ته د باتور ملت په نوم یادیدې
وطنه تل په خپل بچو نازیدې

نن مې دا ستا تصویر ته ډیر وژړل
پرهر پرهر په وینو سور ښکاریدې

دلته بارودو وو محشر جوړ کړی
چې تورې وریځې دې په سر ګرځیدې

څه دغلیم څه د بچو له لاسه
په تا یې نخښې د پرهر پریښودې

د سر سرونه ټول لو شوي ګورم
په هدیرو چې سرې جنډې رپیدې

دلته د وینو ارزاني وه دومره
له غرونو هم بیا سرې چینې بهیدې

د (وارث) اوښکې هم نور ټینګې نه شوې
دانه دانه په ګریوانه څڅیدې

اوسلو ـ ناروې