دغه ټورنمنټ چې د يونيسف موسسې لۀ خوا د (ځوانانو دکرکټ ټورنمنټ) پۀ نوم د پکتيا ولايت پۀ مرکز ګردېز کې جوړ شوی ؤ چې نژدې شپاړس لوبډلو پۀ کې ګډون کړی ؤ ، چې د سياليو پۀ لړ کې د پکتيا پوهنتون او رود احمدزيو لوبډلې پايلوبو ته ووتې ، پچه پوهنتون لوبډلې وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه ، د پوهنتون لۀ خو دوو تنولوبغاړ و ښې منډې جوړې کړې ؛ چې رحمت الله ٤٠ منډې، فاروق ٣٢ منډې جوړې کړې ددوی لۀ سوځېدو څخه وروسته د پکتياپوهنتون لوبغاړو پۀ خپل وار لوبه وکړه او د رود احمدزيو ته يې ١٣٤ هدف وټاکۀ ٠
لۀ دې وروسته د رود احمدزيو لوبډلې توپ وهنه پيل کړه پۀ لومړي اور کې احمدالله ٢٠ منډې جوړې کړې چې دپوهنتون لوبډله يې وارخطا کړه په دويم اور کې احمدالله د بازمحمد لۀ خوا وسوځېد د احمدالله پۀ سوځېدو سره د رود احمدزيو لوبډله تر فشار او تاثير لاندې راغله او مسلسل وېکټې يې لۀ لاسه ورکړې چې پۀ پايله کې د روداحمدزيو لوبډلې ونشوای کولی چې هدف ته ځان ورسوي له ډېر سخت پړاو نه وروسته لوبه د دوه منډو پۀ توپير سره د پوهنتون پۀ ګټه تمامه شوه او د روداحمدزيو لوبډلې د ١٣٢ منډو پۀ جوړولو ټول سوځېدل ٠
* د پکتياپوهنتون يو تن توپ ويشتونکی بازمحمد پۀ نوموړې سيالۍ کې ښۀ وځلېد، ښاغلي باز محمد پۀ درې اورونو کې ٣ منډې ورکړې ، څلور لوبغاړي يې وسوځول او د لوبې مرکزي لوبغاړی ونومول شو٠
ديادونې وړ ده چې ددې پايلوبې د کپونو او ډاليو وېشلو پروګرام به نن يکشنبه ١٣٨٩/٥/٣ د پکتيا ولايت د صحت عامې پۀ تالار کې د يو لړ مراسمو پۀ ترڅ کې تر سره شي ٠
سپورټ