زاد شعر

 

ارواح مې بیا

د چینارونو لاندی

سورو ته

په دمه کې

دسور منګې له ستونې

څاڅکې څاڅکې اوبه وڅکلې

غوټې غوندی

راوغوړیده

چی د تر خه ستونې

د ډوړو خمار

لکه د سرد خوا

دڅڼوقوده

لاړه دغوږپه ملا

دڅټ په لورې واوښته

ویده غوندی شوه ،

او بیا به کله دډولونو په غږ

یو لیونې اټن ته

جال غوندی دسترګو مخ ته

وغورځیږې ،

د داسی شین چینار

ساړه سیورې ته

دا ستړی خیال

په لیونۍ مینه خوبونه غواړې

چې لښتی لښتی خوب

دسر په هر ویښته ویده کړې ،

 ریباره کله به دیارپه لپه

دشرابی چینې په غاړه

سر په سرو شرابو ولمبوم

څو د اسمان د ستورو ولو کې

ټالونه ځنګیدلې پریږدم ،

څوک به مې بیا

دا لیونې کلې ته

په سره ډولې کې

جنتونه راوړې ؟

دلته په هورو تالان ګډ ده

کور په کور راته

دسور دوذخ فصلونه کرې

او ټول له سرو میو نه ډک

جامونه

واړه نسکور په خړه

ځمکه چا ویده پری ایښې

لکه چې ټول زمونږ

دکلې نارینه ځلمې

په لوبه کې

له مخی مړه دی ،

ځکه

 دکلې پیغلي ټولی

ډلی ډلی

دپوړنې په ځولې نیولو

د پاچاهې لښکر

میړونوکې

د پوخ ځلمې په لټه تللې !!!

 

پروان – ثور ۸۹/حبیب زی