لنډه پیژندګلو

 مشتاق رحیم د خداې بخښلي محمد رحیم زوې دننګرهار ولایت دسره رود ولسوالۍ د امرخیلو کلي سره تړاو لري او اوس مهال په کابل کې میشت دې ـ مشتاق رحیم نړۍ ته د حوت د میاشتې په ۲۳ نیټه په ۱۳۵۸کال (د مارچ ۱۳، ۱۹۸۰) په ننګرهار ولایت کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې ـ لکه څنګه چې هیواد په دغه کلونو کې د بدمرغیو په غیږ کې لوبیده ، نو رحیم یې هم له  بد سوري خلاص نه وو او ددې نه مخکې چې د ننګرهار د نارنج د ګلو په بوي پوه او یا هم د سره رود د سرو اوبو د څښلو وړ شي ، د مهاجرت غیږې ته  کډه کیدو ته اړ او د مهاجرې مور په غیږ کې له تورخمه  کوزې پښتونخوا ته  د ۱۳۵۹لمریز کال په اوړي کې واوخت ـ

په داسې حال کې چې خداې بخښلې مشر رحیم به تل د وطن ته د بیرته د ګرځیدو ارمان په زړه کې د ځانه سره ګرځاوو ، د ژوند  بیړۍ د مهاجرت په غیږ کې د نامعلومه منزل په لور خپل مزل پیل کړ ـ دا چې د خداې بخښلې مشر رحیم په ښونه او روزنه مین سړې وو نو مشتاق رحیم خپل د زدکړې ژوند هم د کوزې پښتونخوا په غیږ کې پیل کړ-

د مهاجرت دوره په اوږدیدو او د ژوند کلونه په چټکتیا سره پرمخ روان وو چې مشتاق د خپل د ژوند د ټولو نه لویه غمیزه د مشر رحیم د وفات په شکل ولیده او همدا راز ژوند چې ډیر په اسانتیا پرمخ روان وو د یو لوې خنډ او ستونزې سره مخامخ شو ـ دا چې مشتاق رحیم د کور مشر اولاد وو نو اړینه وه چې د کور د مشرۍ لوې بار د ماشومتوب په کلونو کې په اوږه کړي او همد راز د زدکړې دورې ته د پاې ټکې کیږدي ـ د ۱۹۹۶ کال ددغه غمیزې نه وروسته مشتاق رحیم وکړې شول چې خپله د ښونځۍ دوره په ۱۹۹۷ کال کې د لرې څخه د زدکړو له لارې ترسره کړي ـ

دا چې د د کورنۍ دپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د ګټلو په هڅو کې بوخت له زدکړو او له قلمه لرې ژوند ته اړ رحیم د ژوند د کړکیچونو سره لاس او ګریوان وو ، خداې ورته یو څو ملګري د نعمت په توګه ورکړل او ددغه ملګرو په هڅونه یووار بیا د مشتاق رحیم  د قلم او د کتاب ملګرتیا بیا پیل شوه ـ د درې کلونو د تیارو نه وروسته مشتاق وکړې شول چې د لرې څخه د زدکړو له لارې خپلې زدکړې بیا پیل کړي او همدا راز د لیسانس سند یې د پیښور پوهنتون د سیاسي علومو ((Political Sciences  د پوهنځې څخه ترلاسه کړـ وروسته بیا یې همدا راز په اداره او منیجمنټ کې د پیښور یو شخصي پوهنتون څخه د ماسټرۍ تر کچې خپلې زدکړې وروسولې ـ ددې ترڅنګ د امریکا د کولمبیا پوهنتون څخه د پراختیاي پروګرامونو په څانګه کې یوکلنه ډیپلومه هم لري- د مشتاق رحیم د زدکړیالۍ مزل لا اوس هم پرمخ روان دې او لږه موده وړاندې مشتاق رحیم د افریقاي هیواد ګهانا کې د کوفي عنان د سوله ساتنې د زدکړو د نړیوال مرکز څخه خپله دویمه ماسټري د کړکیچ ، سولې او امنیت په برخه کې ترلاسه کړه –

مشتاق رحیم په ۲۰۰۳ کال کې بیرته وطن ته راوګرځید او د تیرو ۹ کلونو په اوږدو کې د بیلا بیلو کورنیو او نړیوالو ادارو سره د هیواد په پراختیاي چارو کې په کار بوخت دې – لوبو سره بې کچه مینه لري او د کرکټ ډیر لیواله دې ـ مات ګوډ شعرونه ، سپورتي مقالې او سیاسي لیکنې کوي ـ د مشي ګن پوهنتون او د پولیسو د نړیوال ژورنال دپاره یې د امنیت او پولیسو په برخه کې مقالې لیکلي دي ـ  ددې ترڅنګ چې پښتو یې مورنۍ ژبه ده په دري ، اردو او نګلیسي ژبو روانه خبرې او لیکل کولې شي ـ