څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

 

 

گاندهي جي باد شاه خان کې ديس مي 

( گاندهي جي د باچا خان پـه وطـن کـې )

          دا کتاب په ١٩٥٠ ز کال کې د (( مکتبه جامعه لمتتد )) لخوا په ډهلي کې په اردو ژبه په ٣٥٢ مخونو کې چاپ شوى دى . دا کتاب د مهماتما گاندهي د سکرتر (( شرى پيارى لال )) لخوا ليکل شوى دى . وروسته دا کتاب د ډاکټر سيد عابد حسين لخوا په اردو ژبه ژباړل شوى .

          دا کتاب  د شري پياري لا ل په سريزې سره پيل کيږي . ددې سريزې په يوه برخه کې پياري لا ل داسي ليکي :  (( د گاندهې صاحب او باچا خان د ژوند
د مختلفو برخو په اړه ما ډير کتابونه ليکلي دي . دا کتاب هم د هغه کتابونو د سلسلې څخه دى . ددې کتاب دچاپولو يو خاص علت دادى ، چې اوس مهال دنيا
د اټومي قوت د چلنج سره مخامخ دى . د گاندهي صاحب او باچا خان لخوا دغه اټومي قوت ته ځواب په دې کتاب کې موجوددى. ))

          ددې کتاب ځينې مهم موضوعات په لاندې ډول دي: خدايي خدمتگار او باچا خان ، د تضاد قانون ، يوه تاريخي کتنه ،  سړکونه او حملې ، يو عجيب او غريب کار ، له ډهلي څخه يو خط ، د سرحدي گاندهي په کلې کې ، د پښتنو په مينځ کې ، د روژې مياشت ، په آزادو قبايلو کې ، د عدم تشدد وضاحت او نور .

          په دې کتاب کې د پورتنيو موضوعاتو نه پرته
د باچا خان اوگاندهي ډير په زړه پورې او تاريخي عکسونه هم چاپ شوي دي .

          دا کتاب نږدې شپيته کاله پخوا په اردو ژبه چاپ شوى دى او اوس مهال ټول خلک ورته اړتيا لري . په دې برخه کې زما وړانديز دادى چې دا کتاب د افغانستان
د علمي او فرهنګي مرکزونو لخوا په پښتو او دري ژبو باندې  وژباړل شي او له سره په ښه کيفيت او لوړ تيراژ چاپ شي.