غزل

فريدالله حسن زی خوست



ودې کړې دوکې په ژبه ګونګه شې
څه دې شوې وعدې په ژبه ګونګه شې

بيا به کفارې ونيسو معاف به شو
ماتې کړه روژې په ژبه ګونګه شې

شولو دې ځواب دې ژبې سر باندې
زده دې کړې قيصې په ژبه ګونګه شې

ځان درته بد نه ښکاري,چې بد وايې؟
پيغلې پښتنې په ژبه ګونګه شې

حير دی که ناوخت شو فريد رابه شي
ولې کړې ښيرې په ژبه ګونګه شې