څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د پاچا خان ليکونه
( لومړى برخه )
دا کتاب دخان عبدالغفار خان دليکونو لومړى مجموعه ده ،چې دسر محقق عبدالله بختانى خدمتگار په زيار په ١٣٦٣ هـ ل کال د کابل په دولتي مطبعه کې په ١٣٢ مخونو چاپ شوى دى .په نوموړي کتاب کې دخان عبدالغفارخان ٦٥ ليکونه شامل دي .په دې ليکونو کې دخان عبدالغفار خان دژوند او مبارزې او دهغه زماني دتاريخي اوټولنيزو
حالا تو په اړه په زړه پورې معلومات وړاندې شوي دي دا ليکونه زيالتره ، ١٩٣٤ م ، ١٩٣٥م کلونو پورې اړه لري چه بابا د پېړنگي له زندانونوڅخه لېږلي دى . داليکونه ددې دوري ديو معتبر تاريخي ماخذ په توگه پيژندل شوي دي .دکتاب په پيل کې دسر محقق عبدالله بختاني خدمتگار لخوا سريزه ليکل شوې ده چې ددې سريزې په يوه برخه کې ددې ليکونو دارزښت په اړه داسې يادونه شوې ده :
دا دبابا دژونداومبا رزې ځينې صحنې ښيي چه په هغوکښې دده دلوړو اخلاقو،عزم ،زغم ، صبراوحوصلې اوددوى دعالي کرکتړ اوشخصيت جلوه هم گورو.
_ په دې ليکونوکښې دباباله خوادپيرنگي داستعمار دجيلونو وضع تصويريږي .
_ په ليکونو کښې دخدايي خدمتگار و دتحريک ملگروته دنظم ،انضباط،وحدت ،دقت ايثاراوخدمت په باره کښې دمشرارزښت منې توصيې او مشورې لولو.
_دشخصي چاروپه چاپير يال کښې ،دبابا په ليکونو کښې دهغوى له مينې ،محبت ،لورنې اوپېربال کښې نه ډک روش اودهغوى ملي ،انساني اواجتماعي نظرهم گورو.
_داليکونه دهغه وخت ،اواوس هم ،دپښتوليکونو اومراسلاتويوه غوره خوږه اوپه زړه پورې مجموعه ده چه دخلکو په ژبه تاريخي ،سياسي ،اجتماعي او کولتوري لوړارزښت لري .