شعر

 

څوک رانه غمونه په زورنه اخلی
جوړدکوراوکلی پېغورنه اخلی
یاره ته دښکلونندارې کوه
زماغوښی لندې دی نواورنه اخلی
غم ته دکوربه وم اومېلمه می وی
ځکه همسایه مې په شورنه اخلی
ښکلی که عزیزته ډیرورجمع شی
بې له خپل جانان پکی نورنه اخلی

داکتر عزیزالله عزیز