د باچا خان ژوند او مبارزه ( لنډه کرونولوژي ) ... څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
سريزه
خان عبدالغفار خان په ١٨٩٠ز کال کې زيږيدلى دى او په ١٩٨٨ز کال کې وفات شوى دى . د باچا خان د ژوند کلونه ، نژدى يوه پيړۍ کيږى . دغه کلونه په سيمه او نړۍ کې د ډيرو ژورو بدلونو او واقعاتو شاهد دي . په استعمارگرو هيوادنوکې سياسي بحرانونه پيل شوو او په نتيجه کې ډيرو هيوادونو چې د استعمار تر منگولو لاندې ژوند کاوه خپل استقلال تر لاسه کړل او د ودې او پرمختگ خواته روان شوو .
په دې رساله کې د باچا خان د زيږيدونه د هغه تر وفاته پورې ځيني مهم واقعات ، چې د باچا خان د ژوند او مبارزې پورې نژدې اړيکې لري ، بيان شوي دي .همدارنگه د باچا خان شخصي ژوند او
د هغه د نظرياتو په اړه هم ځينې واقعات بيان شوي دي .
ددې رسالې د ليکلو په وخت د يوولسو معتبرو منابعو او ماخذونو نه گټه اخستل شوې ده .
د اطلاعاتو او فرهنگ په وزارت کې د باچا خان د سيمينار علمي کميسيون لخوا ماته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه باندې کار وکړم . د کار موده ډيره لنډه وه ، نو له همدى امله زه ونه توانيدم چې د باچا خان د ژوند او مبارزې مکمله کرونولوژى وړاندې کړم . بيا هم په دې لنډه موده کې مې يو څه مهم سياسي ، اجتماعي او فرهنگي معلومات را ټول او ترتيب کړل .
په پاى کې د اطلاعاتو او کلتور د محترم وزير سيد مخدوم رهين او د باچا خان د سيمينار د تدارک کميسيون ته په ډير ادب د خپلې مننې مراتب وړاندې کوم ، چې ددې کار د چاپ لپاره زمينه برابره کړه . ددوى لپاره د نورو زياتو علمي او فرهنگي خدمتونو هيله کوم .
په درناوي .
څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د علومو اکاډمۍ علمي غړى
_ خان عبدالغفار خان په ١٨٩٠ ز کال کې د هشنغر په اتمانزو کلي کې زيږيدلى دى . د پلار له طرفه محمد زى او د مورله خوا يوسفزى دى .
_ د ١٩٠١ زکال په دسمبر کې د باچا خان د مشر ورور ډاکتر خانصاحب واده وشو .
_ په ١٩٠٧ز کال کې خان عبدالغفار خان ، چې د شپاړسو کالو يو تند او د مضبوطې ارادې زلمى و، په (( مشن هائي سکول پيښور )) کې يو طالب علم و .
_ خان عبدالغفار خان د پښتو نخوا د مولويانو سره په ١٩١٠ ز کال په اتمانزو کې يوه اولسې مدرسه جوړه کړه چې پروگرام يې
د انگريزي حکومت له مدرسو سره فرق درلود . په دغو مدرسو کې به شاگردانو ته په خپله مورنئ ژبه د ديني علومو ، ليک لوست او حساب او نورو ضروري مضامينو درسونه ورکول کيدل .
_د ١٩١١ز کال نه وروسته د خان عبدالغفار خان اړيکې
د د يو بند د مدرسې عالمانو او استاذانو سره پيل شوې . په هغه وخت کې ددغه دارالعلوم رئيس شيخ الهند مولانا محمود الحسن صاحب و .
_ د باچا خان لومړى واده په ١٩١٢ ز کال کې وشو .
_ په ١٩١٣ ز کال کې د باچا خان زوى عبدالغني خان وزيږيد . په همدې وخت کې د کور او کلى په مسئلو کې ، چې کوم ناوړه او مضر دودونه په پښتنو کې موجود وو ، د هغو پر ضد يې مبارزه پيل کړه . لکه ولور ، د ښځو او نارينه وو په موقف کې زيات فرق ، ښځو باندې تعليم نه کول ، د ښځو وهل او ټکول او نور . . .
_د ١٩١٤ ز کال د جنوري په مياشت باچا خان د حضرت مولانا شيخ الهند محمود الحسن صاحب په بلنه د هند د ديو بند مدرسې ته ولاړ .
_ په ١٩١٤ز کال کې کې د ديو بند د دارالعلوم د آزادي غوښتونکي ډلې له خوا فيصله وشوه چې د انگريزانو په مقابل کې
د مبارزو د تنظيمولو او چلولو لپاره بايد دوه مرکزونه جوړ شي . يو په هند او بل د پښتنو په آزادو قبايلو کې . د قبايلو د مرکز د خوښولو لپاره مولانا فضل محمود مخفي او خان عبدالغفار خان قبايلو ته ولاړل . مگر د لومړنۍ نړيوالې جگړې په اثر حالات بدل شوو . د انگريزانو حکومت آزادي غوښتونکي ليډران څه ونيول او څه يې بنديان شول او څه يې فرار کړل او ځينو کابل ته هجرت وکړ .
_ په ١٩١٤ ز کال لومړى نړيواله جگړه ونښتله . ددې جگړې له پيليدو سره سم د شيخ الهند په هدايت د ترنگزو حاجى صاحب او نور ملگري يې آزادو قبايلو ته ولاړل چې قبايل د انگريز استعماري حکومت په خلاف را پاڅوي او خان عبدالغفار خان په خپل کور پاته شو او دا وظيفه ور وسپارل شوه چې د دوي او د هند د ملگرو تر مينځ روابط وساتي .
_ د ١٩١٥ ز کال دسمبر په مياشت کې د پاچا خان دوهم زوى خان عبدالولي خان وزيږيد .
_ په ١٩١٩ز کال کې د افغانستان سياسي خپلواکي تر لاسه شوه . په همدې وختونو په پښتو نخوا کې د خلافت کميټې لخوا د هجرت اعلان وشو . باچا خان يې طرفدار نه و .
_ په ١٩٢٠ ز کال کې باچا خان دويم واده وکړ . په همدې کال کې باچا خان د آل انډيا د خلافت د کميټې په کنفرانس کې گډون وکړ . په دې کنفرانس کې د يو ځوان لخوا چې عزيز نوميده د هجرت کولو غوښتنه پيشنهاد شوه .
_ د ١٩٢٠ ز کال په نيمايي کې د خلافت کميټې له طرفه په ډهلي کې د يوې لوئې جلسې اعلان وشو او ورسره ددې خبرې اعلان هم وشو چې هغه خلک به په دې جلسه کې شريکيږي چې کفن به يې په سر تړلى وي . باچا خان هم په دې جلسه کې گډون وکړ .
_ په ١٩٢٠ز کال ، سره له دې چې باچا خان افغانستان ته د هجرت طرفدار نه و، مگر د نورو د جذباتو په رعايت په ١٩٢٠ ز د ځوانانو له يوې ډلې سره افغانستان ته راغى .
_ په کابل يې د اعليحضرت امان الله ، د هغه د سلطنت د مهمو شخصيتونو لکه محمود طرزي ، عبدالهادى داوى ، جنرال محمد نادر خان او د هغه وروڼو سره يې ملاقاتونه لرل .
_ د ١٩٢٠ ز کال د دسمبر د مياشتې په پاى کې د باچا خان ورور ډاکتر خان صاحب له پنځلسو کالو څخه وروسته له انگلستان څخه بيرته راغى . ده د طب زده کړه د لومړئ نړيوالې جگړى په اوږدو کې پاى ته رسولې وه او په پوځ کې يې د ډاکتر په حيث کار کاوه .
_ په ١٩٢١ز کال کې باچا خان په اتمانزو کې د آزاد سکول بنسټ کيښود .
_ په ١٩٢١ ز کال کې يې د پښتنو د غلطو رسمونو او رواجونو
د اصلاح کولو ، د تربگنئ او خپلو کې د تشدد نه د منع کولو او په دوى کې د قامولئ او مينې او محبت د پيدا کولو په غرض د (( د انجمن اصلاح الا فاغنه )) په نامه يوه ټولنه جوړ کړه . خان عبدالغفار خان او
د انجمن ملگرو يې په ټوله پښتو نخوا کې دورې وکړې .
_ باچا خان په ١٩٢١ ز کال کې ونيول شو او درې کاله سره
د سخت مشقته بندي شو . په زندان کې چې هغه سره کوم سلوک شوى و ، که د تهذيب په سترگو ورته وکتلي شي نو وحشي سلوک و .
_ پــه ١٩٢٢ز کـــال پــه داســى حــال کــې چــې بـاچا خان
د انگريزانو په زندان کې و ، احوال ورته راغى چې زوى يې پيدا شوى دى . باچا خان د زندان نه پخپل زوى باندې عبدالعلي نوم کښيښود .
_ په ١٩٢٢ز کال په دې وخت په هند کې د مسلمانانو او هندوانو تر مينځ تشدد زيات شوى و ، په داسي حالاتو کې د پښتنو ليډر خان عبدالغفار خان په داسى حال کې چې په زندان کى و د پښتنو د تنظيم او بيدارولو سلسله جاري ساتلې وه ، او د هندو او مسلمان په فساد بۀ يې افسوس کاوه ، او ويل به يې چې دا ټول د انگريز شرارت دى ، چې دوه قومونه جنگوي او خپل سلطنت مضبوطوي.
_ د ١٩٢٤ز کال د شروع کيدو سره سم باچا خان د جيل نه راووت. د پخوا په شان قومي خدمت ته يې ملاوتړله . د آزادو ښونځيو سلسله يي نوره هم زياته کړه . د صوبې دوره يې شروع کړه . کلي په کلي ، حجره په حجره به گرځيدۀ او پښتون قام ته يي د مينې او ورور ولۍ پيغام رساوۀ . ددې پروا به يې نه کوله ، چې په حجره کې لس کسه دي ، پنځه دي او که ددې نه هم کم دي .
_ د ١٩٢٦ز کال په مى کې باچا خان او د هغه ميرمن او خور
د حج د مراسمو د اداکولو لپاره سعودي عربستان ته سفر وکړ .
_ په ١٩٢٦ ز کال کې د باچا خان پلار بهرام خان په حق ورسيد. دده زيات عمر و ، هيچاته دانه وه معلومه ، ولې اندازه ده چې دى به د اتياو کالونه زيات و ، ولي چې د ١٨٥٧ ز کال د آزادۍ جنگ ده ته ښه ياد و .
_ باچا خان د ١٩٢٧ ز کال په آخر کې د (( پښتون )) اخبار
د جاري لپاره کوښښ وکړ او پښتون اخبار يې د مياشتنۍ رسالې په بڼه دنيا ته وښود . دا د باچا خان د کاميابۍ دوهمه مرحله ده . پښتون رساله جاري شوه . باچا خان ددې نگراني پخپل لاس کې واخسته . ددې اخبار قلمي همکاران په لاندې ډول دي : عبدالخالق خليق ،
قاضي عطاء الله خان ، خان عبدالاکبر خان اکبر ، ميا احمد شاه ،
گل احمد ، تورسم ، محمد اکبر خادم ، مياسيد رسول رسا، عبدالله جان ، الف جان خټکه ، فضل واحد ملا ، امير نواز خان ، ماسټر عبدالکريم ، محمد اشرف خان او نور .
_ د ١٩٢٧ز کال د اپريل په مياشت کې د انجمن اصلاح الافاغنه او اتمانزو يوه ډيره لويه جلسه وشوه . په دې غونډه کې يوه درنه د پښتو مشاعره وشوه ، چې د سلونه زياتو شاعرانو خپل شعرونه او رولي وو ، او بل د آزاد سکول شاگردانو يوه ډرامه وښودله . دا شعرونه او ډرامه ټول د انگريزانو په ضد و . د غونډې په پاى کې د غونډې يو برخه وال پاچا خان ته وويل ، چې ياره باچا خانه !تاسو ډير زړه ورخلک يئ . تاسو ويريږئ نه چې د داسې خيالاتو اظهار کوئ ؟ باچا خان وخندل او ورته يې وويل : زمونږ د زړه نه د انگريز ويره وتې ده . صرف يو د خداى ويره پاتې ده .
_ د ١٩٢٧ز کال په اکتوبر کې د جمعيت العلماء هند کاليزه وه . په دې جلسه کې د خدايي خدمتگارو ډيرو غړو ويناوې وکړې . او د باچا خان مشر زوى عبدالغني خان هم په اردو ژبه يوه ډيره مفصله وينا وکړه .
_ په ١٩٢٨ز کال په اتمانزو کې د تير کال په شان بيا د خان عبدالغفار خان صدارت لاندې يوه لويه عظيم الشانه جلسه وشوه . او هم هغسې د شپې يوه ډيره لويه مشاعره وشوه . دا ځل اول نمبر انعام محمد اکبر خادم صاحب ، دويم نمبر انعام تورسم خان ، دريم لمبر انعام مولانا فضل واحد ته ورکړى شو .
_ باچا خان په ١٩٢٩ ز کال کې د خدايې خدمتگارو د ډلى په نوم د ځوانانو د ډلې تنظيم شروع کړ . په دې تنظيم کې لومړى جان نثاران او ننگيالي او توريالي ځوانان ، چې ټوله پښتو نخوا په هغوى را بيداره شوه او د عمل ميدان ته را ووتل . او د انگريزانو غوندې جابر مدبر سياست دادن او لکه د غره مضبوط حکومت په مقابل کې خپل سرونه په تلي کې کښيښودل او د نعرۀ تکبير غږ د فخر افغان او انقلاب په وسيله پورته کړل د قام او ملک د مينې په جامه پټ دغه غره ته مخامخ شوو ، ددوى نومونه د پښتون په تاريخ کې په سروزرو ليکل پکار وو .
_ په ١٩٢٩ ز کال ، په لاهور کې د آل انډيا کانگرس کلنئ جلسه وه . د پښتو نخوا نه ډير خلک ورته ولاړ . خان عبدالغفــار خان هم ورته د مشاهد په ډول ورغى .
_ د ١٩٢٩ ز کال په اکتوبر کې د (( خدايې خدمتگارو )) په نوم د يو تنظيم بنسټ کيښودى شو . او له خبره چې باچا خان په دې لړ کې وکړه . هغه داوه چې دا تحريک ، نه يوه سياسي ډله ده . او نه سياسي جماعت دى . بلکه د پښتنو يوه ورور ولي ده . چې هر پښتون ته پکار دى چې پکښې برخه واخلې .
_ په ١٩٢٩ز کال کله چې خدايي خدمتگارانو او د هند ملي کانگرس ، د پير نگيانو د ښکيلا کگر حکومت په مقابل کې د (( عدم تعاون )) اعلان وکړ . نو خان عبدالصمد خان هم له خپلو ملگرو سره په هغه کې برخه واخيستله . او په مقابل کې دغه حکومت ، ددې اعلان په اثر ، هم د کانگرس او خدايي خدمتگارانو مشران او هم خان عبدالصمد خاان او ملگري يې بنديان کړل ، چې خان عبدالغفار خان او خان عبدالصمد خان تر دريو دريو کلونو وروسته له دې قيد څخه آزاد شول .
_ د ١٩٣٠ ز کال د جنورى په ٣١ مه نيټه د زيده په کلي کې د باچا خان په مشرئ يوه لويه غونډه وشوه . په دې جلسه کې اول گل احمد او د هغه ملگري نظم واور اوه ، چې د هغې په اوريدو سره خلکو کې يو نوى روح پيدا شو ، بيا باچا خان پاڅيد او يو ښه مدلل تقرير يې وکړ ، د باچا خان د وينا نه وروسته ډير ځوانان حاضر شو چې د خدايي خدمتگارو په تحريک کې ځان شامل کړى .
_ د خدايې خدمتگارو د لومړئ دورې په لړ کې د خدايې خدمتگارو قافله د باچا خان په مشرۍ د ١٩٣٠ ز کال د فبرورى په ٢ مه نيټه د پښتو نخوا د هنډ کلي ته راغله . په دې کلې کې يوه شانداره جلسه وشوه او ډيرو زلمو د خدايې خدمتگارو تحريک ته د شامليدو وعدې ورکړې .
_ په ١٩٣٠ز کال د اپريل په مياشت په اتمانزو کې يوه عظيم الشانه جلسه و شوه . دا جلسه د نورو کلونو په نسبت ډيره لويه وه. د شپې د پښتو يوه لويه مشاعره وشوه . په سباله د سحر په وخت خدايي خدمتگارو يو شاندار پوځي پريډ و کړ او بيا يې مظاهره وکړه . باچا خان ورته په يو او چت ځاى ولاړ و . او د خوشحالۍ نه ورته په جامو کې نه ځايېده ، په دې موقع پاچا خان وويل : چې اوس که مرم نو په روغ زړه بۀ مړ شم . دا زما د يوې زمانې ارمان و . چې نن پوره شو . د جلسې تقريرونه خو ټول سياسي وو ، مگر د باچا خان خپل تقرير ډير تيز و .
_ د ١٩٣٠ز کال په اپريل کې پيرنگيانو بيا خان عبدالغفار خان گرفتار کړ . گجرات جيل ته بوتلى شو . د پيرنگي جيلونه له خدايې خدمتگارانو ، کانگرسيانو او نورو آزادي غوښتونکو نه ډک شوي وو . په جيلونو کې د ننه په بنديانو ډير کړ اوونه تيريدل او د باندې په خدايي خدمتگارو او پښتنو باندې د پيرنگي ډير ظلمونه روان وو .
_ د ١٩٣٠ز کال د اپريل په ٢٣ مه د پيښور خلکو ددغه سياسي گرفتارو بر خلاف احتجاجي مظاهره کوله . حکومت پرې بد وگڼل . د بندولو کوښښ يې وکړ . اول پخپل ځاى ټينگ و . دقيصه خوانۍ په بازار کې پوځ او خلک سره مخامخ شوو . گولۍ وچليدې . او په سوونو زلمي او مشران د پيرنگي په ګولو سوري شو .
_ باچا خان په اگست ١٩٣١ ز کال کې په ډيره هوښيار تيا انډين نيشنل کانگرس سره د تړون فيصله وکړه .
_ د ١٩٣١ز کال د دسمبر په ٢٤ مه د شپې لخوا ناڅاپه گرفتارئ وشوې . باچا خان او ډاکټر خان صاحب په پيښور کې د ډاکتر صاحب په کور کې ونيول شوو . سعد الله خان د حکيم عبدالرزاق په کور کې ونيول شو او نور ټول مشران او قومي کارکنان په خپلو خپلو کلو کې گرفتار شوو .
_ کله چې گاندهي جي د ١٩٣١ ز کال د دسمبر په ٢٨مه دلندن
د کنفرانس نه په ستنيدو د بمبۍ په بندر کوز شو . نو هغه ته دباچا خان ، جواهر لا ل نهرو او شيرواني صاحب د نيولو خبر ورکړى وشو . هغه به ضرور حيران شوى وي . ولې چې يو خوا حکومت د کانگرس سره
د روغې جوړې خبرې کولې او ديخوا په کور د ننه يې چور تالان گډ کړى و .
_ د کال ١٩٣٤ز په اگست کې ډاکتر خان صاحب او پاچا خان دواړه د بند نه آزاد شول . خو دا پابندى پرې ولگيده چې پښتو نخوا او پنجاب ته به نه راځي. انگريزان مجبور وو چې باچا خــــــان پريږدي . ولې چې د کانگرس ټول قيديان پريښودل کيدل .
_ د ١٩٣٤ز کال په اکتوبر کې په بمبى کې د کانگرس کليزه جلسه وشوه . ددې اجلاس په دوران کې د نمايش افتتاح باچا خان کړې وه ، د افتتاح په موقع باچا خان پخپل تقرير کې وويل چې (( زه ليډرنه يم يو سپاهى يم )) .
باچا خان او ډاکتر خان صاحب په دې ورځو کې د جيلونو نه
را وتلي وو . خود ډهلي نه ودې خوا تر پښتو نخوا پورې په هغوى پابندي وه او په نور هندوستان کې ورته د گرځيدو اجازت و .
_ د ١٩٣٤ز کال ددسمبر په ٧مه نيټه باچا خان پسې بيا
د گرفتارۍ حکم راغى . ده دا وار بندى نشو او بمبۍ ته بوتلى شو ، چې هلته د يوې وينا له امله ورباندې مقدمه وچليده او باچا خان چې پوره سل ورځې يې بهر تيرې کړې وې . بيا دوه کاله قيد شو .
_ د ١٩٣٤ز کال د دسمبر په ١٥ مه نيټه خان عبدالغفار خان ته يو وار بيا دوه کاله با مشقته سزا ورکړى شوه . دى بمبۍ کې مرکزي جيل ته واستولى شو . او هلته يوازې يوې کوټنې کې واچولى شو . ده ته دوه کمبلې ورکړې شوې وې . دى به په بر بنډ فرش سملاستو او د جيل څو کيدارانو او نورې عملې ته ده سره د خبرو اترو اجازت نه و .
_ د انگريزانو جهازونو د مهمندو د علاقې په کليو په ١٩ اگست ١٩٣٥ز کال بمباري پيل کړه . ددې بمباريو پر ضد ، د باچا خان د ورور ډاکټر خان صاحب او نورو خدايي خدمتگارو لخوا غندنه وشوه .
_ د ١٩٣٦ز کال د اگست په مياشت کې باچا خان د انگريزانو
د بند نه خوشى شو .
_ په ١٩٣٧ز باچا خان د ډيرى مودې بند تيرولونه وروسته خپل کلي ته بيرته راغى .
د ١٩٣١ز کال د دسمبر د ٢٥ مې نه تر ١٩٣٧ز کال د اگست پورې باچا خان نظر بند و ، څو کاله جيل کې و . او څه موده د جيل نه بهر و . خو د ډهلي نه د يخوا ورته د راتلو اجازت نه و . څه وخت چې عام انتخابات ختم شوو ، او د قومي وزارت جوړيدو امکان پيدا شو . نو
د باچا خان نه پاپندي او چته شوه ، او شپږ کاله پس خپل وطن ته راغى . داځل بيا په ډير شوق سره عامو او خاصو خلکو د هغه ستړي مشې وکړل .
_د ١٩٣٧ د سپتمبر په مياشت په ايبټ آباد کې د اسمبلۍ غونډه را بللې شوې وه . چې په هغې کې ډاکتر خان صاحب د کانگرس د ډلې د مشر په حيث ، د نواب سر صاحبزاده عبدالقيوم د وزارت خلاف د عدم اعتماد وړانديز وکړ . دغه غونډه کې باچا خان هم شامل ؤ .
_ په ١٩٣٧ز کال کې د ډهلي نه د باچا خان د راتلو نه پس
د ارباب عبدالغفور خان د انتظام لاندې په تاکال کې يوه ډيره لويه جلسه و شوه . قاضي عطا الله خان ددې جلسې صدرو ، د جلسې په پاى کښې يوه درنه مشاعره وشوه چې طرح يې وه (( د آزادۍ نشان په لاس فخر افغان راغى )) .
_ د ١٩٣٧ز په آخري ورځو کې باچا خان يوه لويه طوفاني دوره شروع کړه . تقريباً يوه مياشت په ټوله صوبه کې وگرځيد . په هره علاقه او هر يو لوى کلي او قصبه کې يې لويې لويې جلسې وکړې . او د هرې علاقې خلکو ورته په ډير شوق سره ستړي مشي وويل . څرنگه چه په دې ورځو کې نورې سياسي پارټئ مقابلې ته وتلي نه وې توکومو خلکو چې دخدايي خدمتگارۍ په تحريک کې حصه نه وه اخستې هغوى به هم د باچا خان ډير قدر عزت کاوه . په دې دوره کې به باچا خان صرف د شپې ډوډۍ خوړه . د ورځې که هر څومره به پرې چاوس وکړ . خو د چا ميلمستيا به يې نه قبلوله .
_ په ١٩٣٨ز کال په پښتو نخوا کې د خدايې خدمتگارو خپل حکومت و ، نو د گاندهي جي لاره هم آزاده وه . نو په کال ١٩٣٨ ز کې گاندهي جي د پښتنو دې خاورې ته په اباسين را پورې وت او پښتنو به د گاندهي جي ښه هر کلي وکړل .
_ په ١٩٣٨ز کال کې باچا خان او گاندهي جي د خدايي خدمتگارو د سالارانو سره ، لکه سالار اعظم ربنواز خان ، سالار
شمر وزخان ، بابو غلام رسول خان او سالار امين جان د سيمې د سياسي حالاتو په اړه خبرې وکړې .
_ د ١٩٣٨ز کال په آخري ورځو کې جواهر لا ل نهرو اروپا ته تللى و چې بيرته راغى . نو باچا خان ته يې يو خط وليکلو . په دې خط کې يې ليکلي و چې ما د اروپا دوره وکړه ، په دې نتيجه ورسيدم چې اروپا په يو آتش فشان غر پرته ده . او نن دى که سبا يو پړق به ووهي او ټوله اروپا بۀ دړې وړې شي . همدغسې وشوو .
_ انگريزانو باچا خان په ١٩٣٩ز کال کې د هري پورجيل نه
د مونټ گومري ( ساهيوال ) جيل ته واستاوه . دا د بدماشانو جيل و ، دا جيل د آبادۍ او د آب و هوا په لحاظ ، ډير ناموزون او خراب و . په دې جيل کې هميش د خاورو باران به و ، ماشي ، ميږي ، مچان او مچۍ ددې جيل خاصې تحفې وې . باچا خان يې دې کې ځانله يوازې ساتلى و هيڅوک يې ورته نه پريښودل .
_ په١٩٣٩ز کال کې د باچا خان د ورور ډاکتر خان صاحب
د وزارت جوړيدونه پس د وطن هوا بدله شوه . خدائي خدمتگار تحريک ډير طاقت وموند . خو يوه خرابي هم پيدا شوه . هغه دا چې جعلي قسم خلک هم په دې تحريک کې شامل شو . لکه څنگه چې د اسلام خوريدو په ابتدايي ورځو کې به صرف هغه خلک مسلمانيدل د چا په زړه کښې چې بۀ د اسلام صداقت اثر کړى و ، مگر د مکې دفتح نه وروسته ډير منافقان هم ظاهراً مسلمانان شوو . ځکه چې دغه وخت اسلام طاقت موندلى و . نو ډير منافق خلک د ذاتي غرضونو دپاره مسلمانان شول ، نو دې منافقانو به هر وخت اسلام ته دنقصان رسولو کوښښ کاوه . دغسې په خدايې خدمتگار تحريک کې چې خود غرضه خلک راننوتل . نو دې تحريک ته يې ډير نقصان ورساوه .
_ (( پښتون )) رساله چې د ١٩٣١ز کال دسمبر نه بنده وه .
د ١٩٣٩ز کال په دسمبر کې بېرته جاري شوه . خو دومره وه ، چې اول دا رساله مياشتنۍ وه . او دا ځل به په مياشت کې درې ځله چاپ کيده . ددې دفتر په اوتمانزوکې وه .
_ د ١٩٤٢ز کال په جنگ کې په هندوستان کې ډېر تشدد وشو ، ليکن په پښتو نخوا کې د انگريزانو د ډير ظلم او اشتعال با وجود پښتنو تشدد ونه کړ . حالانکه هندوستان سره د تشدد هغومره سامان هم نشته څومره چې پښتنو سره دى . په ددې باره کې گاندهي جي وويل چې عدم تشدد د بزدل سړي کارنه دى ، دا د يو بهادر سړي کار دى او پښتانه د هندوستانيانو نه زيات بهادران دي . دغه وجه ده چې هغوى تشدد ونه کړ .
_ په ١٩٤٢ز کال کې د پښتنو په سرحدي قبايلو هم د خدايي خدمتگارو وفدونه وگرځيدل او د پيرنگيانو په مقابل کې د پښتو نخوا د آزادۍ له پاره د هغوى مرستې وغوښتل شوې . دې وفدونو ښه په جمع وجوش کار کاوه . قبايلو د زړه له کومي د هغوى هر کلى کاوه . انگريز او د انگريز نمايند گانو به خنډونه پيدا کول . په دې وخت کې په باچا خان باندې هم بنديزونه لگول کيدل . دلته مه ځه او هلته مه ځه . ددې ځاى نه وتى نه شې او هغه ځاى ته تلى نه شې . خدايي خدمتگارو به هم غونډې او مظاهرې کولې .
_ د ١٩٤٢ز کال په دسمبر کې د گانگرس گوند د ورکنگ کميټي فيصله وکړه چې د برتانيى د حکومت په مقابل کې سول نا فرمانى پيل شي . ددې فيصلي دا صولي چليدوله پاره باچا خان ډير جدو جهد کړى دى .
_ باچا خان د ١٩٤٢ز کال د اکتوبر په ٢٦ مه د (( مرکز عاليه سردرياب )) نه روان شو . شپې له يې درگۍ سره خوا کې يو وړوکي کلي مني خيلې ته ځان ورساوۀ . په لاره په زرگونو خلک وو. ځاى په ځاى به يې باچا خان ودراوۀ . باچا خان به ورته څو خبرې وکړې . بيا به روان شو . دا په زرگونو پښتانه وو . ولې چې د باچا خان سره مردان ته د داخلې دپاره هم صرف هغو پنځوسو تنو ته اجازه وه ، څوک چې باچا خان سره ملگري وو .
د ١٩٤٢ز کال د اکتوبر په ٢٧مه باچا خان او د هغه ملگري
د مردان ضلعې ته داخل شوو . اگر چې د مردان ضلع خود منگا د کلي سره پيل کيږي . نو هلته د حکومت د اړخه هيڅ بنديز نه و . د مردان نه بهر د ميرويس ډيرۍ په خوا کې سر کار د باچا خان او د هغه د ملگرو لار نيولې وه . پوليس کوښښ کاوۀ چې باچا خان گرفتار کړي ، ولې
د خدايې خدمتگارو حزب طرف نه دا هدايت و ، چې څوک به په آسانه گرفتاري نه ورکوي . او که ونيولى شي نو پخپله به پوليس سره نه ځي ، پوليس به يې وړي . ددې وجې نه باچا خان گرفتارۍ ورکولو ته غاړه نه کيښودله . د انگريزانو پوليسو په وهلو وهلو باچا خان لارۍ ته وخيژولو او د هري پور جيلخانې ته يې ورساوه . هلته چې کله ډاکترانو د باچا خان معاينه وکړله . نو پته ولگيده چې دوه پوښتۍ يې ماتې دي .
_ باچا خان د ١٩٤٣ز کال په دسمبر کې د دريو کلونو قيد تيرولونه وروسته آزاد کړى شو . مگر دا آزادي هم پوره آزادي نه وه . دى
د پښتو نخوا او پنجاب د تلونه بندو .
_ گاندهي جي د ١٩٤٤ ز کال د مى په ٦ مه نيټه د آغا محل پونې نه خوشې شو ، او نور قيديان څه موده پس ، چې جنگ په ختميدو شو ، خوشې شوو . باچا خان او د سرحد ټول سياسي بنديان هم خوشي شوو .
_ په ١٩٤٥ز کال کې بيا د وزارتونو د جوړولو له پاره انتخابات کيدل . باچا خان په دې وزارتونو خوښ نه و . مگر د ډلې فيصلې ته يې غاړه کښيښودله . د انتخاباتو په نتيجه کې د پښتو نخوا له شپږو ضلعونه په کوهاټ ، بنو ، ديره اسماعيل خان ، مردان او پيښور کې خدايي خدمتگارو وگاټه او په هزاره ضلع کې مسلم ليگ ، سره له دې چې د حکومت ټول زور او زر پټ او ښکاره له مسلم ليگ سره و .
_ د ١٩٤٦ز کال د مى مياشت کې د هند د نيمې و چې د آزادۍ په درشل کې د برتانيې حکومت د خپلې کابينې څلورتنه وزيران هند ته د مذاکرې لپاره واستول . څلورتنه مشران غړي د کانگرس له خوا او څلورتنه د مسلم ليگ لخوا وټاکل شول . د کانگرس په غړو کې خان عبدالغفار خان هم شامل و . ددوى په گډون د شملې کنفرانس جوړ شو . ددې په نتيجه کې د ١٩٥٦ز کال د مى د مياشتې نه وروسته د برتانوي حکومت او د هند د حزبونو ، په تيره بيا د کانگرس او مسلم ليک تر منځ د سياسي مفاهمو او مذاکرو لوبه شروع شوه .
_ په ١٩٤٦ز کال کې د سرحد وزارت پنډت جواهر لال نهروته
د سرحد ( پښتو نخوا ) د دورې بلنه ورکړه . پنډت جي پښتو نخوا ته راغى . خدايي خدمتگارو د پنډت جې ډير ښه استقبال وکړو . په ډيرو لويو لويو جلسو کې د تقريرونو موقع ورکړه . خو انگريزي حکومت
د خپلې زړې پاليسئ ، د هندو مسلمان جنگولو د جذبې لاندې ،
د پولټيکل ايجنسو په علاقو کې په پنډت جي هر قسم حملې وکړې .
د ايجنسو خلکو ته پولټيکل افسرانو لمسه ورکړه ، چې د پنډت جې پر خلاف مظاهرې وکړي . چنانچه په ډيرو ځايونو کې پرې ډزې وشوې .
د کاڼو باران پرې وريدۀ . د ملاکنډ په دوره کې ډاکتر خان صاحب او باچا خان هم ورسره ملگري وو . هلته په ډيره منظمه طريقه دوى په کاڼو وويشتى شوو . او دا درې واړه مشران ښه زخمي شو .
_ خان عبدالغفار خان په ١٩٤٧ز کال کې د يو هئيت په مشرۍ ډهلي ته لاړ او هلته يې د انگريزي وايسراى لاړ ډمونټ بيټن سره وکتل . وايسراى ته يې دا مطالبه وړاندې کړه چې مونږ خپله آزادي غواړو او زمونږ ټول کوښښونه د خپل وطن د آزادۍ لپاره وو .
_ د ١٩٤٧ز کال په شاوخوا کې د کانگرس گوند فعاليت زيات پراخ و ، د هغه مشران گاندهي جې ، ابو الکلام آزاد ، جواهر لال نهرو او نور د هند څخه د انگلستان دوتلو او د يوه نظام د راتلو لپاره نوي پلانونه طرح کول . ددوى سره د پښتو نخوا څخه د خدايي خدمتگارانو نوى بهير د پښتنو د محبوب مشر خان عبدالغفار خان تر مشرۍ لاندې ملگرى و .
کله چې په ١٩٤٧ز کال د هند نيمه وچه په دوو برخو وويشل شوه ، د هند او پاکستان حکومتونه جوړ شوو او د پښتنو او بلوڅو پر حق باندې سترگې پټې شوې ، نو هلته يو مصنوعي ريفرندم وشو . خدايي خدمتگارو او په زرگونو پښتنو پکې برخه وانه خيستله . خان عبدالغفار خان او په زر ها و خدايي خدمتگاران بنديان شول .
_ د صوبې د جرگې ، د اسمبلئ د ممبرانو ، د خدائي خدمتگارانو افسرانو او (( ځلمى پښتون )) د جرگې يو شريک اجلاس په يوويشتم د جون سنه ١٩٤٧ز په مقام د بنو کې د خان امير محمد خان د صدارات د لاندى وشو _ دې اجلاس په اتفاق سره دا فيصله وکړه چې په دې ملک کې دې د پښتنو يو آزاد حکومت جوړ شي . چې د هغې د آئين بنياد به په اسلامي اصولو ، جمهوريت و مساوات او اولسي انصاف باندې ايښودى شي . دا اجلاس هر پښتون ته اپيل کوي چې ددې اعلى مقصد د حاصلولو دپاره په يو مرکز باندې را غونډى شي . او بې
د پښتون نه دِې د َبل چا اقتدار ته سر تيټ نه کړي .
له طرفه د صوبې سرحد د لوئې جرگې نه
_ د ١٩٤٨ز کال په فبرورئ کې د پاکستان د آئين سازې اسمبلئ غونډه را وبللى شوه . په کراچۍ کې د خدايې خدمتگارو مشرانو هم ددغې روغې جوړې او مصالحتى رويې په رڼا کې دا فيصله وکړ له ، چې باچا خان دې دغه اسمبلئ له لاړ شي . يو خو به هلته خپله او د خپل جماعت پاليسى او نظريه پيش کړي . بله دا چې که کيدي شي د ملک د واکدارانو سره څه د خبرو اترو موقع پيدا شي ، که څه غلط فهمئ وي هغه به لرې کړى شي . نو باچا خان لاړ . د پاکستان په آيين سازه اسمبلئ کې يې د ملک سره د وفادارئ قسم پورته کړو .
_ د ١٩٤٨ز کال په مارچ کې د جناح صاحب د دورې پروګرام اخبارونو کې راووت . د باچا خان د ملاقات ورځ وټاکلى شوه . د باچا خان په خواهش د خدايي خدمتگارو او قامي جرگې صوبايي مجلس عامله د هغې ورځې دپاره راوبللى شوه ، چې د جناح صاحب سره په ملاقات کې څه فيصلې وشي ، چې په هغې ملگري خبر شي .
_ د ١٩٤٨ز کال د جون په ١٥ باچا خان د پښتنو قبايلو له مشرانو سره د روابطو د لرلو او د پاکستان پر ضد د فعاليت په تور درې کاله قيد شو ، چې درې کاله يې پوره شو بيا درې کاله نور هم قيد شو .
_ د ١٩٥٤ز کال د جنورئ په مياشت د شپږو کالو قيد نه وروسته د پاکستاني واکمنانو له جيله خلاص شو . مگر د پنډئ په سرکټ هاوس کې نظر بندو او خپلې صوبې ته د تگ اجازه ورته نه وه .
_ د ١٩٥٥ز کال د اپريل په مياشت کې د غربى پاکستان د يو يونټ اعلان شوى و . ددې يونټ جوړيدل د پښتنو ، بلوڅو او سنديانو په ملي ، سياسي ، اقتصادي او فرهنگي محروميت باندې تماميده او په عين حال کې د بنگال د اکثريت په ضد هم يوه لويه دسيسه وه . ددې يونټ پر ضد د څلورو واړو صوبو ملي او دموکراتيک حزبونه او ځواکونه ودريدل . خان عبدالغفار خان ( انټى يونټ فرنټ ، د يو يونټ ضد جبهه ) جوړه او فعاله کړه .
_ د ١٩٥٥ز کال د جولاى په ١٧ مه د يو کال نظر بندئ نه وروسته باچا خان پښتنو نخوا ته راغى او د لکونو تنو خلکو له خوايي په شاندارو مراسمو تودهر کلى وشو .
_ باچا خان د ١٩٥٥ز کال د اگست په مياشت کې د افغانستان د خپلواکۍ په مراسمو کې د برخې اخستو په مقصد د څو ورځو لپاره کابل ته راغى .
_ باچا خان د يو يونټ ضد جبهى د پروگرام او هدف د تبليغ ، خپرولو او عامولو لپاره د ١٩٥٥ز کال د جولاى په ٢٩ مه د صوبى دوره شروع کړه ، تر هغې وروسته يې غوښتل چې د بلوچستان دوره وکړى . مگر د پاکستان د حکومت له خوا بنديز پرې ولگيد . د بنديز څه خيال يې ونه ساته او په دوره ووت . د دورې له پيلولو سره سم
د پاکستان حکومت دى او خان عبدالصمد خان اڅکزى په کويټه کې ونيول د مچ جيل ته يې واستول او څو ورځې وروسته يې خوشي کړل .
_ د باچا خان په هڅو او هڅونو ، کوښښونو او سپارښتونو
د ١٩٥٦ز کال د جنوري په ٢٧ مه کې پاکستان نشنل پارټي جوړه شوه . د يو يونټ ماتول ، د ايالتونو بيرته بر قرارول ، د ملي حقوقو ،
د دموکراسئ او اجتماعي عدالت تا مينول او په پاکستان کې بې طرفه خارجي سياست چلول ددې پارټئ مهم هدفونه وو .
_ د ١٩٥٧ز کال کې د پاکستان نيشنل پارټي په ځاى نشنل عوامې پارټي په سياسي فعاليت پيل وکړ .
_ بلوچستان ته د خان عبدالغفار خان پرورتگ باندې بنديزو . ده بنديز مات او دوره يې پيل کړه ، د ١٩٥٨ز کال د سپتمبر په ١٣ مه په کويټه کې ونيول شو . پيښور ته راوستل شو او خوشي شو .
_ خان عبدالغفار خان د ١٩٥٨ز کال د اکتوبر په ١١ مه بيا
د غني خان په کور کې ونيولى شو .
_ باچا خان د ١٩٥٩ ز کال د اپريل په ٤ مه نيټه د پاکستان حکومت د بند نه خوشي شو .
_ د ١٩٥٩ ز کال نه وروسته د پاکستان د حکومت د فيصلې له مخه پر خان عبدالغفار خان باندې داسي بنديز ولگيد چې دى تر ١٩٦٦ز کال پورې په هيڅ انتخابي اورگان کې نه شي انتخابيدى او غړى کيدى نه شي او په سياسي فعاليتونو کې برخه اخستلې نه شي .
_ کله چې پر باچا خان باندې د پاکستان د حکومت له خوا
د گرځيدو بنديز ولگيد ، هغه ددغو خبرو پروا ونه کړه د پښتو نخوا
د صوبې دوره يې شروع کړه ، د ١٩٦١ ز کال د اپريل په ١٢مه په ديره اسماعيل خان کې ، د ضد دولتي فعاليتونو په تور ونيول شو او يو په بل پسې مختلفو جيلونو ته واستول شو .
_ باچا خان د ١٩٦٤ز کال د جنورى په ٣ مه نيټه د بند نه آزاد او پخپل کور کې نظر بند شو . دا ډير له کړ اوه ډک جيلونه وو . په جيل کې به يوازې ساتل کيده هيچا به ورسره ملاقات او خبرې نه شواى کولاى . ددې لامله يې خپله روغتيا له لاسه ورکړه .
_ خان عبدالغفار خان د ١٩٦٤ ز کال په سپتمبر کې د علاج لپاره لندن ته ولاړ . هلته يې علاج ونه شو قاهرى ته ولاړ او بيا کابل ته يې دراتلو اراده وکړه .
_ خان عبدالغفار خان د ١٩٦٤ز کال د دسمبر په١٢ مه کابل ته تشريف راوړ ، زمونږ د خلکو د ټولو طبقو او قشرونو نمايندگانو په زرگونو تنو سپين ږيرو او ځوانانو لخوا يې په ډيره مينه او اخلاص تود او شاندار هر کلى وشو .
_ کله چې د افغانستان د ١٩٦٤ز ( ١٣٤٣ هـ ل ) کال د نافذ شوي اساسي قانون له حکمونونه د استفادې په ډول ، دلته سياسي ډلې او گروپونه جوړيدل او فعاليت يې کاوه ، نو خان عبدالغفار خان ته ډير ځوانان او د پاخه عمر شخصيتونه ورتلل . د هغه له تجربو ، سپارښتنونو او د مجلس له فيض نه به استفاده کوله . هغه به هم غونډواو ميټنگونو ته ، د ملى او ادبي شخصيتونو د نمانځنو ټولنو ، د مشاعرو محفلونو او د ادبي څيړنو کنفرانسونو او سيمينارونو ته ورته او د غونډې په پاى کې به يې وينا کوله .
باچا خان په ١٩٦٤ز کال کې انگلستان ته د علاج لپاره ولاړو .
د هغه ځاى نه بيا د امريکې د تلو دپاره دويزې در خواست وکړو . خو امريکې باچا خان له ويزه ورنکړ نو هغه بېرته کابل ته راغى . هغه به دلته په اوړى کښې کله په کابل او کله په ژمي کښې په جلال آباد کې اوسيده او د هېواد نورو برخو ته يې هم لنډ سفرونه کول او له خلکو سره به وکتل .
د ١٩٦٥ز کال د اپريل په ١٧ مه خان عبدالغفار خان د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالى د بختان په کلي کې د سر محقق عبدالله بختاني خدمتگار په حجره کې ميلمه و . په دې ميلمستيا کې
د افغانستان او سيمې د سياسي حالاتو په اړه خبرې وشوي .
پاچا خان د ١٩٦٥ز د جون په ١٦ مه د پاکستان د تماميت او سالميت په ضد د نفرت خورولو او بغاوت په تور ، په شاهي باغ کې ونيول شو . محاکمه شو ، قيد او جريمه شو .
_ په ١٩٦٩ز کال د پښتنو اوبلوڅو د ملي ورځې په مناسبت د پښتو نخوا او بلوچستان يو شمير ملي او مترقي مشران ، مبارزان او ليکوالان کابل ته راغلي او په ستر مشر خان عبدالغفار خان باندې را ټول شوي وو . په دوي کې خان عبدالصمد خان اڅکزى ، خان عبدالولي خان ، اجمل خټک ، محمد عثمان کاسي ، صادق ، مير مهدي شاه مهدي ، هاشم غلزايي ، قلندر مومند ، محمد علي کاکړ ، راحت سيال او نور شامل وو .
_ په ١٩٦٩ز کال ، د هند ستر زعيم مهماتماگاندهى جى
د زيږيدو سلمه کاليزه وه . د هند د ملي کانگرس او د هند د حکومت لخوا ، دې مراسمو ته خان عبدالغفار خان هم وبلل شو . دى د کابل نه ډيلي ته ولاړ او په مراسمو کې يې د خورا معزز ميلمه په توگه برخه واخسته . په دې موقع د هند حکومت ده ته ( د سولي او بين المللى تفاهم ) لوړه جايز ورکړه . خان عبدالغفار خان لومړنى سړى و چې دا جايزه ورکړى شوه .
_ په ١٩٦٩ز کال خان عبدالغفار خان په کابل کې تشريف درلود او له پيښور څخه خان عبدالولي خان ، اجمل خټک ، مير مهدي شاه مهدي ، قلندر مومند او نور سياسي شخصيتونه هم راغلي وو . دوى په کابل کې د خپلو ملاقاتو په لړ کې د پښتنو او بلوڅو د سرنوشت
د ټاکلو په برخه کې خبرې اترې او مشورې کړي دي .
د ١٩٦٩ز کال د دسمبر په لومړئ نيټه خان عبدالغفار خان د هندوستان په اله آباد کې يوې ډيرې درنې اولسي جلسې کښې د هندوستان په ليډرانو سخت ټکونه و کړل ، او وې ويل چې دا ليډران د هغه مقصدونو په پوره کولو کې پاتې راغلل د کومو لپاره چې بې حسابۀ خلکو خپل ژوند قربان کړ .
دا وخت چې د هندوستان کوم بد تر حال دى . ددې هم دا مشران ذمه وار دي . ځکه چې هغوى د اولس صحيح لارښودنه ونه کړى شوه .
د خوراک او غريبۍ مسئله حل نه شوه . څو کسان د آزادۍ خوندونه اخلې ، پاتې اولس د يو وخت ډوډۍ دپاره ژاړي . هغوي په فرقه وارانه امن باندې زور ورکړ ، او ويې ويل ، چې که چيرې د هندوستان مسلمانانو سره ښه سلوک و نه شي نو ددې اثر به په اسلامي ملکونو پر يوځي چرته چې هندوان آباد دي .
_ د ١٩٦٩ز کال د دسمبر ٢ مه نيټه پاچا خان د هندوستان
د ويکټوريا پارک په چوک کې د پنځوس زره کسانو يوې جلسې ته د تقرير په وخت د خلکو د يو تربله په جگړو ډير په درديدلى انداز
د افسوس څرگندونه وکړه . او ويې ويل چې : دا جگړې خود غرضه خلک کوي ، نتيجه يې دا شوه چې نن هندوستان د آبادۍ په ځاى د بربادۍ خواته روان دى . په دې جلسه کې د يو پى د صوبې وزير اعلى چندر بهان گپټاد لکهنو د اوسيدونکو له خوا د اتولکو روپويوه کڅوړه باچا خان ته د عقيدت په توگه وړاندې کړه او ويې ويل چې مونږ ټولوته معلومه ده ، چې باچا خان به دا روپۍ ځان سره نه وړي ، بلکې چې کوم کارونه د هغوى په نظر کې ښه وي د هغې کارونو لپاره بۀ يې مونږ ته واپس راکوي . باچا خان پخپل تقرير کې د ښار د اوسيدونکو مننه وکړه او د گپتاجى کڅوړې ته يې اشاره وکړه او ويې ويل چې زه به ددې يوه پيسه په خپل ځان خرڅه نکړم ، ځکه چې دا زما عادت نه دى . زه چې په هندوستان کې د کوم کار لپاره څومره روپۍ مناسب گڼم ، د هغې د خرڅ کولو مشوره به ورکوم .
_ د ١٩٦٩ز کال د دسمبر ٣ مه کښې د هند له حکومت څخه
د ديره اسماعيل خان د خلکو در خواست :
مونږ د باچا خان ديدن کول غواړو . مونږ د ديره اسماعيل خان د علاقې نه راغلي نن ورځ په بنارس کې آباديو . سرحدى گاندهي خان عبدالغفار خان هندوستان ته راغلى دى ، مونږ هم د هغوى ديدن کول غواړو . مونږ د هندوستان سر کارته در خواست کوو ، چې د ډهلى نه تر بنارس پورې د يو خصوصى ريل گاډي بندوبست وشي ، چې د بنارس ولس هم د باچا خان د خبرونه مستفيد شي .
_ د ١٩٦٩ ز کال د دسمبر په ٦مه نيټه باچا خان يوې ډېرې درنې جلسې ته د تقرير په وخت وفرمايل : مونږ ته د پښتونستان دپاره د هيڅ قسمه بهارتي امداد ضرورت نشته ، مونږ خپل پښتونستان ښکاره وينو .
د ١٩٦٩ز کال د دسمبر ٧مه نيټه کې خان عبدالغفار خان په هندوستان کې د ورځپاڼو د خبريالاتو سره د خبرو په وخت کې وويل : په هندوستان کې د مسلمانانو کوم حال دى ؟ په پاکستان کې د هندوانو حال د هغې نه ډير ښه دى .
_ کله چې د ١٩٧٠ز کال له انتخاباتو وروسته په پښتو نخوا کې د نيشنل عوامي پارټۍ خپل حکومت جوړ شو . نو د هغې پارټۍ او حکومت لخوا خان عبدالغفار خان پسې يو وفد ( هيات ) کابل ته راغى او ترې يې وغوښتل چې تر اوسه پورې په پښتو نخوا کې قوم ته ستاسو د خدمت په لاره کې خنډونه وو . مگر اوس خو خپل حکومت دى ، ته راشه او قوم ته خدمت وکړه .
_ خان عبدالغفار خان د ١٩٧٢ ز کال د دسمبر په مياشت د کابل څخه پيښور ته ولاړ . په هغه ورځ د افغانستان د خلکو له مختلفو طبقو او قشرونو نه ډير کسان تر تور خمه پورې د مخه ښې لپاره ورسره ولاړ .
په دوې کښې څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار او د هغه گن شمېر ملگري هم شامل وو .
_ د ١٩٧٣ز کال د مارچ په مياشت ، د نيشنل عوامي پارټئ حکومت په غير قانونې توگه ړنگ کړى شو . خان عبدالغفا خان هلته
د (( پښتون )) مجلې د بيرته چالانيدو غوښتنه هم کړي وه او هغه هم ونه شوه . څرنگه چې ده غوښتل د خلکو د خدمت زمينه ورته ميسره نه وه ، نو يې بيرته د کابل د راتلو اراده وکړه ، خو چاويزه نه ورکوله .
د اعتراض په ډول روان شو ، مگر د پاکستان حکومت په جمرود کې ونيو او بندي يي کړ .
_ خان عبدالغفار خان د ١٩٧٨ز کال د اپريل په دوهمه د تورخم له لارې جلال آباد ته راغى .
_ خان عبدالغفار خان د ١٩٨٠ ز کال د سپتمبر په اوله کې شوروى اتحاد ته د معالجې له پاره ولاړ او تر علاج وروسته د همدې کال د اکتوبر په يو دير شمه نيټه بيرته کابل ته راغى .
_ خان عبدالغفار خان په ١٩٨٠ز د علاج له پاره کابل نه ډهلى ته ولاړ او تر معاينې او معالجې وروسته کابل ته راغى . شيخ عبدالله ورته بلنه ورکړې وه چې څو ورځې کشمير ته هم ولاړ شي . ده بلنه منلې وه ، مگر وروسته يې بياتگ ونه شو .
_ خان عبدالغفار خان د ١٩٨٢ ز د اگست په لسمه د تورخم له لارې پيښور ته ولاړ . په دې وختونو کې ، خلکو ته د خدايي خدمت په جرم د پاکستان د حکومت له خوا نظر بند شو .
_ خا