څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

د آزادۍ جنگ

          دا کتاب د اداره اشاعت سرحد لخوا چاپ شوى دى . ددې کتاب د چاپ نيټه نه دى ښودل شوى . خو د کتاب د ظاهرې بڼي نه داسي معلوميږي چې ډير پخوا به چاپ شوى وى . او  مؤلف يې  عبدالخالق خليق دى په دې کتاب کې د ١٩١٩ ز کال نه تر ١٩٤٧ ز کال پورې ټول هغه واقعات چې خليق صاحب پخپلو سترگو ليدلي وو او په اکثر و واقعاتو کې دى حاضر و بيان شوې دي .

          کتاب د ښاغلي عبدالخالق خليق په سريزه باندې پيل کيږي . ددې سريزې په يوه برخه کې د کتاب د محتوياتو په اړه داسې ليکل شوې دي : (( د ډيرې مودې نه زما اراده وه ، چې زه د خپلې زمانې سياسي او ځينې غير سياسي واقعات کوم چې زما سترگو ليدلي او يا غوږونو اوريدلې دي .
د تاريخ په  شکل و ليکم ، خوسمون ئې نه خوړو . آخر يو څو دوستانو مجبور کړم ، چې دا خواه مخواه ليکل پکار دې . ولې چې زمونږ د صوبې  ډير داسې واقعات دي . چې د نورې دنيا خلق د هغې نه هډو خبر نه دي . او ددې صوبې کومو خلکو چې دا واقعات ليدلي دي ، نو کيداى شي چې دا ټول فناشي ، نو راتولونکي نسل ته به هډو معلوم نشي چې څه شوي وو ، او څنگه شوي وو ؟ دا هم کيدې شي ، چې غير پښتانه ددي واقعاتو شکل مسخ کړي .  او په يو خراب صورت کې يې راتلونکي نسل ته پيش کړي . ما پخپل وس کوښښ کړى دى چې د واقعاتو په بيانولو کې هيڅ قسم غلط بياني و نه کړم . په کومو خبرو چې زما د رښتيا والى پوره يقين وو هم هغه مې ليکلي دي ))

          ددې ارزښمند کتاب په اړه زما نظر او وړانديز دادى چې دا کتاب لومړى په پښتو ژبه له سره چاپ شي او بيا په دري ترجمه او چاپ شي .