څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
بابر او سلطان سکندر لودي
(١٤٨٩-١٥١٧م)
د بابر او سلطان سکندر لودي ترمنځ کوم خاص اړيکې ، چې د ذکر وړ او ډېر مهم وي نشته ، خو دومره ده چې د سلطان سکندر لودي په زمانه کې ( چې د ١٤٨٩م کال څخه تر ١٥١٧م پورې يې پر هندوستان حکومت کړى دى ) په دغو کلونو کې بابر نوى افغانستان ته داخل شوى و او په ١٥١١م کال کې کابل ته راغى او تر ١٥١٩م کال پورې افغانستان کې دننه په جنگونو او تصرفاتو بوخت و . په همدغو کلونو کې بابر يو ځل په پټه توگه د ملنگۍ په جامه کې د سلطان سکندر لودي دربار ته تللى و، چې ددې پېښې بيان يوازې په تاريخ داودي کې داسې راغلى دى :
( . . . په يوه تاريخ کې راغلي دي ، چې په همدغو ورځو کې بابر پاچا ، چې نوم يې قلندرى بابر و، د ملنگانو جامې يې واغوستلې او ډيلي ته راغى او د سلطان سکندر دربار ته لاړ . سلطان ته نژدې يو شمېر کسانو عرض وکړ ، چې يو ملنگ چې د معرفت خاوند دى ، په دربار کې درېدلى دى او د سلطان د جمال ننداره کوي . سلطان سکندر خپلو څو تنو ملگرو ته امر وکړ ، چې دننه يې راولئ او هغه وخت چې قلندرى له دروازې نه راننووت ، سمدلاسه يې له سلطان سره روغبړ وکړ او د سلطان د لاس په نيولو سره سملاسي پوه شو ، چې دده د واکمنۍ پرتم لاتر اوسه پورې زيات دى . سلطان سکندر پوښتنه وکړه ، چې دروېشان په څه مشرف دي ؟ بابر وويل په (قلندرۍ) سلطان په في البديه توگه دغه بيت ووايه :
هزار نکته باريکتر از مو اين جاست
نه هر که سر بتراشــت قلـــندرى دانـــد
بابر قلندرى د سلطان خوا ته وکتل او دغه بيت يې ووايه :
نه هر کس که کله کج نهاد و تند نشت
کــــلاه دارى و آئيـــــن ســــــرورى دانـــــد
سلطان ددې بيت اورېدل خوښ کړل . دوى يو ساعت سره ناست وو ، سلطان سکندر بابر ته پورته شو ، خپلو نژدې کسانو ته يې اشاره وکړه ، چې دروېشانو ته بايد مېلمستيا ورکړئ . وروسته دغه قلندران خپلو خپلو ځايونو ته لاړل ، تر څو ورځو تېرېدلو وروسته سلطان د قلندرانو د ليدلو په فکر کې شو . قلندران يې راوغوښتل ، يو شمېر قلندران حاضر کړى شول . سلطان وويل ، چې د قلندرانو مشر را حاضر کړئ . دوى ورته وويل ، چې نوموړى قلندر په هماغه ورځ زموږ نه جلا شو . سلطان سکندر پوه شو ، چې هغه قلندر نه بلکې بابر و . قلندرانو وويل : هو بابر و . سلطان لاسونه ومروړل او ويې ويل ، چې د هما مارغه په لاس راغلى و ، خو په عجب ډول رانه لاړ . وايي چې بابر سلطان ته څو بيتونه وليکل او راويې لېږل او سلطان سکندر هم مکرر ځوابونه ورکول ، چې دلته يې راوړل گنجاېش نه لري (١) .
ـ
١- داودي تاريخ ، مؤلف : عبددالله. ژباړونکى محقق عبداللطيف طالبي د افغانستان د علومو اکاډمۍ ، کابل ، ١٣٧٠ هـ ش کال ، (٩٠-٩١) مخونه .
بابر په ١٥١٩م کال د سند له سيند څخه تېر شو او بهيره ولايت يې ونيوله . په هر حال په دې برخه کې د سلطان سکندر لودي د دورې په اړه او د هغه د کورنۍ ځينو غړيو او اميرانو ، چې وروسته بيا له بابر سره يو ځاى شول ، د هغو د کارنامو او کارونو په اړه به معلومات وړاندې شي او همدارنگه به په دې برخه کې د سلطان سکندر لودي د دورې مهمو پېښو او پرمختگونو په اړه معلومات وړاندې شي .
د سکندر لودي اصلي نوم نظام خان و ، چې د سلطان بهلول د پاچاهۍ په اووم کال (٨٥٧ هـ ق ) کې وزېږېد . څرنگه دده د زده کړې په وخت کې د بهلول لودي پاچاهي نظم موندلى و ، نو پردې سبب بهلول پردې باندې نظام نوم کېښود . په کوچنيوالي کې دومره ښکلى و ، چې د تاريخ داودى د مؤلف عبدالله په وينا د تقدير قلم بل داسې ښکلى نه و انځور کړى . دا چې څنگه بهلول لودي په ژوندانه کې د شهزاده نظام له وليعهدۍ سره موافقه وکړه ، يو څه تحليل غواړي . شهزاده نظام له کوچنيوالي څخه ډېر ذکي او ځيرک و . شهزاده لاپېنځه کلن و ، چې د پلار په مخکې يې د يوې ونې په نښۀ شوى گل په غشي ووېشت . پلار يې په دې مهارت ډېر خوښ شو او خپل کوچنى نظام يې په تندي ښکل کړ او دده استعداد يې وستايه . (١)
سلطان سکندر لودي د لوديانو په کورنۍ کې يو غښتلى او نسبتاً عادل پاچا و او دده په زمانه کې ډېر امن او ارامي وه او په هره برخه کې ډېر پرمختگونه شوي وو . د سلطان سکندر لودي د شخصيت او د هغه د کارنامو په اړه ښاغلى رشاد صاحب په خپل با ارزښتۀ کتاب ( لودي پښتانه ) کې داسې ليکلي دي :
( سلطان سکندر لودي يو غښتلى پښتون پاچا او په لوديانو کې تر ټولو لايق ټولواک و . دده د پاچاهۍ انتظام خورا بشپړ و . دده په پاچاهۍ کې په درست ملک کې کراره کراري او زياته ارزاني وه . هغه ورانې ويجاړې چې د گوډ تيمور يرغل د هند سياست او تمدن ته ورپېښې کړې وې ، د سلطان سکندر په وختونو کې ليرې کړى شوې او هغه د بې تمېزۍ طوفانونه چې خواص او عوام به يې له بيرې رېږدېدل ، پرمخ ورک شول . د عدل او انصاف دوره شروع او ټول رعيت په خپل ژوند وپوهېدل . دده تقريباً دېر شو کلو پله پورې ادب پالنې او فياضي د علم او ادب په مړه کالبوت کې نوې ساه پو کړه . زړو علومو او هېر شوو فنونو ته يې هغه رونق ورکړ ، چې په شهرت يې ملکونه ډک شول تردې حده، چې قدامت پسندو هندوانو لا هم اسلامي ادبياتو او لسانياتو ته مخ راوگرځاوه .
د سلطان سکندر په پاچاهۍ کې د زميندارانو او جاگيردارانو د ظلم او تېري لاسونه لنډ شوي وو، ټولو يې حکم ته غاړې ايښې وې او کمواکه په يوه سترگه کتل کېدل . سلطان سکندر په ټولو چارو کې لور او پېرزوينه لرله . پر خلکو زړه سواند او له څښتنه برېدونکى و . ډېر د نفس په غوښتنه نه ته .
سلطان سکندر خورا ځيرک ، پوه او پر اميرانو ضابط پاچا و . سلطان خپلواکه پاچاهي لرله ، نياو او عدل يې وکا، اسلامي نخښې او شرعي احکام يې جاري کړل ، دده په وختو کې رعيت په خورا ډاډ او پوره زړه په خپلو چارو بوخت و ، ځکه نو خورا ارزاني وه .
د سلطان سکندر پاچاهي د ديندارۍ ، امانت ، حلم ، وقار ، صلاح او تقوا زمانه وه . ده د پوهو، ستانه وو او درنو خلقو سره مينه لرله ، ځکه نو دغسې خلق په خورا بېړه د نړۍ له هر گوټ څخه ځينـــې
ـ
١- سرمحقق نصرالله سوبمن ، پښتانه په هند کې ، ١٣٨٠ هـ ش لاهور ، (٤٨٦-٤٨٧) مخونه .
په خپله خوښه دده په پايتخت کې راغونډ او هلته پسې مېشت شول . په رښتيا سره ددې بختور پاچا د زمانې ښېگڼې تر ليکلو وتلي دي او پخپله دده د فراست او کرامت په باب کې خورا ډېر نکلونه کاوه شي .
سلطان سکندر د آسيا له واکمنو او نومياليو پاچاهانو څخه تېر شوى دى . په علم او فضل کې يې غښتلى لاس درلود ، دده په وختونو کې پوهو او فاضلو خلقو ته په خورا درنه سترگه کتل کېدل .
دده په وختونو کې په هر لودي تته علم او فضل نوى رونق وموند ، پوهانو په هر علم کې تاليفات وکړل او منلو شعر او د هرې سويې له پاره فتحنامې وليکلې (١) .
سلطان سکندر ٢٨ کاله په پوره امانت دارۍ او عدل سره پاچاهي وکړه او په ملک کې يې امن او آرامي ټينگه شوه او ډېر پرمختگ خوا ته روان شو . په دې دوره کې لودي کورنۍ له هر وخت نه ډېر متحده او غښتلې وه ، نو له همدې وجې نه بابر د هند تر سرحدونو پورې ورسېد ، خو په هند باندې يې د حملې جرات ونه کړ . د سلطان سکندر تر مړينې وروسته ، چې په ملک کې کورني جنگونه او نفاق پيدا شو ، په هغه وخت کې بابر ته د حملې زمينه برابره شوه .
سلطان سکندر د ٢٨ کالو تر پاچاهۍ وروسته په (٩٠٣ هـ ق – ١٥١٧م) کال د ٦٦ کالو په عمر وفات شو ، چې دده د ناروغۍ او مړينې په اړه ښاغلى رشاد صاحب په خپل کتاب (لودي پښتانه ) کې داسې ليکلي دي :
( سلطان چې د بيانې له سفر څخه (اگرې) ته راورسېد ، د ټولو سيمو اميرانو ته يې وليکل ، چې د گواليار د کلا نيولو لره خپلې تيارۍ ونيسي ، خو دا هيله يې ترسره نشوه . ډېر ژر يې په ستوني کې دانه راوختله . وايي سلطان له ډېره غېرته څخه پر ځاى نه پرې ووت ، تر پايه يې خپل ټينگار او زغم وساته او خپله ناتواني يې څرگنده نه کړه . په دغه ناروغۍ کې به يې سپرلي کوله ، دربار ته به راووت او د پاچاهۍ کاروبار يې چلاوه ، ترڅو چې ناروغي يې دې حد ته ورسېدله ، چې گوله يې له ستوني نه تېرېده .
نکل کا : سلطان چې له خپله ژونده څخه ناميده شو نو يې شېخ لاوڼ چې په (دانشمند) مشهور او د هغو وختو خورا مشهور او منلى ملا او د سلطان امام و ، راوغوښت او ورته يې وويل : زما د قضا لمونځونو او روژو کفاره وشمېره . شېخ لاوڼ د سلطان د عمر له مخې حساب وکړ او د سلطان حضور ته يې وړاندې کړ . سلطان حکم وکړ ، چې دا روپۍ دې زما له خپلې ځانته خزانې څخه چې له بيت المال څخه گوښې ده ، ورکړ شي .
درباريانو چې د سلطان د خپلې ځانته خزانې نوم واورېد ، هيښ پاتې شول ، چې د سلطان خپله ځانته خزانه له کومه وه ؟؟ خزانه دار درباريانو ته مخ واړاوه او ويې ويل : د سلطان دا دود و چې د نورو هېوادونو پاچاهانو چې به څه سوغاتونه ورته راولېږل او يا چې به ځينو امر او څه تحفې ورته راوړې ، ماته به يې حکم کاوه چې دا گوښې ږده او کله چې يې د ځان لپاره څه په کارېدل درڅخه غواړم به يې. د سلطان خپله ځانته خزانه دغه خزانه ده . ؛
ـ
١- پوهاند عبدالشکور رشاد ، لودي پښتانه ، پښتو ټولنه ، کابل ١٣٣٦ هـ ش ( ١٢٥-١٢٦ ) مخونه .
د دربار علماء او امراء د سلطان تقوى او دور اندېشۍ ته حېران شول . د خداى کړه دي ، دې مدبر، زړه سواندى ، عادل او له خدايه بيرېدونکي پښتون غازي پاچا له دغه ناروغۍ څخه د ٩٠٣ هـ - ١٥١٧م کال د ميانې مياشتې پر اوومه د يکشنبې په ورح تر ٢٨ کالو او څو مياشتو پاچاهۍ وروسته د ٦٦ کالوپه عمر په اگره کې پور پرې کړ . جنازه يې سلطان ابراهيم ډهلي ته يووړه او په خيرپور کې يې چې اوس په لودي هديره مشهوره ده ، ښخ کړ . (١) )
د سلطان سکندر شخصيت ، تقوا او پرهېز گاري د هغې زمانې له ډېرو پادشاهانو څخه ډېر فرق درلود . هغه په رښتيني او صادق مسلمان و او د هغه په دربار کې رياکاري او تظاهر نه و او هر څه په اسلامي اصولو او قوانينو باندې ولاړ وو . د سلطان سکندر لودي د شخصيت او د هغه د دربار د وضعې په اړه محترم استاد رشاد صاحب داسې ليکي :
( سلطان سکندر له هر حيثه د لوديانو يو وتلى او غوره پاچا و . په دې کې شک نشته چې سلطان بهلول يو پوخ مدبر ، رښتينى مسلمان ، عادل رعيت پالونکى او نيک پاچا و ، مگر د سلطان سکندر په باره کې د پاړسو دا متل چې (اگر پدر نتواند پسر تمام کند) رښتيا کېږي . سلطان سکندر په ډېر خبرو کې تر پلاره اړولې وه .
سلطان سکندر له خدايه به ډېر بېرېده ، پر لمانځه خورا ټينگ و ، هره ورځ يې قرآن شريف لوست ، پر خلقو يې پېرزوينه او زړه سوى درلود ، دده په وختو کې رعيت خورا په امن او هوسا و ، دده د وختو ارزانۍ مشهورې دي ، پر شرعه خورا کلک ولاړ و . د اسلامي احکامو او شرعې اوامرو په رواجولو کې يې زيار يوست ، ډېرې بتخانې يې ونړولې او خورا ډېر مسجدونه يې ودان کړل . دده په وختونو کې به هندوانو هرومره يوه کوچنۍ نيلى اښکۍ د قميعه اوږو ته وروړه او دا د زمي او اطاعت نخښه وه . لنگوټۍ به يې وړې تړلې ، ځکه چې د غټې لنگوټې تړلو سره د زياتې جزيې اخيستل تړلي وو.
سلطان سکندر به هره ورځ عام دربار کاوه او د خلکو عرضونه به يې پخپله اورېدل . ټولې معاملې او شخړې به يې په خورا احتياط فيصله کولې . کله کله به له سهاره څخه تر ماخستنه پورې په دربار کې و او عام نياو (عدل) به يې کاوه . د حکم او قضا په وخت کې هېڅکله د هېچا اثر نه پر پرېوت، دده دربار له پاچاهۍ کرو فره څخه بېخي تش و . ددې کريم النفس سپېڅلي او درانه پاچا په دربار کې د هغو فواحشو او نارواوو څرک نه مونده کېدى ، چې عموماً پاچاهانو او حاکمانو په دربارو کې ليدل کېږي . دى پخپله عالم و ، علم او علماء يې روزل ، مذهبي مشرانو او روحانيونو ته يې په خورا درنه سترگه کتل ، ځکه به تل ستر پوهان ، درانه اميران او له خدايه بېرېدونکي ستانه پر راگرځېدلي وو . دده زمانه د صلاح او تقوا زمانه وه ، هر چا د خير او ښېگڼو زيار يوست ، ځکه چې د سلطان ترمخ د تقوى خير او ښېگڼې ارزښت خورا ډېر وو او په هغو وختو کې به يې نور کارونه کرټ نه کول .
سلطان د شپې په وروستۍ برخه کې له خوبه راويښېده ، له عبادت څخه به چې فارغ شو ، ملکي معاملې به يې اجرا کولې . بيا به يې د نورو هېوادو پاچاهانو او يا خپلو سرحدي اميرانو ته د فرمانونو ليکلو په باب کې خپلو وزيرانو ته لارښوونې کولې . کله کله به د شپې په نورو کارو کې په پټه راووت ، د ښار په کوڅو کې به گرځېدلو ، د رعيتو په حال به يې ځان خبراوه .
ـ
١- لودي پښتانه ، ١٧٥-١٧٦ مخونه .
سلطان سکندر د قبيلو خلک ( د غرو او لېرو سيمو پښتانه ) خورا ډېر نازول ، ځکه نو ډېر پښتانه اميران پر ده راټول وو . ده له خپلو اميرانو سره د ورور گلوۍ سلوک کاوه او د دوى ترمېنځ پرتخت نه کښېناست . (١) )
د سلطان سکندر لودي په دربار کې ځينې اميران او حاکمان ، چې وروسته بيا د سلطان ابراهيم لودي په زمانه کې له بابر مغول سره يې لاس يو کړ او له سلطان ابراهيم لودي سره يې خيانت وکړ او د لودي کورنۍ د سقوط يوازينى لامل همدغه خيانتونه وو . دلته د سلطان سکندر په زمانه کې د دغو اميرانو د ژوند ليک ، کارونو او فعاليتونو په برخه کې يو څه معلومات وړاندې کېږي :
١- شهزاده عالم خان :
سلطان بهلول ، چې مړ کېده ، شهزاده عالم خان زوى يې د (کړه مانک) او د (راپړې) د سيمو واکمن و . د پلار تر مړينې څو مياشتې وروسته يې هلته د پاچاهۍ نغاره وډنگوله او د (سلطان علاء الدين ) لقب يې ځانته غوره کړ .
سلطان سکندر چې واورېدل له ډهلي څخه يې لښکرې پسې ورووېستلې . سلطان علاء الدين چې په (چندوار) کې کلابند شو ، ترڅو ورځو کلابندۍ وروسته د (پټالې) حاکم عيسى خان لودي ته وتښتېد او له همدغه ځاى څخه خپل وراره (اعظم همايون) ته چې د (کالپې) حاکم و ، ولاړ . سلطان سکندر د (راپړې) واک پرملي يالواڼي خان خانان ته وسپاره . پخپله (اټاوي) ته پسې ورتېر شو ، اووه مياشتې يې هلته تېرې کړې ، خو خپل ورور (سلطان علاء الدين ) يې پخلا او له (اعظم همايون) څخه يې رابېل کړ . د (اټاوې) واک يې سلطان علاء الدين ته وسپاره او پخپله ډهلي ته راستون شو (٢) .
٢- دولت خان لودي :
د پنجاب واکمن د (تاتار خان ) زوى او د سلطان يوسف خېل لمسى يا کړوسى دى . د سلطان سکندر له امر او څخه و . په ٩٠٨ هـ ق کال سلطان سکندر د لاهور حکومت ورکړ . سلطان ابراهيم ، چې پر پاچاهۍ کښېناست ، خپل وزير يې کړ . په خورا درنه سترگه يې ورته کتل . د ١٢٠٠٠ سړو مشر و . پاچا يې هم هره خبره منله او د دغه دولت خان وزير په زېرمه سلطان ابراهيم د سهسرام او شاوخوا سيمو واک فريد ( شېرشاه ) ته وسپاره . بيا يې د لاهور حاکم وټاکه . په پاى کې سلطان ابراهيم ته باغي شو. په ٩٣٠ هـ کال چې بابر مغول پنجاب تر ديبالپور پورې ونيو ، دى له خپلو درېو زامنو سره چې د سلطان ابراهيم د لښکرو له بيرې په بلوڅو ننوتلي وو ، بابر ته راغى . بابر په جالندهر سلطان پور په جاگير کښې ورکړل ، خو ډېر ژر مغول بابر د دولت خان او دده زوى غازي خان په دې فکر خبر شو ، چې دوى د مغولو په پاچاهۍ خوښ نه دي ، نو يې دواړه بنديان کړل ، چې بابر (نوښاري) ته ورسېد ، دوى يې دواړه خوشې کړل او بېرته يوازې (سلطانپور) په جاگير کې ورکړ . دولت خان چې ايله شو کډې يې د پنجاب غرو ته وخېژولې . په دغو وختو کې بابر مغول کابل ته تللى و ، د سلطان ابراهيم اکا عالم شاه د سلطان علاء الدين د ځان مل کړ او پر ډهلي يې لښکرې وروستلې ، خو ماته يې په نصيب شوه . په ٩٣٢ هـ ق کال چې بابر پر هندوستان بريد کاوه ، بيا دولت خان د راوي د سينــــد پـــــر څنــــــــډه (٤٠)
ـ
١- لودي پښتانه ، (١٧٧-١٧٨) مخونه .
٢- لودي پښتانه ، (١٣٨-١٣٩) مخونه .
زره لښکر پرځان راغونډ کړى و . د بابر له لښکرو څخه په (ملوټ) کې کلابند شو . ترڅو ورځو کلابندۍ وروسته يې امان وغوښت ، مغولو دده غبرگې تورې په غاړه وروځړولې او په خورا سپکه ورځ يې د بابر دربار ته وروست ، ځکه چې بابر ته د سلامۍ لپاره نه پر گوڼدو کېده . مغولو له مټ ونيو او په زور يې پر گونډو سلامي پرې وکړه . په دې توگه يې د خپلې کرهڼې حاصل واخيست ، څو ورځې پس ملوني کلا ته د بند لپاره ونيو . دى يو مشهور شاعر او عالم و ، څلور زامن يې پاتې شول .
الف : غازي خان لودي :
غازي خان خورا پياوړى ، پوه او منلى عالم و . په شعر خورا ښه پوهېده ، خورا لوبه او نفيسه کتابخانه يې درلوده . په ٩٣٢ هـ کال چې په (ملوټ) کې بابر مغول ته په لاس ورغله ، بابر د کلا تر نيولو په هغه کتابخانه کې ډېر خوښ شو . پلار يې چې د سلطان ابراهيم له لاسه په بلوڅو ننوتى دى ، هم ورسره و .
په ٩٣٠ هـ ق کال چې بابر لاهور او ديبالپور ونيو ، دى له پلار او وروڼو سره ورته راغى ، خو ډېر ژر يې د مغولو امارت خوا ووهله او پلار يې د مغولو مخالفت ته پاڅاوه . دلاور خان ورور يې چغلي وکړه ، دى او پلار دواړه مغولو بنديان کړل . بابر چې (نوښارې) ته ستون شو ، دى او پلار ېي خوشې کړل. دوى غرو ته وختل او د بابر تر تښتېدلو وروسته يې خپل کشر ورور غدار دلاور خان ونيو او په زندان کې يې واچاوه او ديبالپور يې له سلطان علاء الدين څخه واخيست . بيا يې چې سلطان علاء الدين د ځان کړ ، لښکرې يې د ډهلي نيولو ته ولېږلې ، خو ناکام شو . بيا يې لښکرې پر (کلانور) چې د مغولو په لاس کې و ، وروبهولې . محمد علي خنک جنگ مغول لاهور ته ځينې وتښېده . (کلانور) ونيو او په (بيرسرور ) کې يې واړول . په ٩٣٢ هـ کال چې بابر مغول بيا پر هندوستان بريد وکړ ، دولت خان ، پلار او عليخان ورور يې د (ملوټ ) په کلا کې کلا بند شول او غازي خان پخپله غرو ته وخوت . له هغه ځايه ډهلي ته ولاړ او د سلطان ابراهيم مل شو او په همدغه کال د سلطان ابراهيم او بابر مغول په جنگ کې ووژل شو .
ب : عليخان لودي : عليخان د دولت خان مشر زوى دى ، دى د پلار له خوا د (بهيرې) حاکم و ، په ټولو جنگونو کې له پلار سره و . په ٩٣٢ هـ ق کال يې په ملوټ کلا کې ونيول شو ، دى هم ورسره و او دده مشر زوى اسمعيل خان هم د بابر له خوا ورسره بندي کړى شو .
ج : حاجي خان : د دولت خان کشر زوى و ، په ٩٣١ هـ ق کال چې سلطان علاء الدين لودي پر ډهلي بريد وکړ ، دى ورسره مل و .
د : ناسياله دلاور خان ( د مغولو خان خانان ) : دلاور خان د دولت خان زوى دى ، په ٩٣٧ هـ کال چې سلطان ابراهيم دولت خان له لاهور څخه اگرې ته وغوښت ، دولت خان پخپله ورنغى، دغه دلاور خان زوى يې ورولېږه . دلاور خان هلته څلور مياشتې بندي کړى شو ، چې بېرته پنجاب ته وتښتېد ، پلار يې سلطان ابراهيم ته پورته کړ . په ٩٣٠ هـ کال چې يې پلار او وروڼو د مغول بابر ورانۍ ته په پټه ملا وتړله ، دغه ناسياله دلاور خان يې بابر مغول ته چغلي وکړه . مغل بابر يې پلار او غازي خان ورور بنديان کړل او ده ته يې ددې چغلۍ په بدله کې د (خان خانان) لقب ورکړ . بابر چې کابل ته ستون شو ، پلار او وروڼو يې ونيو په زندان کې يې واچاوه . د ٩٣١ هـ کال په سر کې له زندانه وتښتېد او په لاهور کې يې مغولي امر او ته پنا وروړه او بيا يې له لاهورڅخه له سلطان علاءالدين لودي سره د سلطان ابراهيم جنگ ته ډهلي ته وخوځېد . هلته يې هم ماته وخوړله . په ٩٣٣ هـ ق چې بابر د (ملوټ) کلا ونيوله او دده پلار ، ورور او خپلوان يې ټول بنديان کړل . ده ځان ورته راورساوه ، بابر ونازاوه او بيا تر مرگه د بابر مغول ټينگ ملاتړ و . په ٩٣٣ هـ ق کال چې بابر له راناسنگا او سلطان محمود لودي سره په بيانه کې جنگېده ، هم دا ورسره مل و .
له شېرخان (شېرشاه سوري ) سره چې همايون جنگېده ، هم يې ( خان خانان دلاور خان ) کلک ملگرى و او تل به يې همايون مغول ته ويل ، چې له شېر خانڅخه به نه بېغمه کېږي . په ٩٤٥ هـ ق کې چې همايون پر بنگال لښکرې وروبهولې ، دلاور خان ته يې (مونگير) حکومت ورکړ . سوري شېرخان خپل يو امير خواص خان ته يو څه لښکرې ورکړې او پر (مونگير) يې د بريد لپاره وگوماره . خواص خان د مونگير پر کلا ورغى ، کلا يې ونيوله او دلاور خان يې بندي شيرخان ته راووست . شېر خان په (مونگير) کې بندي وساته او يو پاو وربشې يې د ورځې خواړه ورته وټاکل . په ٩٤٦ هـ ق کال چې شېرخان پر همايون مغول لومړى برى وموند ، دلاور خان يې د پښتنو اميرانو په سلا د قومي غدارۍ په گناه وواژه او دا د پښتنو د پېټ او پېغور نخېنو کې د خاورو په غېږ وروستله . (١)
ـ
١- لودي پښتانه ، (٢٣٣،٢٣١،٢٣٠،٢٢٩،٢٢٨) مخونه .