حلیمه مهدی ته دا ازاد شعر ډالی کوم
ای حلیمه مهدی
چی هیره وي دجګو غرو په مینځ کی
دښاپیریانو کلی
دجنت یانو کلی
دزمریانو کلی
دخپل وطن سره چی مینه نه کړی
یا چی وطن هیر کړی ته
نو مسلمانه نه یی
چیرې افغانه نه یی
افغانه نه کړی داسې
افغانه خوې د نا هیدی په شان کی
تا نا هیده هیره کړه
اوس که هرڅو دمینې چیغې وهې
ته مینه نه پیژنې
دستا دروغ ده مینه
که پیژنده د مینه
ولې دهیره کړله
دکابل لوړ څوکو دغرو سرونو مینه
تا چې مور هیره کړله
تا چی بابا هیر کړلو
تا مینه نه پیژنې
دکندهار دمیړانې هیر کړی
دخپل وطن دتوریالی هیر کړی
دکاپیسا اوږده توتان لکه دپیغلو شونډې
هغه د څنګه هیر کړل
دکابل یانو خو میراته نه وه
دکابل یانو غوندې ښکلې خلک
وایه په کوم ځاې کی دی
ولې دهیر کړ دکابل مزدیګر
ولې دهیر کړل دکابل ګلونه
ولې دهیر کړل د کابل زلموټې
تا دچا لور دچا اولاد یی چی کابل هیره وی
خدایږو کافره یی په زړه باندې
چې دا هیره وی
زه ستا خوستی به درته څه ووایم
خوستا خبرو لیوانې کړمه زه
په زړه یی سوروې کړمه زه
خو تا موږ هیر کړو بېوافا یی ډیره
تا به موږ نه هیره و
خودرته سوال کړمه دا خدای ته ګوره
چی خپل کابل ته راشه
سره ګلاب ګل ته راشه
چی په ژوندونې نه راځې کابل ته
نودا وصیت به کوی
چی کله مړه شی
جنازه به دکابل ته راوړی
خپل جنتې کابل ته
او ګلایې کابل ته
داسوال می ومنه
دخدای لپاره دپیغمبر لپاره
شعرونه