خوستی

دځوانې وخت

دځوانې وخت می تریږې په ارمان کی
سراوږیره می سپینیږې په ارمان کی
تور ویښته چی په هینداره کی سپین وینم
اوښکې ښکته می بهیږې په ارمان کی
دهجران دسر سکروټو په تنور کی
دزړه غوښې می پخیږې په ارمان کی
دنښتر غوندې ښایسته دانګه ځوانې می
په عربو کی زاړیږې په ارمان کی
په عربو کی ډیر ښکلې ښکلې خلک
په غمونو کی ګرزیږې په ارمان کی
په خوستې باندې به دغسې ورځ راشې چې به گور ته روانيږې په ارمان كې

خوستی العین امارات ۲۰۱۰٭۳٭۱۳