۍ د شاوخوا جګړو په نتیجه کې د روسیې او ګرجستان ترمنځ د فرانسې په منځګړتوب د سولې تړون لاسلیک شو. (۸)

له دې جګړې او شخړو وروسته تر ننه پورې د روسیې او ګرجستان ترمنځ خبرې اترې ترسره کېږي خو بیا هم ګډوډې موجوده ده ددې جګړې اصلي عوامل دادي چې روسیه غواړي، خپل نفوذ ته په شمالي قفقاز او په ځانګړې توګه په سویلي اوسیتیا او آبخازیا کې پراختیا ورکړي د روسیې او ګرجستان ترمنځ اختلافات او شخړي د تزارې روسیې له وختونو څخه پېل شوي دي چې تر اوس مهال پورې دوام لري. (۹)

جغرافيه : د ګرجستان په شمال او شمال ختیځه برخه کې روسیه، په لویدیځه برخه کې یې تور سمندرګۍ او ترکیه، سویل او سویل ختیځه برخه کې ارمنستان او آذربایجان پروت دب ګرجستان ۷۰۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري او ۵.۴میلیونه وګړي په ګرجستان کې ژوند کوي.

ګرجستان د تورسمندرګي سره اوږد سمندري سرحد لري همدارنګه ګرجستان د لوړو غرونو او لویو سیندونو په درلودلو سره د ښه اقلیم درلودونکي دی. (۱۰)

ګرجستان د قفقاز په مرکزي او لویدیځه برخه کې د شمالي عرض البلد د ۴۱ درجې او ۷دقیقې نه تر ۴۳درجې او ۳۵دقیقې پورې، او د ختیځ طول البلد د ۴۰ درجې او ۴ دقیقې نه تر ۴۶درجې او ۴۲دقیقې پورې موقعیت لري. د ګرجستان ټول سرحدونه ۱۹۶۹.۸کیلومترو ته رسېږي.

ګرجستان په شمالي برخه کې د روسیې فدراتیف جمهوریت سره ۸۰۷.۶کیلومتر ګډه پوله لري دغه ګډه سرحدي پوله د پوځي اوستراتیژیک موقعیت له امله ډېر اهمیت لري په حقیقت کې دغه پوله د روسیې طبیعي پولې په سویلي برخه کې تشکیلوي او دغه طبیعي سرحدي پوله د قفقاز لوړ غرونه دي، چې ددې غرونو په سویلي برخه کې ګرجستان او په شمالي برخه کې د روسیې فدراتیف جمهوریت کورواکه جمهوریتونه موقعیت لري . دغه کورواکه جمهوریتونه په ترتیب سره له ختیځ نه د لویدیځ پر لور د داغستان، چچین، اینګوش، شمالي اوسیتیا، کارباردا، بالکار او قره چای- چرکس د روسیې په سویلي پولو کې موقعیت لري ددې سرحدي سیمې ساتل او امنیت د روسیې لپاره حیاتي اهمیت لري.

دغه سرحدي پوله د تزارې روسیې او شوروي اتحاد پر مهال هم د اهمیت وړ وه او ددې طبیعي سرحداتو د کنټرول او نیولو لپاره بې شمېره جګړې او شخړې شوې دي.

ګرجستان په ختیځه برخه کې د آذربایجان سره ۳۷۴.۴کیلومتره ګډه پوله لري ددې سرحدي پولې په دریو برخو کې د ګرجستان او کسپین سمندرګۍ، ایران او آذربایجان ترمنځ تګ راتګ کېږي. په دې لارو کې د ریل ګاډي او موټر په واسطه تګ راتګ کېږي. همدارنګه ددې لارې نه د باکو – باتومي او باکو – سوپسا د تېلو د انتقال نلونه تېر شوي دي د ګرجستان او ارمنستان ترمنځ ۲۱۶.۷کیلومتره او د ګرجستان او ترکیې ترمنځ ۲۵۶.۱کیلومتره ګډه پوله ده په لویدیځه خوا یې ګرجستان د تور سمندرګي سره ۳۱۵کیلومتره ګډه پوله لري.

غرونه : ګرجستان یو غرنی هېواد دی، چې نېږدې په سلو کې ۸۰برخه یې غرونه او غونډۍ تشکیلوي د ګرجستان په شمال کې د قفقاز لوی غرونه موقعیت لري، دغه غرونه په ګرجي ژبه د «کاوکاسیونی» په نوم یادېږي دغه غرونه هر څومره چې سویل خواته راځي لوړوالې یې کمېږي او په پای کې په غونډیو باندې بدلېږي د قفقاز لوی غرونه تل په واورو باندې پټ وي. د قفقاز د لویو غرونو ډېره لوړه برخه ۴۵۰۰ متره لوړوالی لري په دې ځای کې ځینې نورې لوړې څوکې شته، چې د ټولو نه ډېره مهمه لوړه څوکه یې د شخارا (۵۲۰۱متر) څوکه ده او د جانګي تائو(۵۰۴۹متر)، ګیستولا(۴۸۵۹متر) او قازبک (۵۰۴۷متر) هم لوړې دي.

د ګرجستان په سویلي برخه کې د قفقاز کوچني غرونه موقعیت لري د قفقاز کوچنیو غرونو کې د مسختی دغرونو لړۍ دي، چې په آجاریا کې د تور سمندرګي د سواحلو څخه پيلېږي او د کولخیس په سویلي خوا کې تمامېږي ددې غرونو لوړې څوکې ۳۰۰۰ متر لوړوالی لري ځینې نورې څوکې لکه ( مپیس تسکارو ۲۸۵۰متر ) او ځینې کوتلونه یې ۲۰۰۰ او ۱۵۰۰ متره لوړوالی لري. (۱۱)

د ګرجستان اقليم : د قفقاز غرونه، تورسمندرګي  او د کسپین سمندرګي د ګرجستان په اقلیم کې ډېر ښه او ګټور اثر کړی دی ځکه چې « که څوک ګرجستان ته سفر وکړي او د ګرجستان په مختلفو برخو کې وګرځي کولای شي، چې د کال څلور فصلونه وګوري مثلاپه لوړو غرونو کې واورې او باران، په ټېټو غرونو کې شنې ونې او ځنګلونه، په ټېټو غونډیو کې شنه واښه او ګلونه او د تور سمندرګي په سواحلو کې د خرما د ونو په منځ کې د اوړي په شان ګرمه هوا لري.

د ګرجستان ختیځه برخه د ګرجستان د لویدیځې برخې په نسبت لږ باران او وچ اقلیم لري. د ګرجستان لویدیځه برخه مرطوبه هوا لري په دې برخه کې په ټول کال کې د ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ملي متره پورې باران ورېږي د کولخیس سویلي برخې ډېر باران لري په کال کې ۲۵۰۰  ملي متره باران ورېږي د ګرجستان په شمالي برخو کې هوا دومره رطوبت نه لري د پوتي په سیمو کې ۱۶۵۰متره او د سوخوې شاوخوا کې ۱۴۰۰ ملي متره باران ورېږي.

دګرجستان په لویدیځه برخه کې ملایم او تود ژمی وي ددې برخې په هغو سیمو کې چې د ۶۰۰ او ۷۰۰ مترو پورې لوړوالی لري د ژمی په موسم کې هېڅ وخت د حرارت درجه د صفر څخه ښکته شوې نه ده په دغو سیمو کې په ټول ژمې کې واښه او ونې شنه وي د کولخیس په ډېرو برخو کې د جنورۍ په میاشت کې د حرارت درجه د ۴- ۶ سانتي ګراد او په جولای کې د ۲۲- ۲۳ سانتي ګراد درجو پورې وي د حرارت درجه په پوتي کې د جنورۍ په میاشت کې ۴ـ ۵ سانتي ګراد، په ساکارا کې ۳ سانتي ګراد، د اکتوبر په پوتي کې ۲۳سانتي ګراد او ساکارا کې ۲۴سانتي ګراد درجو پورې وي.

د تور سمندرګي په ختیځو سواحلو کې زیاتره وخت توده هوا اوګرم لمر لري د ډسمبر په میاشت کې کله چې په غرنیو سیمو کې واوره ورېږي په کولخیس کې ونې او بوټې شنې وي.

د بورژومې په دره کې حرارت د کال په پنځه میاشتو کې د سانتي ګراد د لسو درجو په شاوخوا کې او د وړي په موسم کې د ۱۵درجو سانتې ګراد شاوخوا کې وي ددې سیمې په ځینو ځایونو کې په ژمي کې د ۳ نه تر ۷ درجو سانتي ګراد پورې رسېږي. (۱۲)

د ګرجستان سيندونه : د سورامي، مسختي او آرسیاني د غرونو لړۍ د ګرجستان سیندونه په دوو برخو یعنې د کسپین سمندرګي او  تور سمندرګي باندې تقسیموي د تور سمندرګي د حوزې سیندونه ډېرې اوبه لري. د ګرجستان په لویدیځه برخه کې لوی سیند د «ایوني» سیند دی دغه سیند د قفقاز د لویو غرونو د سلسلې نه د «پاسیمتا» د غره نه سرچینه اخلي د ریوني سیند د پېل نه تر کوتایسي پورې د غرونو په منځ کې په ډېره تندۍ سره د تنګې درې په منځ کې بهېږي ددې سیند د پاسه د «ریوني» او «ګوماتي» په نومونو د برېښنا بندونه جوړ شوي دي ددې بندونو نه وروسته د سیند د تیز والي جریان کمېږي د کوتایسي په سویلي برخه کې د کولخیس په اواره سیمو کې خپل مسیر ته دوام ورکوي د قویریلا، خانیستسقالي، تسخنیس تسقالی، تخوري سیندونه د ریوني سیند مهم مرستیالان دي نوموړي سیندونه د کوچني قفقاز او لوی قفقاز د غرونو نه سرچینه اخلی.

د ګرجستان دوهم لوی سیند د «اینګوري» سیند دی ددې سیند د لویوالي اساسي علت دادی چې دا سیند دقفقاز د لوی یخچال چې په ډېره لوړه څوکه کې موقعیت لري پېلېږي. د اینګوري سیند د سرچینې نه تر کولخیس پورې د جواري په تنګه دره کې په ډېره تندۍ سره بهېږي ددې سیند د پاسه د «اینګوري» د برېښنا بند جوړ شوی دی د جواري د تنګې درې نه وروسته ددې سیند تیزوالي کمېږي.

د ګرجستان نور مهم سیندونه تسخینس تسقالي، کودوری او بزیب سیندونه دي، چې دغه سیندونه هم د لوی قفقاز د یخچالونو څخه سرچینه نیسي د ګرجستان نور سیندونه چې د تور سمندرګۍ په سواحلو کې موقعیت لري د خوبي، تخوري، ګالیذګا او کلاسیوري سیندونه دي.

دغه سیندونه د باران داوبو په واسطه تغذیه کېږي. ددې سیندونو د اوبو زیاتوالي او کموالي د بارانونو پورې اړه لري په ځانګړي ډول د پسرلي او مني په موسمونو کې اوبه یې زیاتېږي.

د باتومي په سویلي برخه کې دچوروخ سیند په تور سمندرګۍ کې ګډېږي ددې سیند د سرچینې ځای د ګرجستان د خاورې نه د باندې په ترکیه کې دي د چوروخ د سیند لوی مرستیال د آجاریستسقالي سیند دی چې د ګرجستان په خاوره کې د آرسیاني د غره نه سرچینه اخلي.

د «سوپسا» او «ناتابني» سیندونه د مسختي د غرونو څخه سرچینه اخلي او بیا د تورسمندرګۍ سره یو ځای کېږي دغه سیندونه د باران په اوبو باندې تغذیه کېږي او بیا د کولخیس په اوارو ځمکو کې بهېږي.

د «کور» یا «کورا» سیند د ګرجستان د هغو سیندونو له جملې څخه دي، چې د ټولو نه ډېر اوږدوالي لري نوموړي سیند په ترکیه کې د آناتولي د غرونو د لوړې څوکې څخه سرچینه اخلي بیا د بورژومي تنګې درې نه ترېږي او د کارتلي دښتو ته داخلېږي د کورا سیند ډېر مرستیالان لري چې په دوو برخو باندې وېشل کېږي لومړی برخه یې د لوی قفقاز د غرونو څخه سرچینه اخلي.

دغه سیندونه د لیاخوي، اراګوي او الازاني د سیندونو څخه عبارت دي دوهمه برخه یې د کوچنۍ قفقاز د غرونو څخه سرچینه اخلي او د دزاماز، تانا، تدزامي، آلګتي او خرامي سیندونو څخه عبارت دي.

د آرسیاني د غرونو څخه وروسته د «کوابلیاني» سیند د کورا د سیند سره یو ځای کېږي دغه سیندونه د کورا د سیند د مهمو مرستیالانو څخه شمېرل کېږي. په پسرلي او د اوړي په پېل کې کله چې واوري ویلي کېږي ددې سیند اوبه زیاتېږي.

د ګرجستان سیندونه ډېر اقتصادي اهمیت لري په سیمه کې د ګرجستان د اوبو برېښنا لومړي ځای لري د ګرجستان د سیندونو د برېښنا ظرفیت په کال کې ۱۸.۲میلیونه کیلوواټه اټکل شوی دی یوازې د ریوني سیند د برېښنا ظرفیت په کال کې ۱.۳ میلیون کیلوواټ اټکل شوی دی په عمومي ډول د ګرجستان د لویدیځي برخې د سیندونو د برېښنا ظرفیت په کال کې ۱۳.۵میلیون کیلوواټ دی.

د ګرجستان په ختیځو برخو کې د کورا، اراګوی، الازاني او خرامي سیندونه د برېښنا د تولید ډېر ظرفیت لري ددغو سیندونو د برېښنا ظرفیت ۴.۷میلیون کیلوواټ دي.

د ګرجستان د سیندونو نه د لرغونې زمانې نه تر اوسه پورې د کورا، الازاني، ریورني، تسخینس تسقالي، قویریلا او ځینې نورو کوچنیو سیندونو د اوبو څخه د کرڼې او اوبو لګولو په سیستمونو کې ښه ګته اخېستل کېږي.

د ګرجستان ډنډونه :  په ګرجستان کې لوی ډنډونه نشته او کوچنی طبیعي او مصنوعي ډنډونه ډېر دي ددې ځای ډنډونه کوچنۍ مګر ډېر ښکلي دي د جاواختي په لوړو سیمو کې ډېر ډنډونه شته، چې د ټولو نه لوی د « تاباتسقوري»، « ماداتاپا»، «ساګامو»، «خوزاپیني» او «خانچالي» ډنډونه دي دغه ډنډونه د باران او ځمکې لاندې اوبو څخه تغذیه کېږي د «کلي» په لوړو اورغورځونکو سیمو کې ډېر ډنډونه شته چې د ټولو نه لوی ډنډ د کلي ډنډ دی ددغه ډنډ ځینې ځایونه ۷۰ متره ژوروالي لري د نوموړي ډنډ څخه د «کیساني» سیند سرچینه اخلي.

د ګرجستان په لویدیځه برخه کې په ډېره اندازه کوچنۍ ډنډونه شته. د لوی قفقاز په برخو کې په ځانګړې توګه په لویدیځه برخه کې ډېر شمېر هغه ډونډونه دي، چې د یخچالونو څخه اوبه اخلي. په آبخازستان په یوه تنګه دره کې یو حیرانوونکي او د پاملرنې وړ ډنډ د «ریتسا» په نوم شته، چې هره ورځ ددې ډنډ د سیل لپاره د نړۍ ډېر توریستان ورځي. د تور سمندرګۍ په سواحلو کې د «پالناسومي» ډنډ د یادونې وړ دی چې د پوکي بندر تر څنګ موقعیت لري.

د ګرجستان په ختیځه برخه کې د «دوشتي» په ښارګوټي کې د «بازالتي» ډنډ موقعیت لري د تبلیسي په ښار کې یو کوچنۍ ډنډ چې د «لیسي» په نوم یادېږي شته. د روستاوی ښار ته نږدې د «جانداري» ډنډ موقعیت لري.

سویلي برخه کې د «کومیسي» ډنډ دی په ګرجستان کې یو شمېر مصنوعي ډنډونه هم شته، چې ځینې یې د طبیعي ډنډونو نه هم لوی دی د تبلیسي د سامګوري په دښته کې د تبلیسي د ګرجستان په سویلي لوړو ځمکو کې د «تسالګر» د تقیبولي ښارګوټي ته نږدې «شائوري» او د تیانیتي ښارګوټي نږدې د «سیوني» ډنډونه موقعیت لري.

د ګرجستان يخچالونه : د قفقاز غرونو په مرکزي برخه د ګرجستان په خاوره کې یو شمېر ډېر یخچالونه موجود دي ددغو یخچالونو موجودیت طبیعي خبره ده، ځکه چې ددغو غرونو لویدیځه برخه یې د بحر سطحي نه ۳۰۰۰ متره او ختیځه برخه یې ۳۴۰۰ متره په لوړه سطحه کې واقع ده د لوی قفقاز سلګونو څوکې ددې نه په لوړه سطحه کې موقعیت لري د ګرجستان ډېر پخچالونه د لوی قفقاز دغرونو په سویلي لمنو کې پراته دي د ګرجستان ډېر یخچالونه لوی لوی دي د اینګوري سیند په حوزه کې ۱۷۰یخچالونه موجود دي، چې د ټولو نه لوی یخچالونه دا دي : « توپیري»، چې ۱۰ کیلومتره اوږدوالي لري، « لکزیري» چې ۱۳.۵کیلومتره اوږدوالي لري او «تساتري» چې ۱۲کیلومتره اوږدوالی لري.

د ګرجستان لوی یخچالونه قازبک او ګیمارای - خوخ یخچالونه دي چې ۱۲۰ کیلومتر مربع مساحت لري هغه یخچالونه چې توریستان یې ډېر ښه پېژنې د «اورتسیوري» او «دو دوراک» یخچالونه دي یو شمېر لوی یخچالونه د ریوني سیند په حوزه کې موقعیت لري دغه یخچالونه د «کیرتیشو»، « زوپخیتو» او «ادنا» یخچالونه دي.

یخچالونه ډېر اقتصادي اهمیت هم لري دغه یخچالونه د ګرجستان لویو سیندونو ته اوبه ورکوي او د اوړي په موسم کې ددغو یخچالونو اوبو د ریوني، اینګوري، ترک او د نورو سیندونو له اوبو سره یو ځای کېږي.

د ګرجستان معدني اوبه :

د قفقاز په سویلي برخو او په ځانګړې توګه په ګرجستان کې د ګرمو او معدني اوبو چینې شته چې نړیوال ارزښت لري د ګرجستان د «تسقالتوبو»، «بورژومي»، «منجي» او «ماتستا» معدني اوبو د یادونې وړ دي چې په سیمه او نړۍ کې ډېر طبیعي ارزښت لري.

د ګرجستان ځنګلونه او بوټي :

د ګرجستان په خاوره کې نږدې ۴۰۰۰ ډول ډول بوټي شنه کېږي په ګرجستان کې د بوټو مهمه زیرمه د ګرجستان ځنګلونه دي، چې د ګرجستان یو پر درې برخه خاوره یې تشکیلوي د ختیځ ګرجستان بوټي د لویدیځ ګرجستان له بوټو سره توپېر لري د ګرجستان د کولخیس او لویدیځې برخې ډېرې ونې او ګڼ ځنګلونه لري د آجارستان، ګوري او آبخازستان په ټېټو غونډیو کې د چایو او ستروسو باغونه دي د لوی قفقاز په سویلي لمنو کې د انګوري سیند په لویدیځه برخه کې د صنوبر او کاج ځنګلونه دي دا ډول ځنګلونه او ونې د آجارستان په لوړو غرونو کې هم لېدل کېږي.

د ګرجستان ختیځه برخه ډېر لږ ځنګلونه لري. ددې سیمې په لوړو برخو کې د بلوطو ځنګلونه لېدل کېږي چې ډېر ګڼ ځنګلونه دي.

د ناجو ونې د ګرجستان د ختیځې برخې له اقلیم سره ښه توافق لري او دا ډول ونې د مسختي غرونو په سویلي لمنو، د بورژومي په تنګه دره، د اروشتي په لوړو برخو، د مانګلیسي په سیمه ، دتوشتي د سیند په درو او د آرګونې سیند په غاړو کې ډېر پیدا کېږي.

څرنګه چې مخکې وویل شول د ګرجستان یو پر درې برخه یې ځنګلونه دي په پخوا زمانو کې د ګرجستان ډېر برخې په ځنګلونو باندې پټې وي مګر اوس مهال د کارتلي داخلي ځنګلونه، د کاختي ځنګلونه او د  کولخیس د ټېټو سیمو ځنګلونه له منځه تللي دي او د ځنګلونو پر ځای کرنیزې ځمکې جوړې شوي دي. (۱۳)

د ګرجستان  حکومتي سيستم :

ګرجستان د ۱۹۹۱زکال د اپریل د میاشتې په نهمه نېټه د پخواني شوروي اتحاد نه خپل استقلال ترلاسه کړو د ګرجستان نوی اساسي قانون د ۱۹۹۵زکال د اکتوبر په ۱۷مه نېټه نافذ شوی دی د ګرجستان ولسمشر د پنځو کلونو لپاره د خلکو په رایه ټاکل کېږي د ګرجستان عالي شورا ( پارلمان) ۲۳۵څوکۍ لري او غړي یې د څلورو کلونو لپاره د خلکو په رایه ټاکل کېږي په دغه هېواد کې د رای ورکولو سن ۱۸ کلن ټاکل شوی دی د ګرجستان حقوقي نظام پر مدني قانون ولاړ دی ددغه هېواد د حقوقي نظام په سر کې ستره محکمه او د قانون جوړولو محکمه ځای لري، چې قاضیان یې د ولسمشر په پیشنهاد د ګرجستان د عالي شورا لخوا ټاکل کېږي. (۱۴)

 

 

 

 

اخځليکونه :

۱ـ ګیتاشناسي نوین کشورها، مهندس عباس جعفري، موسسه جغرافیايي و کارتوګرافي ګیتاشناسي، تهران، ۱۳۸۷هـ ش، ص ۳۶۸.

۲ـ پورتنی ماخذ، ۳۶۹مخ.

۳ـ احسان الله آرین زی، د نړۍ هېنداره، اسیا، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختیا مرکز، پېښور، ۱۳۸۲هـ ل، ۵۳۸مخ.

۴ـ ګیتاشناسي نوین کشورها، مهندس عباس جعفري، ص۳۶۹.

۵ـ ګرجستان، دفتر مطالعات سیاسي و بین المللی، تهران، تابستان، ۱۳۸۸ هـ ش، صفحه ۶۶.

۶ـ  مینا مسعوده نیکیار، د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د قفقاز سیاسي او نظامي وضع، سیمه ییز مطالعات، ۱۳۸۷هـ ل کال، څلورمه ګڼه، ۱۴۴مخ.

۷ـ http://amirahmadian.com/1387/06/23/grorgi/

۸ـ www.Taand.com

۹ـ نیکیار،مینا مسعوده، د ګرجستان او روسیې اختلافات، سیمه ییز مطالعات، ۱۶مه ګڼه، ۱۳۸۸هـ ل کال، ۸۵مخ.

۱۰ـ علیرضا شیخ عطار، ریشه های رفتار سیاسی در آسیای مرکزي و قفقاز، تهران، ۱۳۷۳هـ ش، ۱۳۳مخ.

۱۱ـ داکتر بهران امیر احمدیان، جغرافیاي کامل قفقاز، سازمان جغرافیایی نیروهای مسلح، تهران، ۱۳۸۱هـ ش، ص ۲۲۸.

۱۲ـ پورتنی ماخذ، ۲۴۱مخ.

۱۳ـ پورتنی ماخذ، ۲۵۲- ۲۶۰مخونه.

۱۴ـ احسان الله آرین زی، د نړۍ هېنداره، اسیا، لومړی ټوک، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختیا مرکز، پېښور، ۱۳۸۲هـ ل کال، ۵۳۲مخ.