نۀ پوهېږم چې دې څۀ رقم پخلا کړم
شپه او ورځ دا ستا لۀ غمه دا سودا کړم
نۀ پوهېږم چې پۀ څۀ تۀ پخلا کېږې
راتۀ وايه چې دې هغه رنګ رضا کړم
پۀ پيسو کۀ پخلا کېږې، خو غريب يم !
کۀ مې سر غواړې چې زۀ يې در ادا کړم
ای جانانه! کبر مۀ کړه پۀ بدرنګو
ستا لۀ پاره لباسي به نور ښکلا کړم
زۀ مفتون دې پۀ غمونو کې را ګېر يم
کۀ ضا شې زۀ الله ته دا دعا کړم٠