د کارتر د وخت د امریکا متحده ایالتونو امنیتی سلاکار یهودی نصبه برژنسکی ،پر ایروشیا باندی د واکمنی ستره لوبه ،په خيل نامتو اثر کی ،د شطرنج لوبه نومولی ده.ددی جیوپولیتیکی لوبی اصلی ماهیت دادی : هر څوک چی د اروپا – اسیا پر لویی وچی

یعنی د « لزبن څخه تر ولادی وستوک پوری» واکمنی ولری ،هغه پر ټوله نړی باندی واکمنه ده.

پر نړی باندی د واکمنی په لیونتوت زموږ غرض نشته،اما هغه څه چی ددی سیاسی لوبی په لړ کی ،په افغانستان کی

پیښیږی،زموږ اصلی درد دی.

اوس په دغی سیمی د حاکمیت له پاره،د امریکا متحده ایالتونو،د خپل انګلیسی سلف سره،د کلونو کلونو هڅو په نتیجه کی،په

ټولو ممکنو وسایلو سره،د تروریزم سره د جګړی په نامه ،تر افغانستانه ځان رارسولی دی.ایا رښتیا هم ،تروریزم د امریکا متحده

ایالتونو امنیت له پاره یو جدی ګواښ دی؟

همدغه پوښتنه یو محصل د امریکایی شخصی اکاډمی له پروفیسور څخه وکړه، استاد ورته په خندنی جدیت ځواب ورکړ:

ـ نه،اسلامی افراطیت یو کمزوری مقاومت دی.موږ ورته ضرورت لرو.د امریکا نړیوالی واکمنی ته ،د روسیی او المان یولاسکیدل ،جدی ګواښ پیښولای شی.لدی کبله ،د سلو کلونو راهیسی موږ ددی یووالی مخه نیولی ده.همدا نن هم د بالتیک جمهوریتونو څخه بیا تر اوکرایین او پولینډ پوری د ناټو ځواکونو ځای په ځای کیدل،په حقیقت کی ،د روسیی او المان د بیلولو

کمربند دی.که چیری د المان تخنیک ،د روسیی تخنیک اوشتمنی طبیعی زیرمو سره یوځای شی،په ایروشیا کی ،رښتیا هم ،

د امریکا نړیوالی واکمنی ته د پای ټکی ایښودلی شی.

په ایروشیا د واکمنی له پاره ،په لومړی ګام کی د،د امریکا او انګلیس د پټو جګړو نتیجه وه چی ،د مرکزی اسیا ،بالتیک،

قفقازجمهوریتونه،اوکرایین او نور د روسیی د اتحاد څخه ازاد شول.

اما امریکا لا تراوسه پوری خپل اصلی هدف ته نه ده رسیدلی.لاتر ننه پوری د کسپین سمندرګی د شاوخوا نفت او ګاز اساسا

په روسیی پایپلینونوکی بهیږی.

په دویم ګام کی،امریکا د خپلو متحدینو سره غواړی،د انرژی زیرمو دغه انحصار د روسیی له لاسه وباسی او د مرکزی اسیا او قفقاز هیوادونو د زیرمو لار په اصطلاح «نړیوال بازار » ته پرانیزی.

زموږ د (ټاپی ) پروژه هم د همدغه ماستر پلان یو جزٔ دی.

اما روسیه د شطرنج په دی لوبه کی ،بر لاسی لری.شطرنج لوبه د روسانو عنعنوی لوبه ده،په دی لوبه کی روسان پوره مهارت لری.دا خبره د فرانسوی ټولنپوه – امانوییل ټود ده.امانوییل ټود هغه عالم دی چی، د علمی پارامترونو له مخی یی،

په ۱۹۷۶م کال کی د شوروی اتحاد د ړنګیدو وړاندوینه کړی وه او اوس یی د نړیوال ځواک په څیر، د امریکا د متحده ایالتونو

د فاتحی اعلان هم لیکلی دی.

روسیه په طبیعی لحاظ، په ایروشیا کی پرته ده،جیو پولیتیکی برلاسی یی هم له همدی کبله ده.امریکا سره ددی چی،اوس

یواځنی نړیوال ځواک دی ،اما په جغرافیا یی لحاظ له ایروشیا څخه خورا لیری پرته او پوره پردی ده.

د ایروشیا د واکمنی پر لوبی موږ خپل سر نه خوږو،اما په دی لوبو کی چی،د افغانستان په سر سودا کیږی،ناچاره

سرخوږی راپیښیږی.د باریس ایلتسن د واکمنی د وخت خبره ده. هغه وخت د روسیی په دولتی چارواکو کی حاکم نظر دا و

چی،نړیوالی چاری ښایی د دموکراسی په فضا کی ،امریکایی چارواکو سره په همغږی کی پرمخ بوځی.لکه څنګه چی ،د روسیی

تلویزیون-۱،د یو «ګردی میز» په مباحثه کی ،د وخت شوروی چارواکو افشأ کړه او لنډیز یی فقیر محمد ودان هم خپور کړ،

د ایلتسن د واکمنی په وخت کی ،د امریکا د څارګری اداری ۳۰۰ تنو ،د روسیی په دولت کی د سلاکارانو په توګه کار کاوه،

ګنی د روسیی چارواکو سره یی د دموکراسی بنسټونو په جوړولو کی مرسته کوله.

همدغو سلاکارانو او روسیی چارواکو د افغانستان په سر چی ،لا د روسیی د نفوذ په ساحه کی راځی،سوداګری وکړه:

روسیی د دری میلیاردو او څلور سوه میلیونو ډالرو په بدل کی موافقه وکړه چی ،افغانستان امریکا ته وسپاری.د همدغی موافقی

سره سم ،روسیی خپله افغانی استخباراتی شبکه ،امریکا ته وسپارله ، خپلی پیسی یی د سعودی عربستان څخه ترلاسه کړی.

ددغی بهرنی موافقی پر بنسټ،بیا د «جبل السراج تړون» سره سم ،په افغانستان کی دولتی واک د یوټکلی پرچمی ډلی له خوا

د اسلامی جمعیت تنظیم ته تسلیم شو.اوسنی نسل ددی پیښی عینی شاهد دی.

له هماغه وخته،د روسیی افغانی استخباراتی شبکه د امریکا په خدمت کی ده.

خو امریکا د شطرنج په لوبه کی،خپل ځینی سواره د «طالبانو پروژی » په چال کی قربانی کړل.د طالبانو پروژه د سعودی

عربستان او پاکستان له خوا عملی شوه.دا دواړه دولتونه د امریکا ستراتیژیک همکاران دی.

طالبانو د خپل افراطیت په نیشه مست،له ځانه ناخبر او د ۲۰۰۱م کال د دسمبر ۱۱نیټی پیښی سره هیڅ اړیکی هم نه لرلی،

په افغانستان کی د امریکا د پوځی عملیاتو او ورسره د امریکا د دوامداره پوځی شتون هدف عملی کړ.امریکا

دادی د روسیی اوربوز ته ،په افغانستان کی ناست دی.

د روسیی دولت د پوتین د واکمنی له وخته،د امریکا ملت وژونکی او زهرناکه همکاریو څخه لاس واخیست.پوتین د یو

تجربه لرونکی او ماهر څارګر په څیر او روسانو د یو مضبوط اوباشعوره ملت په توګه ، د امریکا د لوبی چال ته متوجه شول.

روسیی څارګرو په افغانستان کی خپلی پخوانی ،اما پلورل شوی استخباراتی شبکی سره همکاری بیرته له سره ونیوله.

په دی توګه، د نوموړی اجیری شبکی یوه پښه د امریکایانو سره آو بله پښه یی د روسانو سره پاتی شوه.هر څومره چی،

د امریکا او روس د سیاستونو ترمنځ واټن زیاتیږی،هغومره په دغی اجیری شبکی فشار او درد زیاتیږی.د احمد ضیأ مسعود،

دوستم او عطا محمد نور ...ګوښه کیدل د همدغو فشارونو محصول دی.

امریکا له ډیره وخته غواړی،په مرکزی اسیا کی خپل پوځی شتون ته لاره پرانیزی.سعودی عربستان او پاکستان د امریکا

ستراتیژیکو همکارانو په توګه لکه څنګه چی،یی د طالبانو پروژی له لاری ،په افغانستان کی د ناټو پوځی موجودیت ته لاره

پرانیستله،غواړی له دغی ازمویل شوی ،بریالی ستراتیژی څخه په استفاده،د داعش له لاری ،جګړه د مرکزی اسیا جمهوریتونو

ته انتقال کړی او هلته بیا د امریکا پوځی عملیاتو ته بهانه پیدا کړی،اما هر څه زور وهی چی، د داعش د فعالیتونو لمن د

هیواد شمالی سیمو ته پراخه کړی او بیا یی له پولو تیره کړی، « پښه پر ځای» پاتی کیږی.جګړی په افغانستان کی په شدت

سره دوام کوی.

ددی «پښه پرځای » پاتی کیدو علتونه د امریکا څارګری له سترګو پټ نه شی پاتی کیدلی.شمالی ټلواله ،د عطا محمد نور په

څیره کی او اسلامی جنبش د دوستم په څیره کی ،د روسانو په ملاتړ،د جګړی د انتقال په وړاندی اساسی خڼډونه دی.

په نړی کی ډیر داسی کسان شته چی،بهرنی استخباراتو ،ان یو وخته څو بهرنی څارګری شبکو سره همکاری کوی.

لکه د هالینډ شاهزاده (برن هارد) چی ،په دویمه نړیواله جګړه کی یی یووخته د لسو هیوادونو استخباراتو سره کار کاوه

او د (بلډر برګر کلوب) ظاهری بنسټ ایښودونکی ګڼل کیږی،هغه مخفی کلوب چی،تر ننه فعال دی او هر کال

د نړی د اقتصاد،سیاست او ټولنیزو رسنیو رښتیانی اداره کونکی په کی راټولیږی،غونډی کوی اود نړیوال نظم مسایل

ترغور لاندی نیسی او په هکله یی پریکړی کوی او بیا همدغه پریکړی د سیاست،اقتصاد او رسنیو ظاهری مشرانو

په څیرو کی د عمل جامه اغوندی.اما داسی کسان چی بهرنیو استخباراتو ته ،د خپلی خاوری په ضرر کار وکړی ،نشته.

دا یواځی د افغانستان خواره برخه ده، داسی نااهله کسانو ته یی په خپله غیږ کی ځای ورکړی چی خارجی استخباراتو ته

د خپلی خاوری په ضد کارکوی.

روسی مشران امریکایانو ته د افغانستان څخه تیریږی،اما په هیڅ صورت نه غواړی د کسپین سمندرګی د شاوخوا د انرژی

ترانسپورتی انحصار یعنی خپله ستره، د میلیاردونو پیسو عایداتی سرچینه له لاسه ورکړی.

برخلاف،د امریکا اصلی هدف ـ په ایروشیا او لدی لاری پر ټوله نړی د خپلی واکمنی خپرولو له پاره د سیمی د انرژی

سرچینو څخه د روسیی لاسونه لنډول او تر خپل واک لاندی راوستل دی.اصلی لوبه په همدغه محور څرخیږی.د شطرنج

دغی لوبی په بیلابیلو چالونو کی زموږ «پاچا» کشتونه خوری،د صلاحیت واک یی د ارګ له خانی بهر نه اوځی،نور سواره

هاخوا اودی خوا ځغلی،پیاده ګان دلاسه ځی،دوستم او عطا نور...د کوم نوی چال تلفات دی!..کله چی د استعمار خدمتګارانو

څخه کوم یو ،څه نافرمانی وکړی، نو سزا ورکوی،کله چی بیرته فرمانبردار شی،بیا یی هم د سترګو تور دی،نازوی یی.هم دا کوی ،هم دا، هم یی د جمهور ریس مرستیال کوی او هم ورته وخت په وخت د «بشر حقوقو »له دفتر څخه د پنځه زره

جنګی اسیرانو د قتل عام دوسیه پر مخ راوباسی...

دا د استعمار کلاسیک چالونه دی.صد افسوس چی زموږ خلک پدی لوبو کی قربانی کیږی.