څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
فخر افغان او افغانستان
دا کتاب د سر محقق عبدالله بختاني خدمتگار لخوا تاليف او په ١٣٨٧هـ ل کال د تلې په ٢٤ مه نيټه په جرمني کې
د افغانستان د کولتوري و دي ټولنې لخوا په پيښور کې په ١١٥ مخونوک چاپ شوى دى . په دې کتاب کې د خان عبدالغفار خان د ژوند او مبارزو او د هغه د کورنۍ په اړه اته علمي او تحقيقي مقالې چاپ شوي دي . همدارنگه د ليکوال لخوا د باچا خان په اړه ځينې مهمې خاطرې هم بيان شـوي دي . د کتاب په
پاى کې د باچا خان په اړه ځينې شعرونه راغلي دي .
کتاب د خپروندويې ټولنې په يادښت سره پيل کيږي . په دې يادښت کې د کتاب د ليکوال او د باچا خان د نژدې اړيکو او همدارنگه د کتاب د محتوياتو په اړه داسې يادونه شوي ده : (( استاد عبدالله بختاني خدمتگار د افغانستان له هغونو مياليو ليکوالو څخه دى چې د خدايي خدمتگارو ستر ملي غورځنگ ، عدم تشدد او ددغې لارې د نوميالي مخکښ حضرت پاچا خان په اړه يې ډېرې زياتې ليکنې او څېړنې کړي دي او د مهمو خاطرو پانگې ورسره په سينه کې خوندي دي . استاد خدمتگار له هغو افغان ليکوالو څخه دى چې پاچا خان ته ډېر نږدې و او په کابل او جلال آباد کې به يې ورسره تل د بېلابېلو موضوعاتو په هکله مباحثې کولې او په دې اړه زياتې خاطرې لري .
(( فخر افغان او افغانستان )) د استاد خدمتگار هغه اثر دى چې د پاچا خان د ژوند په ځينو اړخونو او خاطرو رڼا اچوي او په دې اړه يې ورسره څو جلاجلا مقالې يو ځاى کړي او په دې توگه د پاچا خان په اړه ، د هغه د مبارزو او ددې لارې د لارويانو په اړه د څو مقالو ټولگه ده . ))
د خپرندويې ټولنې د يادښت نه وروسته د کتاب سريزه راځې چې د کتاب د ليکوال لخوا ليکل شوي دى . په دې سريزه کې د خان عبدالغفار خان د ژوند او د هغه د ژوند په مهال کې په دې سيمه کې د ځينو مهمو تاريخي واقعاتو ذکر شوى دى ددې سريزې يوه برخه دلته وړاندې کوم : (( نو کله چه عبدالغفار خان د ځوانئ په مهال په پوځ کښې په کار ولگېد ، او هلته د يو پېرنگي لوړپوړي افسر له خوا يو وطني افسر سره سپکه رويه وشوه ، نو د هغه د طبيعت لمدو خټو ته دا لږې او به بهانه شوه ، غيرت يې وپارېد . هغه کار يې پرېښود . تعليم ته يې مخه وکړه او بيا يې په مبارزه لاس پورې کړ .
هغه ، هلته په مبارزو بوخت و . دلته په کابل کښې
د امير عبدالرحمان او د برتانوي هند د پوځ د يو افسر سر تېمر ديورند له خوا يو کاغذ لاسليک شو چه د هغه له مخه زمونږ واحد تاريخي هېواد د استعمار په تېره توره دوه ټوټې کړى شو چه تر اوسه پورې وينې ترې څاڅي او هره ټوټه يې د ((( الفراق )) نارې وهي . ))
ددې کتاب د علمي او تحقيقي مقالو عنوانه په لاندې ډول دي :
- زيستنامه کوتاه باچا خان .
- د يو لوي انسان اوږده ژوند ته لنډه کتنه .
- مبارز ماندگار راه صلح ، فخر افغان خان عبدالغفار خان .
- يک قرن زنده گى و مبارزه براى مردم .
- د باچا خان ارمان ته د تاريخ په رڼا کې يوه ځغلنده کتنه .
- د فخر افغان بابا ادب پالنه .
- د آزادۍ د ډيوي پتنگان .
- د لويې ونې څانگه .