د پكتيا ولايت په مركز ګرديز كې د كركټ هغه سيالۍ چې نږدې دوه اونۍ وړاندې پيل شوې وې وړمه ورځ يې ورستۍ لوبه د پكتيا پوهنتون او رود لوبډلې ترمنځ تر سره شوه .

په پايلوبه كې د پوهنتون لوبډلې لومړى او د رود لوبډلې دويم مقام ترلاسه كړ چې  پۀ وياړ يې د١٣٨٩ کال دزمري دمياشتې پۀ ٣ مه نېټه  د يکشنبې  پۀ ورځ د صحت عامې په تالار کې  يوه غونډه وشوه او دپکتيا پوهنتون د کرکټ  پۀ لوبډلې کپونه او ډالۍ ووېشل شوې٠

داسيالۍ چې د ماشومانو د نړيوال صندوق يونيسف په مرسته د ځوانانو د اړيكو او مالوماتو د دفتر له خوا برابرې شوې وې د پكتيا مركز ګرديز او د دې ولايت د څلورو ولسواليو (۱۶) لوبډلو پكې ګډون كړى وو .

په سهيل ختيځ زون كې د يونيسف مشر ډاكتر خليل وايې دا سيالۍ يې په سيمه كې د ګوزڼ په وړاندې د مبارزې په موخه جوړې كړې وي .

نوموړي دا هم وايې چې د روانې اونۍ د يكشنبې په ورځ په سهيل ختيځ زون  كې ماشومانو ته د ګوزڼ د ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه  د واكسينو كمپاين هم پيل شوى .

دى وايې سيالۍ د ګوزڼ د واكسينو د اهميت په اړه جوړ شوې وې تر څو مېندې اوپلرونه په دې وپوهېږي چې خپل ماشومان واكسين كړي .

ډاكتر خليل ويل په سهيل ختيځ زون كې د سږ كال په اوږدو كې د ګوزڼ يوه پېښه هم نه ده ثبت شوې په داسې حال كې چې د هيواد په كچه (۱۲) پېښې د يونيسف لخوا ثبت شوې دي .

په پكتيا كې د ځوانانو د اړيكو او مالوماتو د دفتر مسؤل سيدجمال اصف خيل وايې چې له دې سياليو ورسته به نورې سيالۍ هم جوړې كړي تر څو د دې ولايت ځوانان د لوبو له لارې له يو بل سره وپېژني او خپلې ستونزې په شريكه له منځه يوسي .

د پكتيا پوهنتون د لوبډلې كپتان عبدالولي وايې په پكتيا كې د لوبغاړو په وړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي دى وايې په مركز ګرديز كې يو لوبغالى هم نه لري او له لوبغاړو سره تر دمه د هېچا لخوا هم مرسته نه ده شوې .

عبدالولي زياتوي د پكتيا ډيرى لوبغاړې لا د لوبو جامې هم نه لري دوئ چې كله لوبه كوي نو په عادي جامو كې وي .

د كركټ دا سيالۍ په داسې حال كې تر سره كېږي چې څه موده وړاندې د پكتيا د كركټ لوبډلې د هيواد په كچه په يوه ورځنۍ لوبو كې دويم مقام تر لاسه كړ خو لا هم په دې ولايت كې د كركټ لوبې لپاره لوبغالى نه شته او سيالۍ يې ډيرى وخت په يو خاورين او كاڼو پوښل شوي ډګر كې تر سره كېږي چې زياتره لوبغاړې يې له جوړښت څخه سر ټكوي .