یوې امریکایي ورځپاڼې په یو راپور کې لیکلي چې که څه هم مالیزیا په دې وروستیو کې د سوریې له جګړې تښتیدلي په زرګونو کډوالو مالیزیا ته د انتقالولو ژمنه کړې خو باید دا هم وویل شي چې کډوال په دغه هیواد کې تر ټولو بد وضعیت لري.

راپور وایي، مالیزیا په حقیقت کې د کډوالو لپاره په ژوندون یو دوزخ ته ورته ځای دی.

د راپور په اساس، مالیزیا کې دا مهاال ۱۵۲۴۰۰ راجستر شوي کډوال ژوند کوي او همدارنګه له لږترلږه ۱۰۰ زره نور کډوال لا په دغه هیواد کې راجستر شوي نه دي.

ډیری دغه کډوال د میانمار روهنګیایي وګړي دي چې شمیر یې قابو ۶۰ زره ته رسیږي، او نور د پاکستان، یمن، سوریې او یو شمیر نورو هیوادونو څخه مالیزیا ته راغلي.

راپور همداراز وایي، مالیزیا کې د زرګونو کډوالو د شتون له امله د نوم لیکنې پروسه ډیره ځندنۍ شوې. اوس په یاد هیواد کې باید هر کډوال څو کاله انتظار اوباسي ترڅو د دغه هیواد د مهاجرت ادارې سره د یو قانونی کډوال په توګه راجستر شي.

راپور زیاتوي، که څه هم د کډوالو د ښوونې او روزنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره په مالیزیا کې د ښونځیو یو سیستم لري چې د حکومتي ښونځیو سره موازي پر مخ ځي او د خیریه بنسټونو لخوا یې مالي ملاتړ هم کیږي، خو د فارغیدو په صورت کې کډوالو ماشومانو ته اسناد نه ورکول کیږي او له همدې امله ډیری ماشومان له نورو زدکړو بې برخې پاتې کیږي.