پس له دې خدمتګار بې له ځنډه په ستايلو داسې پيل وکړ:
_ صاحبه څښتن تالا دي ستا سيوري د مونږ له سره نه کموي ، تاسوزمونږ د هيواديوعادل ،پوه او غټه سټه ياست . که ستاسو مبارک وجود نه واى نومونږټول به تباه او برباد وو. خداى دي ستاسوعمر په سلونوکلونه نور اوږد کړي . زمونږ عمر دي هم خداى پاک تاسو ته در کړي.
_ ښاغليه! په خداى قسم چې ټول ولس پس له هر لمانځه د جلالتماب روغتيا او سلامتيا لپاره دلوي خداى دربار ته دوعاگاني او درودونه ليږي او له خدايه مننه کوي چې تاسو غوندي هوښيار او پوه لارښود يې هغوى ته لېږلى دى. زه چې ددې ناوړه قوم کړنو ته گورم ډار مې تر سترګو شي، چې د خداى په قهر او غضب به داسې راگير شي، چې د خلاصون لاره به نه لري ، خو ستاسې برکت او لارښونه ده چې موږ تر اوسه لا ژوندي يو او ټول جمعيت په يو وار په گور نه ننوځي.
_ ما شا الله، خداى کريم او رحيم دى، مهرباني يې ده.
_ صا حبه ! په خوب مې ليده چې ويده جمېعت په خپل سپيڅلي او اوچت اواز له خوبه را ويښوي، چې له تاسي نه دښامار په دود جوگونه زده کړي، ټول لکه مړي ستاسو پښوته پراته وو، ليده مې چې ستاسو د اقبا ل او تالو ستورى دومره اوچت و چې په خواږه خوب يې هک پک حيران کړم.
_ الحمدُ لله شکر، په زرهاو ځله شکر،....خداى دې ما او زما ملت په خپل امان کې وساتي .