لیکنه : سیسل اوبري
ویل کیږي چې په زرهاوو کلونه پخوا واښه خوړونکي څاروي د نورو غوښو خوړونکو ځناورو ښکار کیدل .چې دې ټولو څارویو په ځنګله کې ژوند کاوه او واښه خوړونکو څارویو چې به کله خواړه وموندل نو په بیړه به یې هغه له ژوولو پرته تر ستوني تیر کړل او خپلو خونو ته به راستانه شول تر څو له ستوني تیر کړي خواړه په کراره دوهم ځل خولې ته راوړي او په شخوند وهلو سره یې وژووي او بیا یې په ښه ژوول شوي ډول خپلې معدې ته واستوي ، داسې څرګندیږي چې اوسني شخوند وهونکي څاروي د هماغو ځنګلي څارویو له ډلې څخه دي .
غواګانې ، وزې ، هوسۍ او نور تي لرونکي څاروي د شخوند وهونکو څارویو له ډلې څخه ګڼل کیږي . دا څاروي مخکې لدې چې واښه تر ستوني تیر کړي ، زموږ ( انسانانو ) په څیر یې ښه نه ژويي بلکه یوه ډیره برخه خواړه ؛ د ونو نري ښاخونه او پاڼې را شکوي او تر ستوني یې تیروي ، وروسته په یو ځانګړي آرام ځای او وخت کې لکه خپل بچي ته د شیدو ورکولو په وخت تیر شوي خواړه دوهم ځل خولې ته راپورته کوي او په خوند خوند یې وروسته له ژوولو خپلې معدې ته لیږدوي چې د څارویو دې کار ته شخوند وهل وايي .
وروسته لدې چې څاروي دوهم ځل ژوول شوي خواړه خپلې معدې ته چې څلور برخې لري ولیږدوي ، نو هلته ټول ګټور مواد ترینه جلا کیږي .
غوا د شخوند وهونکو په لومړي سر کې ارځي . دا چې غوا په خپله پورتنۍ ژامه کې غاښونه نه لري او دا ژامه یې پریړه او سوروره ده ، چې غوا بوټي او نور واښه په خپلو ښکتنیو غاښونو او پورتنۍ ژامه کې کلک نیسي او وروسته یې د سر په حرکت له تنې را جلا کوي.
تاند ويب