څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
له پير روښانه تر باچا خانه پورې
د پښتنو ملي مبارزې ته کتنه
دا کتاب په پيښور کې د دانش خپرندو يې ټولنې له خوا په ٩٦٨ مخونو کې چاپ شوى دى . ليکوال يې علي خان محسود دى. او د څيړنوال سيد محى الدين هاشمي په لاس خطاطي شوى دى . د کتاب د چاپ نيټه نه ده ليکل شوې .
په پيل کې د ډاکتر جلال الدين لخوا ســـريـــــــزه ليکـــل
شوې ده . وروسته بيا د ليکوال لخوا سريزه وړاندى شوې ده . بيا اصلي متن پيل کيږي . ددې کتاب د لومړي مخ نه تر ٣٤٦ مخه پورې د پښتنو د ملي مبارزې په اړه ، چې د ايران صفوي پاچاهانو او گورگانيانو پر ضد شوې وې ، معلومات وړاندې شوي دي . د کتاب د ٣٤٦ مخ نه تر ٩٦٨ مخه پورى د خان عبدالغفار خان د ژوند او مبارزې په اړه ، همدارنگه
د باچا خان په مشرۍ د پښتنو ملي مبارزې په اړه ، چې
د انگريزي استعمار څخه د آزادۍ د تر لاسه کولو لپاره شوې وې ، مفصل معلومات وړاندې شوي دي .
همدارنگه د کتاب په پاي کې د کتاب د موضوعاتو په اړه ځينې تاريخي عکسونه هم چاپ شوي دي .
ښاغلي ډاکتر جلال الدين ددې کتاب د تاريخي اهميت په اړه پخپله سريزه کې داسې ليکلي دي : (( په دې کتاب
(( د پښتنو تاريخ له بايزيد روښانه تر باچا خانه )) کې دوى
د پښتنو په تاريخ ډير په يو زړه را ښکونکى انداز کې را مخکې کړي دي . د پښتنو په تاريخ کتابونه ليکلي شوي دي ، خو دغه کتاب د تير شويو کتابونونه ډير مختلف دى او هغه معلومات پکې موجود دي چې په مخکېنيو کې نشته ))
ددې کتاب ډيره برخه د باچا خان د ژوند او مبارزې پورې اړه لري او د باچا خان نه مخکې تاريخ په لنډه توگه څېړل شوي ده ، په دې برخه کې د کتاب ليکوال پخپله سريزه کې داسې ليکلي دي : (( که څه هم ددې کتاب نوم (( د پير روښان نه تر پاچا خانه پورې )) دى مگر په حقيقت کې دغه نور تش سر پک يعنې سر سري ياد شوي دي ، ددې زيار ژوره برخه باچا خان دى . دغه نور مې په دې خيال ورسره مل کړي دي ، چې لږ تر لږه د پښتون ملت ملي غورځنگونه د عام لوستونکي دپاره د پوهي وړ شي ، هغه خاصه طبقه لوستونکي چې د پښتون ولس د ژوند ژواک او تاريخ متعلق ژوره مطالعه لري کيداى شي ددوى علمي او معلوماتي تنده په سمه توگه ماته نه کړي . ليکن هغه کسان چې سرسري معلومات لري ددوي په پوهه کې به ربط او پياوړتيا را مينځ ته کړي . ما دغه ته د کرونو لوژي شکل ځکه ورکړى دى ، چې د ١٥٢٦ نه تر ٢٠ جنوري ١٩٨٨ پورې حالاتو باندې يو نظر اچولو موقع په لاس ورشي ، او دغه تاريخي تسلسل ددوى په مغزو کې تر څه حده پاتې شي چې دې منځ کې پښتون سره څه شو . او څه وشول ، ددې دور سياسي ، فوجي ، اقتصادي وجوهات څه وو ، او زمونږه ناکامۍ او کاميابۍ څه وې ؟ )) .