دوطن زما

دخوست ديوې سيمى دعكس د ليدلو پر مهال

دوطن زما كه سمه ده كه غر ده
څومره ښكلې ده زما دزړګې سر ده
غوښې وينې مى ترې ځار او ترې قربان شه
داناموس دامى جنت دا مى كوثر ده
راشه وګوره ګورګورې اومامڼې
هر نعمت پكې پريمان ډك دثمر ده
دا رښتيا ده خوست خو خوست دى كه يي ګورې
ښكلې ښكارى په چينار شمس وقمر ده
هر دښمن به ځې له دځايه سرټيټه
هربچې يي قهرامان اوزړه ورده
دده نام سره مى اوښكې ځې يارانو
هره شيبه راته ياد زما دلبر ده
زه خوستى ده په مړدونې هم ترې ځار شم
خوست مى جان ده هم مى مور هم مى پدر ده

 

سيد كريم خوستى