دوبى كى عمر د تېريږې

 

دوبى كى عمر د تېريږې ګرانه كله راځى
وينې دزړه نه مى بهيږې ګرانه كله راځى
دوبى كى ورځ نه ده كلونه دبى شميره تير كړل
دځيګر وينه مى وچيږې ګرانه كله راځې
بى غير له تانه دا وختونه په ما څنګه تيرشې
زړه مى په وينو كې خواټيږې ګرانه كله راځې
تا ته ظالم كه بې وفا ووايم ښكلې ياره
زړه د پيسو پسى خوږيږى ګرانه كله راځى
مه بې وفا شې مه ظالم زړه مې په دعمجن دى
په بيلتون ږيره دسپينيږى ګرانه كله راځى
خلك خانديږې خو په ما باندې يتيمى غوندې
خړى سپيرې خاوري وريږې ګرانه كله راځى
كه راځي راشه كه نه ژاړمه به په چيغو چيغو
كسه دصبر مى ډكيږې ګرانه كله راځى
ستا درتلو خبر خو ماته هيڅوګ نه راكوى
تن مى دوزخ په اور سوازيږې ګرانه كله راځې
ستا راتلو په انتظار انتظار اى خوستيه
نور زما دوى سترګې ړانديږې ګرانه كله راځى
 

سيد كريم خوستى
العين صناعيه امارات