د کابل ، ننګرهار ، غزنې او نورو ولایتونو وحشیانه حملي چې د سیمي او نړی د تروریستي کړیو ناځوانه ، انساني ضد ، افغاني ضد او اسلامي ضد عمل دی نه شي کولی د افغانستان خلک مغلوب کړي . کومه تروریستي جګړه چې د افغانستان په خاوره کیږي ‌‌‌‌‌‌ډيره وحشي او کرغیړنه ده . د جګړي په مخته بیونکو او تمویلونکو د انسان نوم ایښودل ، انساني کرامت ته سپکاوئ دی . که د ملي ګټې له پاره وي یا د مذهبي سپيڅلتیا په موخه دا جګړه ستر بشري جنایت دی . سیمه او نړی که نور هم د روان جنایت ننداره کوي او د بندیدو تدبیر یي نه نیسي ، مانا دا شوه چې د ورته جنایت لیدونکي وجداني راحت نه پيژني . زه افغانانو ته حوصله غواړم ، تاسو په خپلو کې یو له بل سره د یو موټی کېدو پرته ، له روان ناورین څخه د وتلو بله چاره نه لري . راشئ اګاه افغانانو سره نږدي شئ ، د پردي پالو سره پریکړون وکړی ، دا وحشي جګړه سني او شیعه ، بیلابیل قومونه سره یو ځاي خوري . یوازي د واحد وطن د اوسیدونکي افغان په نامه له دي بلا ځان خلاصولی شئ . یو ځلې جګړه قابو کړئ ، بیا د خپلو لاینحلو مسالو اړوند سره د سلا مشورو له لاري حل لاره پېدا کړی .واورئ چې روانه جګړه بیساري تروریستي جګړه ده . الله دي شهېدانو ته جنت ورکړي او خداي دي د افغانانو قاتلین په سخته سزا ورسوي