د وطن اوښکې

 

نن بیا راباندې جوړ یولوې بازار وو

ګڼه ګوڼه کې شور د خریدار وو

ټیټه او جګه بیه ایښودل ول

خرڅلاو کې مې مشغوله دوکاندار وو

سودا لره راغلي سوداګر ټول

زه یوازې خاوندان مې بې شمار وو

پلورنکي مې کول ډیر صفتونه

اخیستونکې مې لا ډیر هوښیار وو

چې خوشحال یې په ننګ تړله توره

هغه هم پکې ولاړ، لاس په کار وو

خدایه کله به شي بس دا تجارت

زما نوم خو ده دې سیمې سردار وو

اې رحیمه زه خاوره د افغان یم

آیا ماسره همدغه کړه په کار وو ؟

۲ مې ۲۰۱۲، د جنیوا د نړیوالو کنفرانسونو تالار ، جنیوا ، سیوس

د افغان مهاجرینو هیواد ته په خپله خوښه د بیرته ستنولو ستراتیژۍ کنفرانس