د اسد جان کیسې که د وخت نادودي
لنډه کیسه د فن له مخې په ښکلا یزو اصولو اوفنی غوښتنو ولاړه ده لکه په اوریدونکې یا لوستونکي باندي اغیز، دکیسي صحنه ، دکرکټرونو سمه انځورنه ، د حرکت او پلاټ ماهرانه اوبدل، کیسه باید تلوسه ولري ، پیل ، منځ او پای سره داسي اوبدل شوي وي چې لوستونکي له ځانه سره د کیسي ترپایه پوري ملګري کړي. کیسه باید له پیل څخه منطقي طرحه شوي وي باید پلاټ او بیان یې دمنلو وړ وي ، کیسه باید د کرکیټرونو په ژبه لیکل شوي وي نه ده لیکوال پخبله ژبه.کیسه د موضوع ( سکالو) له مخي باید له خپل وخت سره برابره وي .
په هرصورت ، د اسد جان کیسې زمونږ د روانو حالاتو څخه سوژې اخلي ، یا په بل عبارت لیکوال په لوی لاس دخپل چاپیر یال حالاتو دیته اړکړي چې نوموړي حالات د کیسي په چوکاټ کې راولي، خو لیکوال بیا په مهارت سره دي مجبوریت ته هنریت ورکړي او هغه یې په پوره امانتداري سره د کیسي په منل شویو چوکاټونو کې ځای پرځای کړي دي. کیسه پیچلي چوکاټ لري، د کرکټرونو حرکات ، خبرې اترې (ډایلاګ) ، د صحني انځورول، د تلوسې پیداکول او بیا هغه داسي نکتۍ ته رسول چې هلته نوره کیسه په لنډه توګه پای ته ورسیږي، په ریښتیا چې یو هنریز زوق او شوق ته اړتیا لري. ما چې کله د اسد جان کیسې ولوستلي دهغه په قلم کې مې د خپل چاپیریال غمیزي او نادودي په هنري ډول اوبدل شوي ولیدلي چې د روان تریخ حالت هره ترخه صحنه راته بیا بیا ترسترګو کیده.
دیو څه وخت دپاره خو نور دکیسو له لوستلو څخه لاس په سر شوم، ځکه چې هره کیسه یوه داسي ریښتونې صحنه انځوروي چې هغه یا د خلکو لخوا او یا هم د سیاسي شویو مطبوعاتو له لوري پټې پاتې شوی.مونږ د مطبوعاتو له لوري د خپل هیواد په عمومې حالت خبریږو، هره ورڅ د لسګونو کسانو د مرګ راپورنه لولو او اورو، خو داچې د هر وژل شوي کس څخه په ژوند کې څه نیمګړې ارمانونه شاته پاتې دي، څرنګه د مرګ تر خولي نوموړی کس برابر شوي ، او څنګه دا د مرګ بلا زمونږ په وطن کې منځته راغلي، دانو بیا یو هنرمند قلم انځورولای شي.
اسد جان زمونږ د ګران هیواد له سیاسي ، ټولنیز او درانګه کورنې ژوند څخه پداسي هنریزه توګه غږیدلاي چې کیدایشي ځیني صحنې يې یواځې دده ترغوږه رسیدلي وي او کله یې هم لیدلي نه وي ، خو داچې دهري صحنې د کرکټرونو حرکات، خبري او اروا يې محسوسه کړي ، هغه یې بیا په ډیر مهارت سره په خوڅښت کې راوستي او دکیسې چوکاټ یې ورته سم کړي..
د اسد جان کیسې لوستونکیو ته کیدایشي سیاسي پیغام لرونکي ښکاره شي، خو زه لیکوال دلته پړ نه بولم ځکه چې لیکوال د کیسي د موضوع د انتخاب له مخې په چاپیریال پوري تړي وي او هغه پدې برخه کې ازاد لاس نلري، کیسه له چاپیریاله راټوکیږي او په یوه چاپیریال کې واقعه کیږي، څرنګه چې زمونږ روان حالت سیاسي شوي دي ، دا رنګه د لیکوال له یولسو(۱۱) کیسو څخه چې ما لوستې شاوخوا اته( ۸) کیسې یې په روان سیاسي بحران راڅرخي، کوم چې هره ورڅ د لسګونو افغانانو د مرګ په بیه پاي ته رسیږي.
د کیسو ژبه ډیره ساده ده ، کیسي د کلیو او بانډ په چاپیریال کې واقع شوي ، ژبه يې هم کلیواله او ساده ده ، خو د کیسو پیغام بیا ملي دي، د (لسګون ) کیسه ، د سیاسي تربګنیو او دښمنیو کیسه ده،( امیدواره ) بیا زمونږ د نا انډوله کورنې ژوند کیسه ده ، دارنګه زور، فایده څه ، تیروتنه زمونږ د کلیو او بانډو حالات انڅوروي او سفر، مساپر، شین رنګه موټر او دارنګه ترهګر زمونږ د چاپیریال د سیاست ترخه او روانې نادودي په ډیره روانه او کلیواله ژبه وړاندي کوي.
په پای کې باید دومره ووایم چې لیکوال د کیسو له پیچلتیاو سره ځان ښه بلد کړي ، او د کیسو پیچلي چوکاټ يې په ډیره پیمانه هنریز کړي دي، که د نورو لیکوالانو کیسي ولولي، او ژپاړي وکړي ، د کیسي چوکاټ به يې نور هم هنریز او رنګین شي، د تکراري انځورونو، روایاتې خبرو، او کرکټرونو په حرکت کې چې کومې نیمګړتیاوي ترسترګو کیږي ، هغو ته به د لیکوال لاهم پام ورواوړي او راتلونکې کیسي به يې لا نوري ښکلي او په زړه پوري شي.
د اسد جان د لازیاتو بریاو په هیله.
ډاکټر ف ځلاند

------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
شمس الله مشعل-
---------------------------------------------------------------------------------
ګل رحمان آرین زئ-
دا یو څرګندحقیقت دی ځلاند صاحب او زه ستا دلیکنې سره موافق یمه چی د اسد جان ورورلیکلی شوی کیسې اکثریت دورځنیو ناخوالو ،کورنیو ستونزو اوژوند، او کوم ناورین چی نن صبا افغان ولس په ځانګړی ډول لراوبر پښتون قوم ورسره مخامخ ده، دبهرنیو ځواکونو قصدی کړنې چې دوی بیا ورته دتیروتنو نوم اخلي اودافغان تپل شوی حکومت نیمګړتیاوې او نااهلیت توب انځوروی او په هنری سبک کی یی اچوی. سمه ده چی د اسد جان اکثریت لیکنی سیاسی اړخ لری ځکه چی په هغه کی د بهرنیوځواکونو دنه زغملو کړنی، دکورنی حکومت نااهلیت توب او په تیره بیا ددوی له خوا څخه کوم ظلمونه چی دملکي وګړو سره کیږی په ګوته او په ډاګه کوی یی. زما په اند باندی دا یو ملی احساس دی چی دچا سره پیدا شی او سړی دی ته وهڅوی چی یوڅه ووایی هغه که په خپله طبیعی ژبه باندی وی اویا دقلم په ژبه باندې(تقریری،تحریري)
او هغه څوک چی د قلم خاوند اوشاعر وی او داډول لیکنی ولری دا ددوی یوملی احساس بولم ، نه یوه سیاسی موخه. د اسد جان په لیکلی شوو کیسو کی یو ځانته د ویلو خوند پروت ده او هغه داده چی څوک یوځلی دویلو شروع ورباندی وکړی تر پایه دی ته اړکیږی چی کیسه ښه په غور سره ولولی ، ځکه هر څومره یی چی وایی دومر نوره هم جالبه کیږی او دویلو خوند یی زیاتیږی، نو زماپه نظر باندی داد کیسو د لیکلو یوه اساسی او حساسه نکته ده،اګر چه زه نه شاعر یم او نه هم ادیب چی زه په دی اړه نظر ولرم
اسدجانه وروره ستا د نوره هم زیات بریالیتوب په هیله
ګل رحمان آرین زئ

---------------------------------------------------------------------------------------------------------------
عبدالله پیکار-
دا لیکنه مې پرون ولوسته ، زما په فکر دښاغلي لیکوال په یولسو کیسو باندې په بشپړه توګه کره کتنه یا حداقل ورته یوه تفصیلی اشاره کول هم وخت غواړي او هم تحلیلي څیړنه غواړي ، خو دلیکنې لیکوال بیا هم کوښښ کړی موږ دکیسو دلیکوال له عمومي مشخصاتو سره اشنا کړي ، لیکنه مې خوښه شوه خو په راتلونکي کې هیله من یم چې په تفصیلي توګه پر هنري اثارو کره کتنې ووینو ، په نوموړې لیکنه کې ځای ځای املایي ستونزې هم شته او ځینې کلمات په کې له بده مرغه په پښتو ژبه کې دیوګونې معیاري لهجې دنشتوالي له کبله هم راغلي دساري په ډول ، هنریز، په همدې سکښت باندې ځینې لیکونکي بنسټیز هم لیکي ، په داسې حال کې چې په معیاري ژبه کې باید بنسټي را شي ، ځکه چې بنسټي له یوې خوا هم مخرجه نه دی او له بله پلوه دیوه اصل په توګه معنا افاده کوي ، ځینې لیکوال ، دپوهنتون محصلانو ته محصلین وایي ، او فارغانو ته فارغین وايي، پکار ده چې محصلان وویل شي ، (ین) په عربي ژبه کې د دووتنو مذکرو صیغه ده ، اما محصلان کیدی شي ښځې هم وي ، نرهم وي او تر دوو ډیر هم وي ، غارفین هم مخرجه هم دی او د محصلین په ډول ګرامري جوړښت هم لري ، موږ اړیو چې په ژبه کې داسې حساسو نقاطو ته ځیر شو . په ډیر درناوي
-----------------------------------------------------------------------------------------------------------------
Asad Afghan dá pukhto ao pukhtano loya sarmaaya da.yo khá ao asarnaak lekwwal day.leek ke ye zor day.khwaaree kakh day.har chaata zaan hum rasawee.mung ye dá der twaan ao loy umár lápaara laas pá duwaa yoo
--------------------------------------------------------------------------------------------------------------.
دا وګړی ډیر کړی خدایه
په پښتنه مینه