دا ښايسته ورځې کېږي چې په اسلام اباد کې د پاکستان او انګليس په ګډه اجنډا کې ټکېدلي پښتانه راټول شوي، نقيب الله مسيد د دوی د راټولېدو بانه شوه که نه هلته پښتنو د خپل تاريخ په هر موړ کې د محروميت کمی څکلی، پټان په نورو ايالتونو کې د مسخرې بديل نوم دی، لږ تر لږه په فدرالي سېسټم کې د دوی خپل وسايل، زېرمې او سرچينې د دوی نه دي او د نورو ايالتونو په چوپړ کې دي، د پټان وجود د سوال او وږو سترګو پر ژوند پېټی دی، نزدې دوه لسيزې مخکې چې د هغه مهال سرحد ايالت پښتنو په ليکه د اوړو لپاره نوبتونه جوړول په پنجاب کې اوړه په زېرمو کې سپږو خوړل او پر اټک لکه د هيريونو په قاچاق راتېرېدل. پښتانه هلته اصلاً سيال نه دي، پټان هلته د سياست، اقتصاد او ټولنيز عدالت ټپرېدلی قوم دی، چې هر ځل جيګ شوی او هر ځل غورځېدلی او دا تکرار همداسې بېخونده اوږد راروان دی.
د ۲۰۰۱ راوروسته تحولاتو کې بيا هم دا قام په امريکايي ډرون او پاکستاني ضرب غضب کې پوپنا شو، فاټا کې په لسګونو جنګي ډلې جوړې شوې او بره پرې د ډرون سايې جوړې شوې، د دې سيمو داخلي خپلواک او قبيلوي سېسټمونه په همدې جوړو شويو سناريوګانو کې راونړېدل، پر قبايلي خپلواکۍ پاک ارمي نېزې کښودې او پر ډېورنډ يې نښې پرېښودې... بسته کلي وسوځېدل، دا ولسونه چې خوست ته رابېځايه شول، او دا په لسګونو زره چې په کوزه پښتونخوا کې در په دره شول، او دا په زرګونو چې د ورديو والاو د شپو ورک کړل او بيا پيدا نه شول، دا ټول پر هغو برسېره دي چې د امريکايي ډرون او پاکستاني ضرب غضب په بريدونو کې د قبايلو د هرې تپې او هرې پښتۍ په تېږو او خاورو کې پراته دي.
د نقيب الله مسيد د ناروا وژنې په اړه د افغانستان د زلميو بيړني غبرګونونه او پر خواله رسنيو تاوده زګېروي او ساندې داسې طبيعي راغلې، چې په کوزنيو کې يې وريتي چغې ايجاد کړې، او دا چغې نن په اسلام اباد کې د تحصن د دريځ تودې نارې دي. ښه وه چې مسيد هنري مخينه درلوده او ښه وه چې نقيب الله د حسن کرشمه وه، دې هر څه د مسيد مظلوميت ته نور عاطفي رنګ هم ورکړ، ښه شو چې دا شور او دا ځوږ پر يو ټولنيز مزاحمت تبديل شو...

د احتجاج غوښتنې او شعارونه!
د احتجاج او راټولو شويو پښتنو غوښتنې مشخصې دي، هغوی ۵ غوښتنې لري:
لومړی دا چې د مسيد قاتل راو انور دې محاکمه شي، دويم دا چې ماينونه دې له قبايلي سيمو بېرته ټول شي، درېم دا چې د بې درکو پښتنو معلومات دې ورکول شي، څلورم دا چې که بې درکه پښتانه مجرمان وي نو محاکمه دې شي او پنځم دا چې په قبايلي سيمو کې دې ګرځبنديز لرې شي.
دا غوښتنې رسمي غوښتنې دي، په دې غوښتنو کې نه د ايالتي خودمختارۍ کومه غوښتنه شته، نه پر خپلو سرچينو د واک غوښتنه، نه د لر او بر يو افغان غوښتنه او نه د ازادۍ کومه نهايي غوښتنه.
د دغه تحصن ګډونوالو هغومره لويه غوښتنه نه ده مطرح کړې، کومه چې د لوی افغانستان داعيه يې ايجابوي، هلته تيت و پرک شعارونه شته، او هلته ضد او نقيض شعارونه هم شته، پر شعارونو بيا هغه حساب نه کېږي کوم چې پر رسمي غوښتنو او اهدافو کېږي، هلته دريځ ته له جماعت اسلامي او جمعيت علمای اسلام نيولې د عوامي نېشنل پارټۍ، قومي وطن پارټۍ، عمران خان او اڅکزايانو پورې ټول ورځي، څوک په کې نړيوالتوب غږوي او څوک په کې د افغان او مسلمان کيسه کوي، څوک په کې تاريخ تکراروي او پاکستان زنده باد ناره په کې مشروطوي او څوک په کې د کشمير لپاره د جهاد غږ پورته کوي... که د دې احتجاج غوښتنو پياوړی قومي رنګ درلودی او نظرياتي وحدت په کې ځواکمن وای نو بيا به دا احتجاج سرنوشت ساز وای.
خو بيا هم که هر څو د رسمي غوښتنو په لړ کې لوی غوښتنې نه شته، خو دا شعارونه بيا په کې ولسي رنګونه دي، دا مصنوعي نه دي دا د زړه اوازونه دي چې هلته د غوڅ وجود دردونه په زګېرويو نه بلکه په وريتو وريتو چغو اوروي، بويه که دا شعارونه يوه ورځ د کاغذ ليکلې موخې شي.

خو افغانستان بايد دا احتجاج حمايه کړي!
افغانستان لپاره مهمه خبره د افغانستان تاريخي داعيه او اوسنۍ ګټنه ده، هغه دا چې افغانان بايد د خپلې تاريخي داعيې په تناظر کې د کوزنيو پښتنو له کوچنيو غوښتنو هم ننګه وکړي، دوی بايد هغوی په خپلو غوښتنو کې حمايه کړي، افغانانو ته هغه شعارونه هم عاطفي او انګېزه بښونکي دي چې هلته د لر او بر يو افغان ناره د صف له منځه راپورته شي، او دا ناره بيا ولسي هم ده او طبيعي هم، هر څو که په کوچنيو پنځو غوښتنو کې ځای شوې نه ده.
دا ښه شو چې ولسمشر، د افغانستان يو شمېر ډيپلماټيکو سرچينو او سياسي شخصيتونو او جريانونو د کوزنيو پښتنو د دغه تحصن سره د ملاتړ غږ وکړ، په دې ډول به له يوې خوا هلته د تحصن رامنځته کونکو کانالونو مورال ورسره لوړ شي او له بلې خوا به دغه تحصن په نړيوال فورم او سټيژ يو اورېدونکې قضيه شي، نړۍ به ترې خبره شي او دا پېښه به د خپلې اندازې ستروالی نړۍ ته وړاندې کړي.
بيا به دا نه وايې چې نه وم خبر
نن دې ګټمه که راځې جانانه

د احتجاج سازماندهي!
په اسلام اباد کې د لر او بر يو افغان دا ناره، دا اړيکه او دا راټولېدنه د تاريخ يو ډېر ځنډنی تکرار دی، ډېره موده وروسته يې پېښه وکړه، اوس نو دا پېښه بايد بنسټيزه شي او سمه سازمان شي، که دا خودجوشه احتجاج سم سازماندهي نه شي نو بيا به حتماً د انارشېزم په ګډوډۍ کې سخت وځپل شي، بل تاريخي تکرار بيا همداسې لسيزې انتظار غواړي.
د تحصن پيل ډېر خودجوشه وشو، دا وګړي خپل حقونه غواړي، خو پوښتنه دا ده چې دا خودجوشه حرکت که تر شا کومه سياسي نظريه ونه لري، تر شا کومه ګوندي حمايه ونه لري او منظمه سازماندهي ونه لري، نو ايا څومره لاسته راوړنه به ولري؟
د همدې خلا له امله بېلابېلې نظرياتي ډلې ورځي او د غونډې د موخو د اختطاف هڅې کوي، که د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان ورشي نو هغه ته هم چک چکې کېږي، که محمود خان ورشي او د تاريخ لېکچر ورکوي نو هغه هم په سړه سينه اوري، د شېرپاو لاسونه غورځول هم په خوند ننداره کوي او که د جماعت اسلامي امير ورشي د هغه خبرې هم اورېدل کېږي،... دا هر څه که له يوې خوا د کوزنيو پښتنو د زغم او منلو غني فرهنګ راښايي نو له بلې خوا دا هم راښايي چې دې راټولېدنې په قومي رنګ کې بيا هم ولې قومي نظرياتي ګوندونو ته د سازماندهۍ مقام نه دی ورکړی؟ دا پوښتنه د ډېرو ځوابونو زېږنده ده او دقت په کې په کار دی.

کوزني قامپرستان او پښتانه!
زه فکر کوم چې کوزنيو قامپرستو يوازې د پښتو په نوم سياست کړی، دوی لږ تر لږه په تېره يوه نيمه لسيزه کې د پښتنو د دغه محدودو غوښتنو کوم مزاحمتي فورم جوړ نه شو کړای، او که لږ په زغرده وويل شي نو په خيبر پښتونخوا کې تر ټولو ډېر نادرکه پښتانه د ای اين پي د حکومت پر مهال ورک شوي، دوی د عدم تشدد په شعار کې د يو (او) په زياتولو سره د عدم او تشدد ورانه جګړه اوږده تجربه کړه، دوی د همدې پښتنو قاتلان او تښتوونکي د پښتنو کوڅو ته راوړل.
که د کوزنيو قامپرستو سياستونه دقيق مطالعه شي نو تل يې په دوه رنګه مبارزه کې سوټي خوړلي، په رسمي غوښتنو او پرټوکولونو کې دوی د مزبوت پاکستان برخه ده، له يوې خوا فقيد اجمل خان خټک له پروېز مشرف سره په ايوانونو کې د مزبوت پاکستان خبرې کولې او ايمل خان د ولي خان د کورنۍ د ځوان مشرتابه په استازيتوب په کې د افغانستان او پاکستان د احتمالي جګړې په ډګر کې د پاکستان په ننګه جنګېده، خو له بلې خوا دوی د کارکنانو په کچه او شعاري مستوا کې تل د لر او بر يو افغان خبره کوي، د مشرتابه په کچه او په سياسي چنو کې ډېورنډ کرښه ښخه شوې قضيه بولي خو په ښکته کچه پرې قومي سياست کوي، دې دوه ګوني توب دوی تل ډبولي او دوی تل د ګټو او نظرياتي جدل په کشمکش کې لړزېدلي، او قام په متزلزل سياست نه ګټل کېږي.

ملاتړ بايد انحصاري نه وي!
افغانستان کې يو شمېر ډلې چې قامپاله بنيادونه لري، د ولسي ځواک يې دا حال دی چې هر کله دلته د غونډې تابيا نيسي نو د لسګونو مدني ټولنو او ولسي جرګې د غړيو پر پلويانو د مخې څو چوکۍ ډکې کړي او بيا يو څو کليشه يي خبرې وي او پای اتڼ ته نڅېدل او بېرته ستنېدل... زه فکر کوم چې د کوزنيو پښتنو له دغه تحصن سره دغسې ګنجی ملاتړ په کوزه پښتونخوا کې پر ځان ملنډې او پر هغوی ملنډې دي، د افغانستان تاريخي داعيه بايد په حکومتي حمايه او ولسي ريښو دواړو کې تبني شي، دې لپاره په ځانله ځانۍ کار نه کېږي، او دا ملاتړونه بايد د نظرياتي ليد لورو توپيري حدونه ونه لري، دا د مظلوميت پر ننګه غږ دی او دا پر خپل غوڅ شوي وجود ننګ دی. نو دا ننګ په زوره محدودول او په نظرياتي اډانه کې انحصارول بيا دا داعيه ډېره کوچنۍ کوي او د ملي پرستيژ نه يې لاندې غورځوي.

دوی بيا هم ولې ملا ټکوي؟
يو شمېر کړۍ چې نظرياتي تضادونه لري، دلته د اسلام، کمونېزم او فاشېزم په ټکر کې طرف واقع شوي، دوی په کې اسلام ټکوي او دوی بيا هم په کې ملا ټکوي، دوی د خپل پوستين سپږې هر ځای لټوي، دوی د اسفنديار ولي خان پاکستانيتوب نه ګوري، د محمود خان چلونه نه ګوري او يوازې تاريخونه يې اوري، دوی د ولي خان د لمسي ايمل خان پکا پاکستانۍ چغې نه اوري خو که کوم کوزني ملا د پاکستان د بقا خبره وکړه نو ټک د واره به ملا ټکوي او په حيا کې به اسلام ټکوي، يو شمېر خو يې داسې دي چې ښه په جار نارې وهي چې اسلام ټکوم او دا پښتونولي او پاکستانيتوب هسې بهانې دي.
دوی چې ملا ټکوي دا په نظرياتي بنيادونو کوي، که ملا د نننۍ جګړې برخه ده، نو ولې دا پرون ډاکټر، ليکوال، حقوق پوه، انجنير او جنرال د نظرياتي جګړو مشران او کشران نه وو؟ دا نن په دا رېشخند ډيموکراسۍ کې له غربه راغلي د امريکا په جګړو کې طرف نه دي؟ اصلي خبره دا ده چې تر څو مونږ منحيث ملت په داخلي لحاظ مستحکم نه شو نو وګړي به مو تل په يو او بل نوم خپلو کې اړم وي او نور به زمونږ د جګړو ګټو ته اړم وي.
وخته سبا به دې ګيله وه چې وو پټ راځنې
ما د خپل کور په دېوالونو ډيوې بلې کړلې
برق