څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

زمونږ د باچا خبرې

( دويم چاپ )

          دا کتاب يو کال مخکې يعنى په ١٣٨٧ هـ ل د افغانستان معلوماتي مرکز لخوا د ( ١٠٠٠) ټوکو په تيراژ چاپ شو . څرنگه چې دهغه  مينه وال ډير وو د يو کال په موده کې بيا چاپ ته يې اړتيا پيدا شوه . او دوهم ځل بيا په جرمني کښې
د افغانستان معلوماتي مرکز لخوا په ١٣٨٨ هـ ل کال کې د  ( ١٠٠٠) ټوکو په تيراژ چاپ شو . په دې برخه کې ددې کتاب د ( ١٦) مخ نه د باچا خان څو خبرې وړاندې کوم : (( زما خپلوانو او دوستانو ډير راته ووې چې ولې پياده ځې ، دا خلک به څه وايي ؟ مونږ د خلکو د پيغورونو له کبله ډير غلط کارونه کوو . ما ورته وويل چې زه د خلکو خبروته نه گورم ، کارته گورم . که کار درست وي ، خلک چې هر څه وايي زه به يې کوم او که کار غلط وي ، نو که خلک هر څه وايي زه يې نه کوم)) . ددې کتاب په اړه زما وړانديز دادى چې دا کتاب په دري او نورو نړيوالو ژبو باندې هم وژباړل شي .