څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د اورنگ زيب د مرگ نه وروسته
د هند د گورگاني امپراتورۍ حالات
( ١٧٠٧م – ١٨٥٧ م )
( ١١١٩ هـ ق – ١٢٧٥ هـ ق )
په ١٧٠٧م کال د اورنگ زيب د مرگ نه وروسته د هند گورگاني امپراتورى د زوال او نابودى په لور روانه شوه. د اورنگ زيب اولادونه او دهغه لمسيان او نورو د ١٧٠٧م کال نه تر ١٨٥٧م کاله پورى چې نژدى يو سلو پنځوس کاله کيږى د هند په لويو ښارونو پاچاهى وکړه . په دې وخت کې په غرنيو او لرې سيمو کې د گورگاني امپراتورۍ مخالفين او نورو تيري کوونکو حکمر وايي درلودلې . په نوموړې موده کې په هند باندې ډيرې پوځي حملې تر سره شوى ، چې لومړى حمله په ١٧٣٨م کال کې د نادر افشار لخوا وشوه . بيا د ١٧٤٨م کال نه تر ١٧٦١م کال پورې احمد شاه بابا په هندوستان باندې حملې وکړې ، چې په دې حملو کې هم گورگانيانو ته او هم د هندوستان عامو خلکو ته ځاني اومالي تاوانونه ورسيدل . همدارنگه په دې اوږده موده کې ډيره بې نظمي او انار شي پيدا شوه او د همدې حالت نه په استفا دې سره په دى سيمه کې فرانسويانو ، انگريزانو ، پرتگاليانو او ځينو نورو اروپايي هيوادونو هم بريدونه وکړل ، چې په پاى کې د هند ځينې نور قوتونه لکه مرهټيان ، سکانو او نور هم د واک د اخستلو پر سر د گورگانيانو سره او د احمد شاه بابا له پوځونو سره جگړې وکړې . د همدې جنگونو ، جگړو او تيريو څخه وروسته گورگاني امپراتوري په واقعي توگه ختم او د زوال خواته روانه شوه .
د اورنگ زيب د مرگه نه وروسته د گورگاني امپراتورۍ تر زواله پورې د اورنگ زيب اولادونه او لمسيان او د دوى د کورنۍ نور غړي لکه اعظم شاه ، محمد معظم يا شاه عالم ( بهادر شاه ) ، معزالدين جهاندار شاه ، فرخ سير ، محمد شمس الدين ، نيکو سير ، رفيع الدوله ( شاه جهان ثاني ) ناصر الدين محمد شاه ، عالمگير ثاني ، شاه عالم ثاني ، معين الدين اکبر شاه ثاني او محمد سراج الدين اوابوالظفر بهادر شاه او نورو هريو پخپل نوبت سره لنډ مهاله حکومتونه درلودل . همدارنگه په دې موده کې نادر شاه افشار او احمد شاه دراني هم په هندوستان کې لنډ مهالي حکومتونه درلودل . په دې فصل کې د دغو پاچاهانو د حکومتونو په اړه په جلا جلا توگه معلومات وړاندى کيږى .
داهم د يادونې وړده ، چې د هندوستان د تاريخ ددې دورې په اړه په پښتو ژبه کې تر اوسه پورې دغسې منظمه څيړنه او ليکنه نه ده تر سره شوې . زما په نظر دا لومړنۍ مفصله او منظمه علمي څيړنه او ليکنه ده چې ددې تاريخي دورې په اړه وړاندى کيږي .
په لاندى ډول په ترتيب سره د نوموړو پاچاهانو د کارنامو ، جنگونو او نورو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کيږي . همدارنگه د نورو بهرنيو تيري کوونکو په اړه هم ، چې په دې دوره کې يې پر هندوستان باندى تيرى کړى دى معلومات وړاندې کيږي .
١- د محمد اعظم شاه حکومت او د هغه
ناکامي او دلومړي شاه عالم پاچاهي
( ١٧٠٧ م – ١٧١٢ م )
(١١١٩ هـ ق – ١١٢٤ هـ ق )
اورنگ زيب د خپلې واکمنۍ په پاى کې امپراتوري په خپلو دريو زامنو محمد معظم ، محمد اعظم او کام بخش باندې وويشله تر څو د دوى په مينځ کې بې اتفاقي او کورني جنگونه پيښ نشي . محمد معظم د اورنگ زيب مشر زوى د ډهلي او د هند د شمالي سيمو د حکمران په توگه وټاکل شو . محمد اعظم د هغه دوهم زوى دا گرې د حکمران په توگه او کام بخش د هغه کوچنى زوى د هند د جنوبي برخو د حکمران په توگه وټاکل شو .
په ١٧٠٧ م کال د او رنگ زيب د مرگ نه وروسته محمد اعظم دا و رنگ زيب زوى ، چې د خپل پلار د پاچاهي په وخت کې د اگرې د حکمران په توگه ټاکل شوى و ، پخپلې دغې حکمرانۍ قناعت ونکړ او د خپلو وروڼو سره د جگړې لپاره د ډهلي خواته روان شو . د اگرې په شمال دواړه وروڼه يعنى محمداعظم ووژل شو او محمد معظم د شاه عالم يا بهادر شاه په نوم پاچا شو .
د محمد معظم او محمد اعظم د جنگونو او د هغه د نتايجو په اړه ث، ف دولافوز پخپل کتاب کې داسې يادونه کړې ده : (( . . . ولى اعظم با اين ترتيب تن درنداد وبراى جنگ با برادران خود بر سر سلطنت بطرف دهلى حرکت کرد . اين دو برادر در شمال اگره بهم تلاقى نمودندو اعظم شکست يافته بقتل رسيد ليکن بايد دانست که افتخار اين فتح بيشتر مخصوص به ذوالفقار خان سردار نامى او رنگ زيب بوده به معظم و بعد از اين فتح يعنى در سال ١٧٠٧ م معظم تحت عنوان بهادر شاه بر تخت جلوس نمود . او ملايم و شفيق و علاقمند به صلح و سلم بوده است ، ولى هنوز تازه بر تخت نشسته بود که برادر ديگرش جان بخش علم مخالفت بر افراشت وخو د را در دکن پادشاه مستقل اعلان نمود . اين شهزاده در يک جنگ منظمى شکست خورده و جراحت سختى برداشت و دستگير گرديد ( ١٢٤) .
بهادر شاه يو سوله خوښوونکى پادشاه و ، غوښتل يې چې د هغه قومي او مذهبي غورځنگونو په مقابل کې چې د او رنگ زيب په زمانه کې اوج ته رسيدلي و سره دسولى او تفاهم لاره غوره کړي . هغه غوښتل چې په دې کار سره گورگاني امپراتوري ، چې د بحران او نابودۍ خواته روانه وه ، دا بحران پاى ته ورسوي ، مگر د بهادر شاه دغه اقدامات په دې وخت کې دومره گټور نه وو، ځکه چې د گورگاني کورنۍ او نورو هندي او غير هندي قومونو تر مينځ تضاد او تشدد هغه مرحلې ته رسيدلى و، چې د سولې او تفاهم ځاى پکې پاتې نه و . مگر سره له دې هغه ددې هلې ځلې په پاى کې و توانيد، چې د مرهاټا سره موافقې ته ورسيږي مگر د سيکانو سره کومې موافقې ته ونه رسيد او د هغوى سره يې سخت جنگونه وکړل . د بهادر شاه او د هغه د مخالفينو په مينځ کې ددغې سولې ، تفاهم او جنگونو په اړه دولافوز داسې يادونه کړې : بهادر شاه بعد از استقرار صلح و آرامش بلا فاصله توجه خود را بجلب رعاياى هند معطوف داشته و همت گماشت که بين خود با آنها موافقت و يگانگى بر قرار سازد ، ليکن سياست او رنگ زيب بقدرى آنها را رنجيده خاطر و مايوس ساخته بود که هيچ موافقت نشان نميدادند و لذا توانست امپراتور جديد در اين مقصود خويش پيشرفتى حاصل کند .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( ١٢٤ )- ث ، ف ، دولافوز _ تاريخ هند - مترجم : سيد محمد تقى فخر داعى گيلانى، ١٣١٦ هـ ش _ ( ١٩٤ مخ ) .
اما او با عقل و فراستى که داشت از خطاياى پدرش حسن استفاده نموده در اين صد د برنيامد که بر آن ها عمال جبر و نفوذ کند و ديگر دانست که زد و خورد با مرهاتا عبث و بيفايده است ، لذا ادعاى ليدر آنها ساهو نوه سيواجى را بر سميت شناخته حتى قرار شد در قسمت د کن ربعيه ( چهاريک ) بعنوان ماليات بگيرد . او با راجپوت هانيز از در صلح داخل شده و قرار دادى با آنها بست که در حقيقت به رسميت شناختن استقلال آن ها بوده است . البته با سيک ها اين موافقت را نشان نداد زيرا ايشان بر اثر تعقيبات و فشار هاى سخت او رنگ زيب با هم متحد شده يک فرقه جنگوجوى و خطر ناک و مسالمت ناپذيرى تشکيل يافته بود . آن ها به مشرق پنجاب حمله برده و آن مناطق را تصرف کرده و هم خود را بر اين قرار داده بودند که از مسلمان ها بطور عموم انتقام بکشند و لذا تحت لواى پيشواى خود بندا نام بو ضع مهيب و هولنا کى شروع به گرفتن قصاص از مسلمان ها نمودند . ملا ها را شکنجه و عذاب ميکردند . مساجد را طعمۀ حريق ساخته و تمام مردم اهل قراء و قبصات را از دم شمير ميکشيدند.
بهادر شاه با همه ملائمت و نرمى و سلامتى نفس در موقع خودش هم مردى با حرارت و خون گرم بود و لذا در سال ١٧١٠ شخصاً براى سر کوبى آنها حرکت نمود و آنها را باکشتار خيلى زيات شکست داده تا اينحد که مجبور شدند به کوهستان ها پنا هنده شوند ، ليکن بندا پيشواى آن ها موفق بفرار شده و سيک ها بعد از اين مانند مهاراتا با سرع وقت قواى پراگنده خود را دوباره جمع و تجديد حيات نموده يکبار ديگر بناى حمله و اذيت و ازار را گذاشتند ( ١٢٥ ) .
محمد اعظم شاه يا شاه عالم چې د بهادر شاه په نوم په ١٧٠٧ م کال کې د ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( ١٢٥)- ث ، ف ، دولافوز _ تاريخ هند _ مترجم : سيد محمد تقى فخر داعى گيلانى ١٣١٦ هـ ش _ ( ١٩٤ مخ ) .
اورنگ زيب د مرگ نه وروسته پاچا شو ، د پنځو کالو پاچاهي نه وروسته په ١٧١٢م کال کې وفات شو . دې گورگاني پاچا پخپل پنځه کلنه واکمنۍ کې ډيرې هلې ځلې وکړې ، چې گورگاني واکمني د بحران څخه وژغوري . مگر کومې مثبتې نتيجې ته ونه رسيد او دا ورځ په ورځ د زياتيدو په حال کې و . د بهادر شاه د پاچاهي د پاى ته رسيدو په اړه دولافوز ليکى ! اين امپراتور در سن پيرى بود که برتخت جلوس نموده و حال سنش بالغ بر ٧٠ سال ميباشد و اين هم از بدبختى اين امپراتور بوده است که عمرش بپايان رسيده و زود در گذشت زيرا که او هرچند نميتوانست امور پريشا ن وضع آشفته اين امپراتورى را اصلاح کرده بحال سابق برگرداند اگر يک چند سال زنده ميماند ميتوانست با سياست صلح جويانه و رويه مسمالمت آميز و نيز بواسطه قوه تحمل و شکيبائى که در وجود او بود لا اقل آنرا از انحلال حفظ کند . جنگ باسيک ها آخرين قدم برجسته او بوده است و بالاخره در سال ١٧١٢ م در لاهور بر اثر متاعت و معائب زياد مريض شده درگذشت ( ١٢٦ ) .
په ١٧١٢ م کې د بهادر شاه د وفات څخه وروسته بيا د محمد شاه تر پاچاهۍ پورې يعنې تر ١٧١٩م کاله پورې، چې نژدې اوه کاله کيږي په هند کې گورگاني پاچاهانو لکه معزالدين جهاندار شاه . فرخ سير ، محمد شمس الدين ، نيکو سير او رفيع الدوله يا شاه جهان ثانى پاچاهۍ کړي دي . ددغو گورگاني پاچاهانو پاچاهۍ لڼد مهاله وې . ددې دورې په اړه دومره منابع او ماخذونه نشته او تر اوسه پورې ددې لڼدې دورې منظم تاريخ هم نه دى ليکل شوى . زه کوښښ کوم چې څه منابع په لاس کې لرم ددې منابعو په استناد دغه لنډ مهاله دوره روښانه کړم او د هر يو د پاچاهۍ په اړه معلومات وړاندى کړم . دغه لنډه تاريخي دوره د معزالدين جهاندار شاه په پاچاهۍ باندى پيل کيږي :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( ١٢٦) – پورتنى اثر – ( ١٩٦ مخ ) .
٢ – د معز الدين جهاندار شاه حکومت
( ١٧١٢ – ١٧١٣م )
(١١٢٤ هـ ق – ١١٢٥ هـ ق )
د شاه عالم ( بهادر شاه ) د مرگ نه وروسته د هغه زامن د پاچاهۍ پر سر په جنگونو سره اخته شول . ددې جنگونو په پاى کې معزالدين په نورو وروڼو برى وموند او پاچا شو . د معزالدين پاچاهۍ دومره دوام ونکړ او يو کال وروسته پاى ته ورسيده . د معزالدين جهاندار شاه د پاچاهۍ په اړه په تاريخ هندوستان کې داسى يادونه شوې ده :
د شاه عالم پادشاه د وفات نه يوه هفته پس دده د څلورو ځامنو په مينځ کې د سلطنت په تقسيم جگړه شروع شوه . ډير خلک پکې مړه او ژوبل شو . پخپله شهزادگان هم په جنگ کې شريک وو ، خو آخر دا چې معزالدين کامياب شو ، او د محرم په شلمه سنه ١١٢٣ هـ ق کې د دوه پنځوس کلنۍ په عمر پر تخت کښيناست ، او خپل خطاب يې جهاندار شاه مقرر کړ . دده په زمانه کې فسق و فجور زور شو . د ډمانو د قوالانو هر طرف ته چړ چه وه . آصف الدوله اسد ځان وکيل سلطنت او دده ځوى ذوالفقار خان وزير حکومت شو . بادشاه د وزير په لاس کې يوه گوډۍ وه . ولې بيا هم که بادشاه دده په راى عمل کولى ، نو مصيبتونو کې به نه گرفتار کيده . ده يوه بازارى ډمه واخسته ، امتياز محل ددې خطاب شه ټول ډمان په اعلى عهدو مقرر شو . دده په نسبت داسې قصې مشهورې دي چې په ليکلو يې مونږ شرميږو ( ١٢٧ ) .
د معزالدين جهاندار شاه پاچاهي يو کال وروسته يعنې په ١٧١٣م کال ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( ١٢٧ ) – زيب سر – تاريخ هندوستان –لاهور – ( ٧٥٧ مخ ) .
پاى ته ورسيده . د هغه پرضد د بهادر شاه لمسي چې فرخ سيرنو ميده د نورو حاکمانو په ملاتړ پاڅون وکړ ، ددې پاڅون په نتيجه کې ووژل شو او فرخ سير پاچا شو . د جهاندار شاه د فعاليتونو او کارونو او دهغه پرضد د فرخ سير او نورو حاکمانو د پاڅون او نتايجو په اړه دولافوز داسې ليکلي دي :
. . . . او خود را ملقب به جهاندار شاه نموده بعد از جلوس بر تخت تمام خويشان امپراتور اخير را که ميتوانست بر آنها دست بيابد با کمال بيرحمى بقتل رسانيد . ليکن اينمرد بقدريکه ظالم و جورپيشه بود همانقدر هم ضعيف و عاجز بوده است . ذوالفقار هر چند يک سرباز قابلى بود اما در انتظام و اداره امور بکلى نالايق بوده و بدينجهت فساد اخلاق و ارتشاه و اختلاس و ظلم وجور درسرتاسر مملکت بطورى اشاعت يافت که نظير آن تا آن وقت ديده نشده بود ، چنانکه داود خان يکنفر سردار افغانى به نايب السلطنگى دکن تعين و با و اجازه داده شد هر گونه کار هاى بدونا شايست و عمال زشت قبيحى را مرتکب گردد ، اين سوء اداره و اختلال و بى نظمى بعد از يکسال سيد حسين على حاکم بهار و سيد عبدالله حاکم الله آباد را وادار ساخت که از جانب فرخ سير نواسه بهادر شاه که در موقع قتل عام خويشان خود فرار کرده بود بر عليه جهاندار شاه قيام کرده و هر دو برادر بطرف پايتخت حرکت کردند و جهاندار شاه و ذوالفقار خان هر دو باستقبال آنها شتافتند و در سال ١٧١٣م جنگى بين آنها در ((اگره )) بوقوع پيوست ، در اين جنگ سادات فتح کامل نموده جهاندار شاه و ذوالفقار هر دو دستگير شده و بقتل رسيدند و فرخ سير فوراً بر تخت نشست ( ١٢٨) .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( ١٢٨ ) – ث – ف . دولافوز – تاريخ هند – مترجم : سيد محمد تقى داعى گيلانى – چاپخانه مجلس – ١٣١٦هـ ش – ( ١٩٨ مخ ) .
د پورتنيو معلوماتو څخه په واضح ډول څرگنديږي، چې د معزالدين جهاندار شاه د حکومت دوره ولې لنډ مهاله وه ، دغه لنډه دوره له يوې خوا د دوى په کورنۍ جنگونو کې تير شوه او له بلې خوا فسق او فساد په دې دوره کې خپل اوج ته ورسيد . د همدغه کورني جنگونو او فسادونو له امله دغه دوره ژر پاى ته ورسيده او گورگاني واکمني نوره هم د زوال خواته نژدې شوه .
٣ – د فرخ سير حکومت
( ١٧١٣م – ١٧١٨ م )
( ١١٢٥ هـ ق – ١١٣١ هـ ق )
فرخ سير د عظيم الشان زوى او د بهادر شاه لمسى دى . په هغه جنگ کې ، چې په ١٧١٣م کال کې د فرخ سير او جهاندار شاه په مينځ کې وشو په نتيجه کې جهاندار شاه او د هغه پلويانو ماتې وخوړله او فرخ سير په همدې کال کې پاچا شو . د فرخ سير او جهاندار شاه د مخالفتونو او جنگونو او دهغه د نتايجو په اړه په تاريخ هندوستان کې داسې يادونه شوې ده :
شاهزاده عظيم الشان چې د بنگال نه راته نو ده خپل زوى فرخ سير بنگال کې خپل نائب پريښودى و ، هر کله چې جهاندار شاه پاچا شو ، نو ده د فرخ سير د گرفتارۍ حکم جاري کړ ، فرخ سير سيد حسين علي دبهار صوبه دار او دهغه ورور سيد عبدالله د الله آباد حاکم په ډير منت د ځان دوستان کړل ، او دوى دواړو وروڼو سيد حسين على خان اوسيد عبدالله خان په قران او په قسم د فرخ سير د امداد وعده وکړه .
جهاندار شاه خبر شو چې سيدانو د فرخ سير سره ډله پره وکړه ، نو دى د لاهور نه راغى او په فرخ سير پسې يې وليږه . جنگونه وشو ، خو آخر فرخ سير فتحه ومونده او دى د خپلو ملگرو سره شاجهان آباد (ډهلي) په طرف را روان شو ، دده سره کل فوځ ديرش زره و ، اول کې خو د خرڅ ورته تکليف و ، ولې بيا په وروستىو کې دده سره پوره دولت جمع شو .
جهاندار شاه دده د مقابلې لپاره مشر زوى عزيزالدين د پنځوس زره فوځ سره مقرر کړ . دواړه طرف نه په جنگ کې ډير خلک مړه شول ، جهاندار شاه وتښتيده او دده لښکر شکست ومونده – آخر دا چې جهاندار شاه هم قيد شو ( ١٢٩) .
ـ
( ١٢٩ ) –زيب سر – تاريخ هندوستان – لاهور ( ٧٥٨ مخ ) .
فرخ سير د ١٧١٣ م کال نه تر ١٧١٨م کاله پورې، چې نژدې پنځه کاله کيږي حکومت وکړ ، مگر هغه په دى موده کې د مملکت په کارونو کې د صلاحيت او واک خاوندنه و او ټول اختيارات او کارونه د سيدانو په لاس تر سره کيدل ، فرخ سير په دې موده کې د سمبول په توگه د پاچاهي پر تخت ناست و . سره له دې چې سيدانو ډير واک او صلاحيتونه درلودل ، سيدانو په هغه قناعت ونکړ او دې پسې يې ملا وتړله چې د پاچانه ټول واک او اختيار په لاس کې واخلى ، نو د دغه ټولو صلاحيتونو د لاسته راوړلو پرسر د فرخ سير او سيدانو په مينځ کې اختلافات پيدا شو ، چې په پاى کې سيدانو په فرخ سير باندى برى ومونده . ددى واقعاتو شرح په تاريخ هندوستان کې په دى ډول شوې ده : د دکن نه به خبرونه رارسيدل ، چې امير الامراء پخپله رضا کار کوي . بادشاهي منصبدارانو او حاکمانو له هيڅ دخل په کار کې نه ورکوي . ورځ ترورځه دده اقتدار زياتيږي . په دې وجه د بادشاه خفگان به د وزير نه ورځ په ورځ زياتيده . بادشاه خو په عيش او عشرت کې پروت و . هر طرف ته پريشاني وه . دغسې نور واقعات هم د بادشاه د ناخوښئ پيدا شو .
پدغه ورځو کې محمد مراد بخش يو کشميرى ډهلي ته راغى . د بادشاه مور کشميرۍ وه . په دې وجه دده رسائي بادشاه ته وشوه . ده بادشاه له دا صلاح ورکړه ، چې زما په تدبير عمل وشي ، نو د سيدانو غور داري به پوره وکړم . دده په صلاح اجيست سنگه، سر بلند خان او قليج خان د علاقو نه را طلب شو ، او د سيدانو پرخلاف جرگې شروع شوې . قطب الملک او امير الامراء د هرې جرگې نه خبريدل . قطب الملک اميرالامراء د دکن نه را او غوښته دى د شل زره فوځ سره را روان شو . د لارې په قلاگانو کې يې خپل حاکمان او افسران مقرر کړل . ځاى په ځاى قومي سرداران هم سره د لښکره دده سره ملگري شو . په زرگونو مرهټه سپاهيان هم ورسره وو . د ډهلي په بازارونو او کوڅو کې د امير الامراء او قطب الملک نوکران کامياب ودريدل .
نظام الملک او خاندوران او داسې نور زاړه افسران چې دراساً معزول شوي وو ، غلي په کورونو کې کښيناستل . سيدانو بادشاه ته پيغام راوليږه، چې په قلا زمونږ د خل وى او کاروبار د حکومت مونږ ته حواله شي . نو مونږ به په اخلاص نوکري کوو . ساده لوح بادشاه او غوليده او پخپل لاس يې قلا سيدانو ته حواله کړه . دوى د هر ځاى استحکام وکړ . آخر دا چې فرخ سير يې په محل کې گرفتار په سترگو ړوند جيل خانه کې وغور زاوو . غرض دا چې سيدانو يو بادشاه قيد کړ . اوس به بل گوري ( ١٣٠ ) .
د پورتنيو معلوماتو نه څرگنديږي ،چې په دې وخت کې گورگاني امپراتوري او گورگاني واکمني تش په نامه وه او د ملک په مختلفو ځايونو کې مختلف قوتونه حاکم وو . په دې وخت کې نه يوازې داخلي قوتونه بلکه خارجي قوتونه او خـــــارجي هـــــــيوادونه د خپــــــــــلو استعماري اهدافو دسرته رسولو لپاره د هندوستان او دسيمې په چارو کې خپلې مداخلې چټکې کړې وې ، او د ملک په ډيرو ځايونو کې يې خپل تسلط ټينگ کړى و . په دې وخت کې د ټولونه د انگريزانو حاکميت ورځ په ورځ د زياتيدو په حال کې و .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( ١٣٠) –زيب سر – تاريخ هندوستان –لاهور ( ٧٥٨ مخ ) .
٤ – د محمد شمس الدين ابوالبرکات
رفيع الدرجات پاچاهى
( ربيع الثانى ١١٣١ هـ ق – رجب المرجب ١١٣١ هـ ق )
( فبروري١٧١٩م – مى ١٧١٩م )
د فرخ سير د بندي کيدونه وروسته د ١٧١٩م کال د فبروري په مياشت کې محمد شمس الدين د سيدانو لخوا د پاچاهي پر تخت کښيناست . په دې وخت کې د ملک ټول واک او اختيارات د سيدانو په لاس کې وو ، او گورگاني پاچاهان تش په نامه پاچاهان وو . محمد شمس الدين نژدې درې مياشتې پاچاهي وکړه د هغه د پاچاهي په اړه په تاريخ هندوستان کې داسې يادونه شوې ده : . . . . . سيدانو له خو داسې شاهزاده پکار وو ، چې په هيڅ نه پوهيږي او د دوى د لاسه يو سړى وي . دوى په اول ربيع الثانى سنه ١١٣١ هـ ق – ١٧١٩م کـې شمس الدين ابوالبرکات دبهادر شاه لمسى دشلو کالو په عمر په تخت کښيناوه.دى د سل په مرض ناروغه په جيل کې پروت و . د شورش په وجه دى خو حمام ته لاړ نشو ، نه يې جامې بدلې کړې . نو پدغو زړو جامو کې په تخت کښيناسته . د قلارۍ او د امان د خوشحالئ نغارې وغږيدلې . قطب الملک او امير الامراء سره د خپلو دوستانو مبارکي او سلامي وکړه ، په قلا کې دننه او بهر د محل په دروازه غرض دا چې په هر ضروري او مهم ځاى باندې يې خپل معتمدان مقرر کړل .
دا جيت سنگ په صلاح د جزيې د معافي اعلان وشو . د فرخ سير د دوستانو مالونه او جايدادونه ضبط شول . نظام الملک ته د مالوه صوبه داري او سربلند خان ته د کابل حکومت ورکړى شو . رفيع الدرجات بادشاه په سل مرض ناجوړه و . دده کمزورتيا ورځ تر ورځه زياتيده . علاج هيڅ فايده نه کوله . دى تنگ شو او سيدانو ته يې وويل که تاسو زما په ژوندانه زما مشر ورور بادشاه کړئ ، او د هغه خطبه او سکه جاري کړئ ، نو زه به ډير خوشحاله شم . سيدانو دده خبره ومنله . د رفيع الدوله د تخت نشينسي په دريمه ورځ رفيع الدرجات وفات شو . درې مياشتې لس ورځې دى تش په نامه پاچا و ( ١٣١ ) .
دشمس الدين رفيع الدرجات پاچاهي د ټولونه لنډ مهاله وه ، په دې لنډه دوره کې يو بل پاچا هم اعلان شو چې کومې نتيجې ته ونه رسيد ، دا د نيکو سير په نوم و ، چې وروسته يې يادونه کيږي . زما په نظر د گورگاني امپراتورئ د ټولونه ډيره کمزورې دوره همدغه دوره ده ، چې په دې وخت کې د گورگاني پاچاها نو د نوم نه نوروقوتونو د خپل ځان د گټې او د خپل ځان د حاکميت لپاره گټه اخستله او د دوى پاچاهي تش په نامه وه .
٥ – د نيکو سير پاچاهي : - د فرخ سير د مرگ نه وروسته د اورنگ زيب لمسى او د محمد اکبر زوى نيکو سير د ځينو افسرانو لخوا د پاچا په حيث ونومول شو ، مگر د کورنىو جنگونو او جگړو له امله دده د پاچاهى نه چا ملاتړ ونکړ او ډير ژر دده پاچاهى پاى ته ورسيده او د هغه په ځاى رفيع الدوله د شاه جهان ثاني په نوم پاچا شو . د فرخ سير د تير ژوند ، کارونو او دهغه د پاچاهي په اړه په تاريخ هندوستان کې داسې يادونه شوې ده : د بادشاه د مرگ لا پنځلس ورځې پوره نه وې چې په اکبر آباد کې ځنو افسرانو د نيکو سير بادشاهي اعلان کړه . په ١٠٨٩ هـ ق کال کې شاهزاده محمد اکبر چې د خپل پلار عالمگير نه باغي شوى و . نو دغه ورځو کې عالمگير دده زوى نيکو سير د اکبر اباد په قلا کې قيد کړى و . دى د څلويښتو کالو راهيسى دلته پروت و . دى چې اميرانو پاچا کړ ، نو عزت خان ډهلي ته خبر اوليږه . د ډهلي نه سيدانو راجه بهيم او جوړامن جاټ د عزت خان امداد له وليږل . دنيکو سير سره کومو د صوبو اميرانو چې د امداد وعده کړى وه ، هغوى د کورنىو جنگونو نه وزگارنه وو – دده مدد له هيڅوک را نغلل ( ١٣٢ ) .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( ١٣١ )–زيب سر – تاريخ هندوستان –لاهور ( ٧٥٨ مخ ) .
( ١٣٢ ) –زيب سر – تاريخ هندوستان –لاهور ( ٧٥٨ مخ ) .
٦ – د رفيع الدوله شاه جهان ثانى حکومت
( رجب المرجب ١١٣١ هـ ق – ذوالقعدة احرام ١١٣١ هـ ق )
( مى ١٧١٩ م – سپتمبر ١٧١٩م )
رفيع الدوله شاه جهان ثاني د محمد شمس الدين ابوالبرکات رفيع الدرجات ورور و ،کله چې محمد شمس الدين د ژوند وروستئ شپې او ورځې سبا کولې ، خپل ورور رفيع الدوله يې د پاچا په حيث وټا کله د رفيع الدوله د حکومت دوران هم لنډ مهاله و ، هغه د ١١٣١ هـ ق کال د رجب المرجب د مياشتې نه د همدې کال تر ذوالقعده الحرام د مياشتې پورې پاچاهي وکړه . د هغه د پاچاهي د پيل او پاى او مرگ په اړه په تاريخ هندوستان کې داسې يادونه شوې ده : د رجب په دويمه ١١٣١هـ ق کال کې رفيع الدوله په تخت کښيناسته . د ى د خپل مرحوم ورور رفيع الدرجات نه يو نيم کال مشر و . دده د نوم صرف خطبه او سکه جاري وه- نور هيڅ قسم اختيار دده نه وو . د خوراک ، لباس ، د نمانځه د ښکار هر وخت کې به د قطب الملک نو کرانې دده نه تاو وې.
اميرا الامراء د اکبرآباد د قلا د محاصرې د پاره افسران وليږل او پخپله پسې د پنځه ويشت زره سوارو سره روان شو . افوا گانې وې، چې د نيکو سير په مدد ډير اميران را روان دي . خو صرف يو خبر رښتيا وو چې راجه جى سنگ دنيکو سير د امداد دپاره سره د لښکره را روان شوى وو .
ددې قسم خبرونو په وجه قطب الملک هم بادشاه د ځان سره کړ . او اکبر آباد ته را روان شو ، د اکبر آباد د قلا محاصره سخته شوه ، په قسمونو نقصانونه خلقو ته ورسيدل . قطب الملک په قلاره قلاره د راجه جى سنگ په انتظار کې را روان وو. جى سنگ ته چې معلومه شوه قطب الملک نه يې معافي او غوښته ، قلا کې چې د نيکو سير امداد له هيڅوک را نغلل ، نو دى هم محاصرى تنگ کړى و . جى سنگ نه چې خبر شو ، نو دوى هم د سولى پيام پورامن جاټ له را اوليږه . امان يې اوغوښته او قلا يې پورامن ته وسپارله . د نيکو سير د خاصو ملگرو پواسطه قيد شو .
اميرالامراء د اکبر اباد د کروړنو روپو دولت قبضه کړ . قطب الملک له يې په ډير وخوارو صرف يوويشت لکه روپئ ورکړې . بادشاه شاه جهان ثانى د سل په مرض ناجوړه و ، مرض يې رو رو زياتيده آخر دا چې وفات شو . دى هم درې مياشتې څو ورځې تش په نامه پادشاه و ( ١٣٣ ) .
د بهادر شاه د وفات څخه وروسته بيا د محمد شاه تر پاچاهي پورې يعنې د ١٧١٢م نه تر ١٧١٩ م کاله پورې چې نژدې اوه کاله کيږي ، په هند کې ددې اوه کلنى دورى په اړه په تاريخونو کې مفصل معلومات نه دې وړاندې شوي . په دې دوره کې پورتنيو گورگاني پاچاهانو چې د پاچاهى شرح يې وړاندې شوه پاچاهي کړې ده . په نورو تاريخونو کې ددې دورې په اړه په ډيرولڼدو الفاظو يادونه شوې ده ، مثلاً يو انگريزي مورخ جنرال سرپرسى سايکس پخپل کتاب (( تاريخ افغانستان )) کې ددې دورې په اړه داسې يادونه کړې ده : (( جانشينان بهادر شاه يک دوره سلطنت وحشت را که قابل ياد آورى نيست بوجود آوردند. آنها به سرعت يکى پى ديگر بعد از جانشينى از صحنه بدر آمدند )) در سال ١٧١٩م – ١١٣٢ هـ ق محمد شاه بر سرير تاج وتخت جلوس کرد که تا سال ١٧٤٨ م – ١١٦١ هـ ق بقدرت ماند ( ١٣٤ ) .
د فرخ سير د مرگ نه وروسته چې محمد شمس الدين او رفيع الدوله ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( ١٣٣ ) –زيب سر – تاريخ هندوستان –لاهور ( ٧٥٨ مخ ) .
( ١٣٤ ) –جنرال سرپرسى سايکس – مترجم : سرمحقق عبدالوهاب فنايى -تاريخ افغانستان – کابل – ١٣٨٢ هـ ش – ( ص ٣١٧ ) .
پاچاهي کړې ده ، د دوى د پاچاهي دورې هم لنډ مهاله وې ، د دوى د پاچاهي په اړه دولافوز په پخپل کتاب کې داسى لنډه يادونه کړى ده : بعد از قتل فرخ سير سادات سلطانى را که بازيچه دست آنها بود روى کار آورده ولى او بعد از سه ماه سلطنت به مرض سل مرد و بعد از آن ديگرى را انتخاب نمودند ليکن او در ظرف يکسال مرد . در اين ميانه اين امپراتورى بسرعت برق بطرف انحلال و انقراض ميرفت ( ١٣٥ ) .
د پورتنيو يادونه څخه په واضح ډول څرگنديږي،چې د مورخينو په نزد دغه دورې چندان د اهميت وړ نه وې ، دغه پاچاهان تش په نامه د گورگاني پاچاهانو په نامه ياديدل او اصلي واک او اختيار د نورو قوتونو او کسانو په لاس کې و . له دې امله چې دغه پاچاهان د واک او اختيار خاوندان نه وو ، نو مورخينو د دوى په اړه لنډه يادونه کړې ده . مگر ما د خپلې وسې تر اندازې پورې په منظم او مفصل ډول ددې دورې د پاچاهانو يادونه وکړل .
ـ
( ١٣٥ ) – ث ، ف ، دولافوز – تاريخ هند - مترجم : سيد محمد تقى فخر داعى گيلانى . -چاپخانه مجلس – ١٣١٦ هـ ش – ( ص ٢٠٠ ) .
د ناصر الدين محمد شاه پاچاهي
( ١٧١٩ م – ١٧٤٨ م )
( ١١٣٢ هـ ق – ١١٦١ هـ ق )
د محمد شاه د پاچاهي نه مخکې يعنې د ١٧١٢ م کال نه تر ١٧١٩ م کاله پورې، چې نژدې اوه کاله کيږي ، پنځه گورگاني پاچاهانو پاچاهي وکړه ، په دې دوره کې ټول واک د سيد عبدالله خان او نورو سيدانو په لاس کې و او دغه گورگاني پاچاهان تش په نامه په تخت ناست وو او په شرابو څښلو او نورو عياشيو کې يې وخت تيرولو ، کله چې د دوى دوره ختمه شوه . بيا هم سيد عبدالله خان او نورو سيدانو غوښتل ، چې يو بل گوډاگى گورگاني پاچا پيدا کړي او په تخت يې کښينوي . په دې وخت کې سيدانو د جهان شاه زوى او د بهادر شاه لمسى چې محمد شاه نوميده او د اتلسوکالو ځوان هلک وو د پاچاهي په تخت کښيناوه ، اگر چې هغه دا پاچاهي نه غوښتله مگر دوى دخپل ځان د گټې لپاره د پاچاهي لپاره پخلا کړه . د محمد شاه دپاچا کيدو په اړه په تاريخ هندوستان کې داسې يادونه شوې ده : د رفيع الدوله د سلطنت نه چې درې مياشتې تيرې شوې . نو د مرگ آثار په دې باندې ظاهر شو. سيد عبدالله خان دده د ژوندانه نه طمعه قطعه شوه . نو غلام علي خان يې فتح پور ته په روشن اختر شهزاده ( محمد شاه ) پسې اوليږه . دى د جهان شاه زوى و د بهادر شاه لمسى و. اتلس کاله عمر خوبصورت نو جوان و . د سليم گډه په قلا کې قيدوو . نواب قديسه بيگم دده مور هم ورسره دې قلا کې ديره وه ، دا ډيره هوښياره او قابله بيگــــــــم وه . اميرانو روشن اختر له زيرى ورکړ ،چې د پاچاهى تخت درته تيار دى . نو د هغه مور يې ډير منت وکړ ، چې زما ديتيم زوى نه قلار شي ، زما يې سر په کار دى ولى اميرانو په قران قسم سره ددې تسلى وکړه .
په ١٥ ذى قعده ( سپتمبر ) ١١٣١ هـ ق _ ١٧١٩ م کې دى په فتحپور کې په تخت کښيناست او ابوالفتح ناصر الدين محمد شاه يې خپل خطاب مقرر کړ.
دا شهزاده د جيل نه خو را اووته ، ولې دسيدانو د قيد نه خلاص نشو . د دوى نوکران به هر وخت دده نه تاو وو . دى حيران وو ، چې څه د شطرنج بادشاه رانه جوړ شوى دى د تخت نشيني نه لږې ورځې پس ده د سيدانو نه د ځان د آزاد ولو اراده ظاهر کړه ، او په کارونو کې يې خپله هوښيار تياظاهره کړه . مگر څو ورځې پس شرابو دى داسې مست کړ، چې د پادشاهي دا تاج دده په سر د روند شو ، قدسيه بيگم ډيره محتاطه بيگم وه . دې به هر کار د سيدانو په رضا کاوه . پنځلس زره روپى ماهوار تنخوا ددې مقرر وه . دسيدانو اقتدار مکمل شو . او د دوى چې څه خوښه وه هغه کيدله (١٣٦ ) .
د محمد شاه د پاچاهي د پيل نه يعنې د ١٧١٩م – ١١٣٢ هـ ق کال نه تر ١٧٣٨ م – ١١٥١ هـ ق کاله پورې چې دغه دوره نژدې ١٩ کاله کيږي ، په دې وخت کې د محمد شاه د حکومت پرضد ډير شورشونه شوي دي چې ددغوشوروشونو په نتيجه کې دهند په مختلفو برخو کې مستقل محلي حکومتونه تشکيل شو او گورگاني امپراتوري نوره هم د زوال خواته نژدې شو . په دې برخه کې د نمونى په ډول د دغو محلي حکومتونو په اړه لڼد معلومات وړاندې کيږي . دغه مستقل حکومتونه يود (( اود )) په نامه د سعادت خان په مشرۍ جوړ شو ، چې ډيره موده يې دوام وکړ . بل حکومت په حيدرآباد کې د آصف جاه په مشرۍ تاسيس شو . د دغو دواړو حکومتونو په اړه (( دولافوز )) په تاريخ هند کې داسې يادونه کړى ده : (( سعادت خان درپادش خدمات خود ــــــــــ
( ١٣٦ ) – زيب سر – تاريخ هندوستان –لاهور – ( ٧٦٨ مخ ) .
در بر انداختن اساس فرمانروائى سادات بحکومت (( او د )) منصوب گرديد و او از ضعف حکومت مرکزى استفاده نموده تشکيل استقلال داد و حکومتش را تبديل بسلطنت نمود . براى استراد اين ايالت از دست رفته از طرف امپراتورى دهلى بعد ها هيچگونه اقدامى بعمل نيامده حتى راجع به حق او لويت يا سيادت و فرمانروائى نسبت به بادشاه آنجا اظهار ننمودند ، چنانچه تا مدت ١٣٠ سال پادشاهى انجا بانواب هائى بوده است که همه از نسل سعادت خان بوده اند .
اصف جاه دوسال بعد از اين از وزير اعظمى استعفا داده بطرف دکن برگشت و در آن ناحيه او حيدر آباد را مرکز قرار داده و براى خود سلطنت مستقله اى در آنجا تشکيل داد در مدت ده سال ديگرى که زنده بود تمام اوقاتش صرف تاسيس و تحکيم فرمانروائى خود و جلوگيرى از حملات مهارا تا ها گرديد . او هنگام وفات براى جانشينان خود که آنها هم مثل خودش ملقب به (( نظام )) بودند يک دولت مهم قابل توجهى بارث گذاشت ( ١٣٧ ) .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( ١٣٧ ) - ث - ف – دولافوز – تاريخ هندوستان– مترجم : سيد محمد تقى فخر داعى گيلانى –چاپخانه مجلس – ١٣١٦ هـ ش – ( ص ٢٠٢ ) .
په هند باندې د نادر شاه افشار حمله
( ١٣٣٨ م – ١١٥١ هـ ق )
د محمد شاه د پاچاهي په نولسم کال کې نادرشاه افشار لومړى په هرات او کندهار او بيا په هند باندې حمله وکړه . په دې ځاى کې لازم بولم چې د نادر شاه افشار د ژوند او دهغه د پاچا کيدو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم او بيا وروسته د هغه د حملاتو په اړه ، چې په هند کړې وې معلومات وړاندې کړم .
نادر شاه افشار د ايران صفوي دولت سره نژدې همکاري درلوده او دصفوي دولت وروستى پاچا طهاسب يې په قدرت ورسولو ، بيا وروسته د صفوي دولت او صفوي کورنى سره دده اختلافات پيل شو ، په نتيجه کې يې طهاسب او ټوله صفوي کورنۍ د پاچاهي څخه محروم کړى او د هغوى دوه سوه کلنه واکمني يې پاى ته ورسوله او ځان يې د ايران د پاچا په حيث اعلان کړ او د خپلې پاچاهي په لومړيو ورځو کې په نورو گاونډيو هيوادونو باندې يې په حملاتو پيل وکړ . د نادر شاه افشار د پاچا کيدو او تاج پوشۍ په اړه جنرال سرپرسى سايکس په تاريخ افغانستان کې داسې يادونه کړې ده : نادر بعد از اينکه باربار غلزائيان و ترک ها را شکست داد و آنها را از فارس بدر راند دستور صادر نمود که رسما امبله بزرگى داير شده و در دشت مغان که درآنجا شوارى ملى منعقد مى شد ويرا ديدار نمياند و تاج پادشاهى فارس را بر سر هر فردى که نزد امبله و شوراى ملى لازم برانز يک تميته شش نفرى و مورد اعتماد و از هوا خواهان او اعلان نمودند که نادر با شمير برانش دشمنان فارس را ورشکست نمود و صلح را اعاده کرده است ، ليکن از سبب پيکار هاى که براه انداخته خسته گرديد و محض آرزومند بازگشت به حصار قلات خود است . نمايندگان همزمان پاسخ دادند که ايشان آرزومند اند که نادر شاه شاه باشد ( زيرا او دار السلطنه را از لوث دشمنان پاک نموده است ) بعد از اينکه چنين صحنه يى براى سه تا چهار روز متوالى تکرار شد ، نادر راضى شد که مقام شاهى را براى خود بپذيرد . بفر جام دريک هالى مجللى که بدين ترتيب شده بود افشار تاج شاهى کوروش ، نو شيروان و شاه عباس را بر سر نهاد ( ١٣٨ ) .
په دې ترتيب سره نادر شاه افشار د ايران د پاچا په حيث اعلان شو . په پورتني ماءخذ کې د هغه د پاچا کيدو تاريخ نه دى څرگند شوى ، خو په نورو منابعو کې دهغه دتاچ پوشي نيټه ١٧٣٦م کال ښودل شوې ده . هغه د خپل حاکميت په لومړى او دوهم کال په افغانستان کې په حملو او جنگونو باندې تير کړ ، چې دا برخه د افغانستان تاريخ پورې اړه لري . دوه کاله وروسته يعنې په ١٧٣٨م کال کې په داسې حال کې چې په هند کې ډير کمزورى او يو گوډاگى گورگاني پاچا په تخت ناست و، حمله وکړه ، او په ډير لږ وخت کې د هند مرکز يعنى ډهلى يې ونيولو . د نادر شاه افشار د شخصيت او کارونو او همدارنگه د هغه د پاچاهى دنيټې په اړه د دولافوز په تاريخ هند کې داسې يادونه شوې ده :
. . . نادر شاه در آغاز حيات خود در خراسان بشغل شبانى ميپرداخته ولى چون در فنون حرب داهيه بود بالاخره مالک تخت و تاج شاهنشاهى ايران گرديد و در سال ١٧٣٦ در اصفهان تاج شاهى بر سر نهاد . او در فتح و کشور ستانى داراى همت بلند و عزمى خستگى نا پذير بود چنانچه بعد از دو سال که در اينميانه به استيلا وغلبه بر افغان ميپرداخت . در سال ١٧٣٨م بيک بهانه بى اساسى به پنجاب حمله آور شده بطرف دهلى پيشرفت . نظام و سعادت خان باهم متحد شده با قواى خود براى جلوگيرى او حرکت نمودند و همانطورى که ـ
( ١٣٨) – تاريخ افغانستان – جنرال سرپرسى سايکس . مترجم : سرمحقق عبدالوهاب فنايى– کابل – ١٣٨٢ هـ ش – ( ص ٣٢٩ ) .
تا آنوقت معمول بوده که سکنه سرزمين هند در مقابل مهاجمين جسور شمالى نميتوانستند کارى از پيش ببرند حالا هم بعد از جنگ مختصرى هنديان ميدان را خالى گذاشته روبه فرار نهادند و ايرانيان پيشرفت خود را ادامه داه بدون هيچ تصادمى بطرف دهلى روانه شدند . محمد شاه امپراتور گورگاني چون ديد بيش از اين مقاومت بى حاصل است لذاتسليم شده و نادر باسپاه خود وارد دهلى گرديد ( ١٣٩ ) .
نادر افشار په ١٧٣٨م کال کې دهند په لور وخوځيد او په ١٧٣٩م کال کې د فبروري په ١٣ مه نيټه ډهلي ته داخل شو هغه ترڅو پورې چې ډهلى ته رسيده ، ډير جنگونه وکړل او ډير تلفات يې وليدل ، مگر کله چې ډهلى ته داخل شو ، هلته دومره پاتې نشو . نژدې دوه مياشتې هلته وو ، په دې موده کې په ډهلي کې چې څه قيمتى شيان موجود وو ، ټول يې د نادر شاه او دهغه د افرادو لخوا چور شول ، او د ډهلي ښار بى شميره خلک يې په ناحقه ووژل او گورگاني پخوانى پاچا يعنې محمد شاه يې بيا په تخت کښينولو او بيرته يې د خراسان په لور حرکت وکړ . په هند باندې د نادر شاه افشار د حملې په اړه قاضى عطاء الله خان ((دپښتو تاريخ )) کې داسې يادونه کړې ده : نادر شاه چې د خيبر د غرونو نه وو تلو نو د گورگانيانو پوځ له يې د پيښور په مقام کې شکست ورکړ و او په پيښور او لاهور باندې يې حمله وکړه. بيا د هغې نه پس د درياى ستليج نه پورې وتلو ، په ١٣ د فبرورى ١٧٣٩م کال کې د کرنال په مقام ده د گورگانيانو پوځ له شکست ورکړو او بيا د ډهلى په ښار ورننو تلو دهغه د رسيدونه يوه ورځ پس په ډهلي کې غلط خبر خور شو ، چې نادر شاه قتل شو . د ښار خلکو د هغو په سپاهيانو باندې تورې را کيښودې او ډير پوځ يې ورله ـــــــــــــ
( ١٣٩) – ث – ف ، دولافوز – مترجم : سيد محمد نقى فخر داعى گيلانى – تاريخ هند –چاپخانه مجلس – ١٣١٦ هـ ش – ( ص ٢٠٤ ) .
قتل کړو .نادر شاه ددې غلط خبر د ترديد دپاره ځان خلکو ته را ښکاره کړو مگر خلکو په هغه باندې حمله وکړه . پس ددى نه هغه د قتل عام حکم ورکړو . او تراتو ساعتو پورې په ډهلي کې د وينو لښتي وبهيدل . نادر شاه اته پنځوس ورځې په ډهلي کې پاتي شو او بى شماره خزانې ، جواهرات او سره زر ،چې د هغۍ قيمت درې نيم کروړه پونډونه تر اوو کروړو پورى و او مشهور (( تخت طاؤس )) چې د شاه جهان پاچا په حکم جوړ شوى و ځان سره واخيستو او خراسان طرف ته روان شو ( ١٤٠ ) .
د پورتنيو معلوماتو څخه په واضح ډول څرگنديږي، چې د نادر شاه افشار مرام او مقصد په هند کې حکومت کول نه و ، بلکه د غنايمو ، مالونو او قيمتي شيانو د لوټولو لپاره دغه سفرونه او يرغلونه پيل شوي وو ، کله چې مطلب يې حاصل شو زر بيرته خپل اصلې ځاى ته ستون شو .
ـــــــــــــــــــــ
( ١٤٠ ) – قاضى عطاء الله خان - د پښتنو تاريخ – لومړى ټوک –حربي پوهنتون – کابل ١٣٥٦ هـ ش – ( ١١٢ مخ ) .
له هند څخه د نادر افشار له ستنيدو وروسته
په هند کې سياسي او اقتصادي وضع
له ډهلي څخه د نادر شاه افشار له ستنيدو وروسته هلته سياسي او اقتصادي حالت د پخوانه ډير خراب شو، ځکه چې په ډهلي او نورو ځايونو کې عام وژنو د خلکو په کارونو او ژوند کې ډيره ناوړه اغيزه کړې وه . عامو خلکو هم ځاني او هم مالي زيانونه وليدل . ددې په څنگ کې د ډهلى او نورو ځايونو نه پيسى او قيمتي شيان لوټ شول . د حکومت خزانه هم تشه شوه چې ددې په نتيجه کې گورگاني امپراتوري نو