څېړنوال عبدالرحیم بختانی
د تور سمندرګي پېژندنه او په دې سیمه کې سیاسي او نظامي کړکیچونه
تورسمندرګۍ د نړۍ د نامتو سمندرګیو څخه شمېرل کېږي. ددغه سمندرګي سره ډېر هېوادونه ساحلې پولې لري دغه سمندرګي په دې سیمه کې اقتصادي، نظامي او سیاسي ارزښت لري. په دې مقاله کې لومړۍ به ددې سمندرګي د جغرافيايي موقعیت او پېژندني په برخه کې څېړنه وشي اوورسته بیا د وروستیو نظامي او سیاسي بدلونونو په اړه چې ددې سمندرګي د ساحلې هېوادونو ترمنځ رامنځته شوي دي معلومات وړاندې شي. همدارنګه ددې سمندرګي ساحلې هېوادونه په دې سیمه کې کومې اقتصادي ګټې او لاسته راوړنې لري په ګوته شي.
« تور سمندرګي د آسیا او اروپا ترمنځ موقعیت لري او د قفقاز لویدیځه برخه تشکیلوي دغه سمندرګي روسیې،رومانیا، بلغاریا، اوکراین، ګرجستان او ترکیه د مدیترانې د سمندرګي له لارې د اطلس له سمندر سره نښلوی. تورسمندرګي په شمال کې (کرچ) تنګي په واسطه د (آزوف سیند) سره یو ځای کېږي، او په جنوب لویدیځه برخه کې د (بوس فور) تنګي په واسطه د مدیترانې او مرمر سمندرونو سره یو ځای کېږي.
د تور سمندرګي مساحت ۷۰۶۰۲۰کیلومتر مربع، اوږدوالې یې ۱۱۴۸کیلومتر او سور یې ۶۱۵کیلومتر دی. ددې سمندرګي داوبوحجم ۵۳۷زره کیلومتر مکعب دی.
لاندې سیندونه د تورسمندرګي سره ګډېږي : دن، دنیپر، دنستر، بوګ، ریوني، چوروخ، قزل ایرماق او نور.
په جنوري کې د سمندرګي په شمال لویدیځو برخو کې د حرارت منځنۍ درجه -۲ او -۶ درجې سانتې ګرید او په سویل ختیځه برخه کې +۶ او +۷ درجې سانتې ګرید، په شمالې برخو کې -۲۵ او -۳۰درجې سانتې ګرید او په سویلي برخو کې -۵ او -۱۰درجې سانتې ګرید ته رسېږي.
د سمندرګي په لویدیځ او شمالي کې دکال د اورښت منځنۍ کچه د ۳۰۰ او ۵۰۰ملي مترو ترمنځ او په ختیځ او سویل ختیځ کې د ۱۵۰۰ او ۲۵۰۰ملي مترو ترمنځ د تغیر په حالت کې دی. د سمندرګي د اوبو منځنۍ درجه په ژمې کې +۷درجو ته رسېږي، په شمال لویدیځو برخو کې -۱ درجو، په سویل ختیځو برخو کې -۱۱ او -۹ درجو ترمنځ دی.
دتورسمندرګي مهم بندرونه په لاندې ډول دي : اودسا، سواستوپل، کرچ، نیلای یف، نووو روسیسک، توآپسه او سوچې په روسیه کې. باتومې، سوخومې او پوتي په ګرجستان کې ترابوزان، سامسول او سینوپ په ترکیه کې، کونستانزا په رومانیه کې، بورګاس او وارنا په بلغارستان کې». (۱)
د شوروي اتحاد له ړنګېدو مخکې د تورسمندرګي په ډېرو برخو د پخوانې شوروي اتحاد او د هغو اروپايي هېوادونو چې د شوروي اتحاد لخوا ملاتړ کېدل حاکمیت درلود، او په بله برخه کې د ترکیې حاکمیت و،چې د امریکا متحده ایالاتو د ملاتړ څخه برخمن و. مګر د شوروي اتحاد له ړنګېدو نه وروسته د تورسمندرګي ساحلې هېوادونه ډېر شول. په دې ډېروالې سره په دې سیمه کې نظامي او سیاسي حالت هم بدل شو. په دې دوره کې د روسیې هغه پخوانۍ رول او حاکمیت چې په دې سیمه کې وو، کمزوری شو. په اوسنۍ زمانه کې د تورسمندرګي په سواحلو کې مختلف هېوادونه مختلف اهداف تعقیبوي. په دې سیمه کې ددې هېوادونو د مختلفو اهدافو او رقابتونو په اړه په لاندې ډول معلومات وړاندې کېږي : « د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د تورسمندرګي ژئوپلتیک جوړښت په عمومي توګه بدل شوی دی. د ۱۹۹۱زکال وروسته روسیه په دې سیمه کې د ډېرو ستونزو سره مخامخ شوه او د روسیې نفوذ د وارسا د تړون دغړو هېوادونو او په ځانګړې توګه رومانیا او بلغاریا کې کمزوری شو.
سره له دې چې په تېرو وختونو کې روسیې ددې سیمې د ډېرو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې درلودي مګر په وروستیو کلونو کې د امریکا او اروپايي ټولنې ژئوپلتیک نفوذ په دې سیمه کې زیات شوي دی. دامسله په ځانګړې توګه د تورسمندرګي د سیمې په اړه ډېر ارزښت لري د ۱۹۴۷زنه تر ۱۹۹۱ز کلونو ترمنځ دغه سیمه تر یوې اندازې پورې د امریکا تر کنترول لاندې وه د ترکیې هېواد چې د تورسمندرګي په سویلي سواحلو کې حاکمیت درلود، په سیمه کې یوازې غرب پلوه هېواد و په هغه زمانه کې رومانیا، بلغاریا، اوکراین او ګرجستان ټول د مسکو تر کنترول لاندې و غرب ته د اوکراین اوګرجستان نژدې کېدل او همدارنګه ناټو او اروپايي ټولنې ته د رومانیا او بلغاریا شاملېدل په سیمه کې د زبرځواکونو ترمنځ نوی بدلون رامنځته کړ. د ژئوپلتیک له نظره د تورسمندرګي سیمه یوه کوچنې سیمه ده چې په تېرو دورو کې دختیځ، لویدیځ، شمال او سویل تر فشارونو اواغیز لاندې و.
د تور سمندرګي د سیمې اوسنۍ ژئوپلیتک جوړښت دوه اساسي عناصر لري لومړی عنصر یې د روسیې د نفوذ له منځه تلل او د هغه په مقابل کې د امریکا د نفوذ زیاتوالی، چې په یو وخت کې د امریکا، المان او فرانسې ترمنځ رقابتونه هم په کې شامل دي. دوهم عنصر دا دی چې د تورسمندرګي سیمه د منځنۍ اسیا او اروپايي ټولنې ترمنځ د انرژی د انتقال په برخه کې د وصل د کړۍ په توګه پېژندل شوی ده.
د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د ۱۹۸۹ز او ۱۹۹۱زکلونو ترمنځ اوکراین او ګرجستان تر یوې اندازې د روسیې تر اغیز لاندې پاتې شول مګر په سیمه کې د روسیې دحاکمیت ظرفیت راټیټ شو او روسیې په سیمه کې ډېر مهم امتیازات او اختیارات د لاسه ورکړل. بلغاریا او رومانیا د پولینډ، مجارستان او چک جمهوریتونو په شان د اروپايي ټولنې سره د یو ځای کېدو څخه مخکې د ناټو په سازمان کې ومنل شو. صوفیه او بخارست د ۲۰۰۴زکال په پسرلی کې د اوږدې مودې لیدنو او کتنو څخه وروسته د ناټو سازمان سره یو ځای شول، مګر اروپايي ټولنې ته د هغوی یوځای کېدل تر ۲۰۰۷ز کاله پورې وځنډېدل. سره له دې چې په ۲۰۰۲ز او ۲۰۰۳ز کلونو کې د ناټو دغربي هېوادونو د غړو او د پخواني کمونیستي هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د پام وړ پرمختګونه شوي په دې وخت کې د امریکا نفوذ په سیمه کې زیات شو او پر عراق باندې د امریکا د برید په وخت کې رومانیا او بلغاریا امریکا ته اجازه ورکړه چې ددغوهېوادونو له نظامي اډو څخه ګټه واخلي». (۲)
څرنګه چې مخکې وویل شول د شوروي اتحاد له ړنګېدو نه وروسته د تورسمندرګي په سواحلو کې سیاسي او نظامي حالت بدلون وکړ ددغو بدلونونو په نتیجه کې زیاتره ګټه د امریکا متحده ایالاتو او اورپايي ټولنې هېوادونو ته ورسېده پر ګرجستان باندې د روسیې د نظامي تېرې نه وروسته د تور سمندرګي په سواحلو کې د امریکا او ناټو تر مشرې لاندې یو لړ پوځي تمرینونه ترسره شول. معلومېږي چې دغه ټول پوځي تمرینونه له دې امله ترسره کېږي چې په تورسمندرګي کې دناټو او امریکا پښې ټینګې شي او د روسیې رول په دې سیمه کې کمزروی شي. له همدې کبله روسیه او یو شمېر نور هېوادونه ددې پوځي تمرینونو په مقابل کې خپل غبرګون وښوده .
د ګرجستان په سویلي اوسیتیا باندې د روسیې د پوځي برید نه وروسته په تورسمندرګي کې د ناټو او امریکا لخوا لاندې پوځي تمرینونه ترسره شوي دي : « د ناټو سازمان د امریکا، المان، اسپانیا او پولینډ د سمندري پوځ په ملاتړ په تورسمندرګي کې ځینې پوځي تمرینونه پېل کړل. د ناټو ویاند اعلان وکړ، چې د ناټو دغه پوځي تمرینونه د ۲۰۰۸ز کال د مارچ د میاشتې له ۱۸مې نېټې پېل شوي دي نوموړي ویاند زیاته کړه دا د ناټو ورځنۍ کار او پروګرام دی او د ګرجستان د حالاتو سره هېڅ ډول اړیکې نه لري، دا پوځي تمرینونه د ۲۰۰۸ز کال د سپتمبر تر لسمې نېټې پورې دوام وکړ او د هغه اساسي موخه په سمندر کې د پوځي تجربې لاسته راوړل و له بلې خوا د روسیې د پوځ لوړ پوړی پوځي کارپوه آناتولی ناګاویتسین دغه پوځي تمرینونه وغاندل او د ذکر شوي تمرین موخو ته یې د شک په سترګو وکتل او وايي : زما په نظر دا پوځي تمرینونه په سیمه کې د ثبات په ټېنګېدو کې هېڅ ډول رول نشي لوبولی.
پر ګرجستان باندې د روسیې د پوځي برید په اړه چې دناټو لخوا کوم انتقادونه شوي وو ددې انتقادونو په مقابل کې روسیې په موقتي توګه د ناټو د سازمان سره خپلې اړیکې قطع کړې ». (۳)
د پورتینو څرګندونو څخه معلومېږي، چې په دې سیمه کې د ناټو هېوادونه او امریکا ځانته موخې او استراتیژی لري او روسیه هم خپلې موخې او پروګرامونه لري ددغو دواړو پوځي او سیاسي موخو په څنګ کې دوی د یو بل دکمزوري کولو په برخه کې هم هلې ځلې کوي او د دوی ددغو هلو ځلو په نتیجه کې په سیمه کې ناامنی او بې ثباتي رامنځته شوې ده.
« د روسیې صدراعظم ولادیمیر پوتین وویل : چې په تور سمندرګي کې د ناټو د پوځي قواو د زیاتوالي په مقابل کې به غبرګون ښکاره کړي. همدارنګه پوتین د امریکايي په پوځي بېړیو د امریکا د متحده ایالاتو د بشري مرستو د رسولو په اړه انتقاد وکړ». (۴)
د تورسمندرګي ځینې ساحلي هېوادونه لکه ترکیه په سیمه کې د ستونزو د حلولو په اړه د پوځي حل غوښتونکي نه دي او غواړي، چې په سیمه کې ټولې ستونزې په خبرو اترو حل شي. د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل په سویلي قفقاز کې د سولې، ثبات او همکاری په اړه وویل : « مونږ په دې عقیده یو، چې د دوست او ګاونډې هېواد ګرجستان ستونزې به د ځمکنی بشپړتیا ساتنې په اصولو د سولې او خبرواترو له لارې حل شي».(۵)
په تورسمندرګي کې د امریکا، ناټو او روسیې د وروستیو پوځي سیالیو د ختمولو لپاره د نویو مقرراتو او پریکړو په اړه د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل داسې وویل : « تورسمندرګۍ نوي نظام ته اړتیا نه لري. د مونترو تړون ۷۲کاله مخکې لاسلیک شوی دی او تراوسه پورې د پخوا په شان اعتبار لري او ددې تړون د لاسلیک نه وروسته تراوسه پورې تورسمندرګي د سولې، ثبات او هوساینې سمبول دی او دا پروسه همدا شان باید وساتل شي او د تورسمندرګي ساحلي هېوادونه مجبور دي چې دا سوله او ثبات په تورسمندرګي کې وساتي». (۶)
په تورسمندرګي کې د وروستیو پوځي تمریناتو اود هغه په مقابل کې د روسیې، ترکیې او ځینې نورو هېوادونو غبرګونونه هم څرګند شول. په اوسني وخت کې په ظاهري ډول په تورسمندرګي کې د ناټو او امریکا ډېر قوت او نفوذ دی، مګر د روسیې رول او نفوذ هم په دې سیمه کې د امریکا او ناټو نه کم نه دی. په سیمه کې د روسیې د پوځي، سیاسي او اقتصادي قوت او نفوذ په اړه د سیمې کارپوهان داسې څرګندونې لري :« روسیه تر اوسه پورې په نړۍ کې د تیلو دویم تولیدونکی هېواد دی. همدارنګه روسیه د نړۍ د اټومي وسلې نیمايي برخه په واک کې لري، دامنیت په شورا کې دایمي څوکۍ لري او په نړۍ کې د ټولو هېوادونو په نسبت ډېر مساحت لري».(۷)
تاریخ ګواه دی، چې ټولې نړیوالې اوسیمه ییزې شخړې او ستونزې د پوځي او زور له لارې نه دي حل شوي،که چېرې د پوځ او زور له لارې حل شي، د هغه په پای کې دومره انساني،مادي او معنوي زیانونه راځي، چې ترکلونو اوپېړیو پورې د هغه جبران ناممکن دی.
جنګ او جګړه د ستونزو دحل لاره نه ده، جنګ او جګړه نه یوازې پخوانی ستونزې نشي حلولی بلکې نورې ستونزې او جنجالونه پیدا کوي، نو د نړۍ ټولو زبرځواکو ته لازمه ده، چې تېرې شوي ناکامې تجربې تکرار نه کړي او د نړۍ او سیمې ټولې پوځي، سیاسي او اقتصادي ستونزې د خبرو اترو او مفاهمو له لارې حل کړي تر څو د نړۍ او سیمې د میلیونونو انسانانو د وژل کېدو معیوب او معلول کېدو او بې کوره کېدو مخه ونیول شي.
منابع و ماخذ
۱ـ بهرام امیر احمدیان، جغرافیایی قفقاز، تهران، ۱۳۷۶هـ ش.
2_ http://www.aftabnews.ir/vdcftvmdw6dm.html.
3_http://www.jamejamonline.ir/newstext.aspx?newsnum.
4_ http://www.voanews.com/dare.
5_ http://www.kerkuk.net/haber/er/haber.aspx?di.
۶ـ پورتنی اثر.
7_http://www.unanewlook.com/article.aspx?gidvew.