پرون د ١٣٨٩ /٥ /٦ د چهاشنبې پۀ ورځ دپکتيا ولايت پۀ مرکز ګردېز کې دسحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز لۀ خواد سولې جام پۀ نوم دکرکټ ټورنمنټ پيل شو٠

دسحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز مشر ګل کريم سحر پکتياوال پۀ يوه ځانګړې مرکۀ کې څپې ته دټورنمنټ پۀ هکله داسې مالومات ورکړل:

پۀ دغه ټورنمنټ کې د پکتيا ولايت د مرکز پۀ شمول د١٣ ولسواليو٣٢ لوبډلې ګډون کوي او دغه ټورنمنټ به نژدې يوه نيمه مياشت دوام کوي نوموړي زياته کړه چې مونږ ته ٥٢ لوبډلو خپل لېستونه راکړي و خو دوخت د کموالي لۀ کبله مو ونشوای کولی چې ټولې لوبډلې پۀ دې ټونمنټ کې شاملې کړو ځکه چې ټورنمنټ ژمي ته غزېدۀ او د واورو ورېدو او يخ لۀ کبله لوبې نه کېدې، لۀ دې کبله چې دا ټورنمنټ اودږ نه شي مونږ د ټورنمنټ لۀ پاره(ډبل ناک اوټ) سيستم غوره کړ٠

ددغه ټورنمنټ پيل کېدل د يو لړ مراسمو پۀ ترڅ کې تر سره شول، لومړی قاري صيب مهران د قرانکريم څو مبارک ايتونه تلاوت کړل ورپسې دسحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز مشر ګل کريم سحر پکتياوال افتتاحي وينا وکړه او پکتيا ولايت د ځوانانو ستونزي يې پۀ ګوته کړې او دکرکټ بورډ او چارواکو څخه يې پۀ پکتيا ولايت کې د لوبغالي د جوړولو غوښتنه وکړه ورپسې دډاکټرانو د ټولنې مشر ډاکټر عبدالهادي حماس د ورزش د ګټو او د ځوانانو دسالمو مصروفياتو په اړه يوه لنډه وينا وکړه او ټورنمنټ د پټۍ پۀ پرې کولو او دکوترو پۀ الوځولو سره پيل شو٠

ددې ټورنمنټ لومړۍ لوبه د پوهنتون او اتحاد مهلند تر منځ وشوه، پچه پوهنتون وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه پۀ ١٤ اورونو کې يې اتحاد مهلند ته ١٦٥ هدف وټاکۀ لۀ دې وروسته اتحاد مهلندلوبډلې توپ وهنه پيل کړه اتحاد مهلندلوبډلې ژر، ژر خپلې وېکټې له لاسه ورکړې او هر لوبغاړي به لۀ سوځېدو وروسته بېټ پۀ ځمکه ويشتۀ چې پۀ نتيجه کې امپايرانو غبرګون وښود او اتحاد مهلندلوبډلې ته يې اخطار ورکړ چې بيا دا عمل تکرار نۀ شي خو اتحاد مهلندلوبډلې د امپايرانو خبره بابېزه وګڼله او دبل لوبغاړي پۀ سوځېدو يې بيابېټ پۀ ځمکه وويشتۀ ددې عمل پۀ تکرار سره امپايرانو پوهنتون لوبډله ګټونکې اعلان کړه او اتحاد مهلندلوبډله لۀ ميدانه ووته٠

 اتحاد مهلندلوبډلې تر دې دمه ٧ اورونه لوبولي ؤ ٥ وېکټې يې لۀ لاسه ورکړې وې او نژدې ٥٠ منډې يې جوړې کړې وې .

* پۀ دې سيالۍ کې د پوهنتون يو لوبغاړی فاروق ښه وځلېد نوموړي١٣ شپږيزي او دوه څلوريزې ووهلې، پۀ يوازې ځان يې ١١٦ منډې جوړې کړې او دوه وېکټې يې واخيستې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو او د لوبې د غوره لوبغاړي کپ ورکړل شو٠